کور / رسنۍ / د کابل د دوشنبي چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل د دوشنبي چاپ ورځپاڼو ته کتنه

سرنوشت ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې په لغمان ولايت کې د امريکايي ځواکونو پر هغه وحشت بحث کړى چې تېره ورځ يې د يوې بمبارۍ په پايله کې شاوخوا پنځلس ښځې ووژلې.ورځپاڼه د امريکايي ځواکونو دا کار قصدي او شعوري عمل ګڼي او ددې پېښې لامل ته په اشارې سره ليکي چې د يوې امريکايي فلم جوړونې کمپنۍ له خوا د اسلام ستر پيغمبر ته د سپکاوي په غبرګون کې د امريکا پر وړاندې د مسلمانانو غبرګونونه، په هلمند ولايت کې د بهرنيو ځواکونو پر هوايي اډه بې سارى بريد او همدغه راز تېره ورځ د يوه افغان پوليس له خوا د بهرنيو سرتېرو وژنه هغه پېښې دي، چې د ورځپاڼې په وينا د امريکا د خوښې وړ نه دي او همدغو پېښو ته يې په غبرګون کې په لغمان کې بې ګناه ښځې وژلي دي.
ورځپاڼه په پاى کې ليکي چې نور د غندنې او خواشينۍ وخت تېر دى، موږ بايد ددې ډول وژنو د مخنيوي لپاره بنسټيزې لارې چارې ولټوو. د سرنوشت په وينا تر ګردو لومړنۍ لاره چې مخ ته راځي هغه په بېړه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکون ايستنه ده. دا چاره به نه يوازې د بهرنيو ځواکونو جنايت ودروي، بلکې د دوى پر ضد جنګيدونکي کسان به هم له ناټو او امريکا سره د جګړې په پلمه ملکي وګړي نه وژني.
ملي بارو ورځپاڼې هم ورته موضوع راخيستې او د بهرنيو ځواکونو ددې وحشت په اړه د خواشينۍ څرګندولو په ترڅ کې ليکي چې پر ملکي خلکو د ناټو بمبارد اوس په يوه عادي مسله بدله شوې او افغان حکومت ددې ډول پېښو پر وړاندې يوازې خپله خواشيني څرګندوي.
ورځپاڼه زياتوي پر ودونو، جنازو او کورو د ناټو بمباري دوام لري او د دوى په تګلاره کې به بدلون رانه شي، خو دوام به يې د بهرنيانو پر وړاندې د افغانانو د لا نورې کرکې او نفرت سبب شي او په وسلوالې مبارزې به لاس پورې کړي. ملي باور وړاندې ليکي چې اوس افغان ځواکونه ددې جوګه شوي چې د خپل هېواد امنيتي چارو مسوليت پر غاړه واخلي او ټول عمليات بايد افغاني شي.
محور ورځپاڼې بيا د هغه فلم په غبرګون کې چې د يوه امريکايي کشيش له خوا د اسلام ستر پيغمبر ته په کې سپکاوى شوى، د افغانانو د سوله ييزو لاريونونو په اړه بحث کړى او دا د افغانانو د ذهنيت روښانه کېدو پر لور يو زېرى ګڼي.
ورځپاڼه زياتوي چې افغانانو ددغو سوله ييزو لاريونونو په کولو سره وښوده چې دوى نور پوه شوي دي چې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه سره له دې چې هدف ته يې نه شي رسولاى، ترڅنګ يې خپلو خلکو او هېواد ته هم ځاني او مالي زيانونه اړوي.
د ورځپاڼې په اند دا چې د لومړي ځل لپاره سوله ييز لاريونونه ترسره شول، دا د افغانانو په اړه يو نوى روښانه ذهنيت په ګوته کوي چې له دې وروسته دوى خپل غږ په سړه سينه پرته له کوم تاوتريخوالي پورته کولى شي. محور وړاندې کاږي چې که لاريونونه تل په سوله ييزه بڼه ترسره شي، د نورو ښېګڼو ترڅنګ به د دښمن هغه پلانونه چې زياتره وخت د خلکو له احساساتو ترې استفاده کوي، مخه ونيول شي.
خدمتګار ورځپاڼې له دوه زره څوارلسم کال وروسته د احتمالي پېښو په وړاندې د افغان حکومت د نه تياري پر موضوع بحث کړى او زياتوي چې 2014 كال ته د ټولو كارونو پرېښودل بې ګټې او خطرناك دي.
ورځپاڼه ليکي چې افغان چارواكي د ناټو او نړيوالې ټولنې له تيارو شرايطو څخه د ګټې په لټه كې دي او خپله د هېواد د ستراتيژۍ لپاره يې تر اوسه هېڅ نه دي کړي. د ورځپاڼې په باور له دې حالت څخه يوازې دوه هدفه تصور كېداى شي، يو دا چې واكمن د دولت او په دولت كې د خپل واك پر بقا ډاډمن نه دي او يا دا چې د فيل په غوږ كې ويده دي او فكر كوي چې هر څه پخپله ښه روان دي.
خدمتګار همدغه راز زياتوي، په داسې حال کې پاکستان او طالبان د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته پر پوځي مرکزونو او اډو د لويو بريدونو پلانونه نيسي، افغان حکومت اصلاً ددغو احتمالي ګواښونو پر وړاندې بې پروا دى. ځکه د ورځپاڼې په وينا همدا چاره سبب شوې چې طالبان او پاکستان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته زړه نه ښه کوي.
ورځپاڼه په پاى کې ليکي، مخكې له دې چې افغان دولت له داسې يو وضعيت سره مخامخ شي بايد د 2014 كال له رارسېدو مخكې ټاكنې، له فساد سره مبارزه، حكومت جوړېدل، اصلاحات او په رښتينې توګه واك ولس ته د سپارلو او د ملي دفاع د ډاډمنېدلو لوى كارونه شوي وي.
نظیم سمون

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …