کور / افغانستان او نړۍ / جنرال رازق په اړه دطالبانو ټولي اوازې بې بنسټه دي

جنرال رازق په اړه دطالبانو ټولي اوازې بې بنسټه دي

 

دکندهار دامنیه قوماندا جنرال عبدالرازق په اړه دوسله والو طالبانو هغه ټولي آوازې بې بنسټه دي چې دوی په کندهار او دافغانستان په بیلا بیلو برخو کې خپرې کړي دي‌. دطالبانو ځايي قوماندانان او ویندویان داسي‌انګېري چې ګواکې دکندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په هغه برید کې سخت ټپي شوی چې ددوی په وینا په مرګوني حالت کې دی . 

جنرال رازق او میرویس افغان په هالنډ کې 14/09/2012

په بریتانیا کې دخبریال ویبپانې همکار میرویس افغان وايي چې تازه یې جنرال عبدالرازق لیدلی او هغه روغ رمټ دی او دکندهرا ولایت دامنیت پر یوه نوې طرحه کار کوي .

دکندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دخپل ولایت داوسېدونکو دخوندي‌ساتلو لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت کړي . هغه زیاته کړه چې وسله وال مخالیفین هڅه کوي چې په تبلیغاتي ډګر کې دافغان پولیسو اراده کمزورې کړي . 

که څه هم په افغانستان کې دننه به وسله وال طالبان له ډېرو چارواکو سره ستونزي لري ، خو دجنرال رازق سره دوسله والو طالبانو ستونزه دنورو امنیتي چارواکو په انډول زیاته ده .

پر دغه امنیي قوماندان چې په لومړیو کې دسرحدي ځواکونو قوماندان وو په بیا بیا وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه کړي . 

رازق خان چې په تانده ځواني دډېر لوی واک تر څوکۍ رسېدلی خورا تاکتیکي کس دی، هغه هیڅ کله وسله والو طالبانو ته داسي موقعه نه ده ورکړې چې دی ووژني ، خو وايي چې دا په دهغه پسې دهغو افغانانو دعاوي دي چې دی یې تر وسه دامنیت ساتلو لپاره هڅه کوي . 

دډنډ ولسوال نازک ، میرویس افغان او جنرال رازق

په کندهار کې دبل هر امنیه قوماندان بر خلاف ده تقریأ هره شپه ګزمه کړې ده او پر پولیسو ګرځېدو.

پر جنرال رازق تر برید وروسته وسله وال طالبان خورا خوښ وو ، دهغوی پلویانو یوبل ته مبارکۍ ورکولې او د کندهار اوسېدونکو بیا وروسته له هغه چې جنرال رازق له مرګوني برید ه روغ ووت ۱۲۰ کیلو متره لاریون او اتڼونه وکړل . 

دا برید دکندهار پر امنیه قوماندان باندي دتېري اګست میاشتي پر ۲۸ نېټه دیوه ۳۰۳ ډوله موټر په وسیله تر سره شو . دا د خپل نوعیت دریمه لویه چاودنه وه چې په کندهار کې وشوه، لومړنۍ ورته چاودنه دملا محمد عمر له کوره سره دطالبانو دواکمني پر مهال وشوه چې درنه مرګ ژوبله یې لرله ، تر هغه وروسته دوه کاله وړاندي په کندهار کې د واده دیوه حال سره هم ورته چاودنه شوې وه ،خو دا دریمه وه چې پر جنرال عبدالرازق تر سره شوه .نوموړی په دغه برید کې سربېرن ټپي شوی وو،خو طالبانو دبیلا بیلو وسیلو پر بنسټ تقریبأ هغه ډېر سخت ژوبل شوی باله . 

پر هغه باندي دا لومړی برید نه وو بلکي‌ په بیلا بیلو وختونو کې نوموړی د ورته پېښو څخه ژوندی وتلی دی .

تر دغه برید وړاندي ‌وروستی ځانمرګی پر نوموړي باندي د روان ۲۰۱۲ کال دجنوري دمیاشتي پر ۱۱ نېټه دچارشنبې په ورځ په امنیه قومانداني کې دننه وشو .

په هغه برید کې یوازي یو پولیس ټپي شوی وو. ترهغه وړاندي هم نوموړی په بیا بیا په ځانمرګو بریدونو کې روغ وتلی وو. 

جنرال عبدالرازق خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دیوه رازق په وژنه دده په خبره دافغانستان حکومت نه ورانېږي او اوس په افغانستان کې داسي پولیس او ځواک شته دی چې تر چاودنې سمدستي وروسته یې دهغه دمرګ دسیسه جوړونکي او دپېښي اصلي عاملین ونیول . 

دیاد ولو وړده چې دکندهار امنیه قوماندان ته په اروپايي هیوادونو کې دروند هرکلی وشو ، خو پوښتنه داده چې ولي دافغانستان دملي پولیسو نور مشران ،قوماندانان او افسران په خپلو سیمو او له هیواده بهر په ولس کې داسي محبوبیت نه لري ؟

 

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …