کور / رسنۍ / ولسي جرګې ځان بې باوره خو وزیران یې باوري کړل

ولسي جرګې ځان بې باوره خو وزیران یې باوري کړل

 

شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې افغان پارلمان ددوه ډیرو مهمو وزارتونو وزیران په یوه ورځ له دندو لیري کړل، او علت یې هم داوه چې دې وزیرانو کومه ښه لاسته راوړنه نلرله؛ دې وزیرانو ته بهانه هغه توغندیزبریدونه شول چې  دپاکستان له لوري په افغان خاوره کیدل او د ولسي جرګې وکیلانو دا خبره ډیره کوله چې د کورنیوچارو او ملي دفاع وزارت وزیرانو د افغانستان له خاورې په ښه توګه دفاع نشوی کولی او نه یې هم په هیواد کې د امنیت دراوستو په برخه کې کوم اړین ګامونه اوچت کړي وو.

افغان ولسمشر داسې کړنې کوی لکه په ټول هیواد کې چې دګوتو په شمیر خلک وي او قحط الرجال وي د حکومت له پیله تر اوسه یې ټول له ۴۰۰ کسانو ډیر نشته همدا خلک دي چې کله یې دوزیر کله یې دسفیر ،رئیس، مشاور او داسې نورو پوستونو ته بدلوي رابدلوي؛

خو دوزیرانو لپاره ښه چغل دملت په نظر ولسي جرګه ده ځکه په نورو پوستونو کې ولسمشر هر ډول واک لري خو دوزیرانو په ټاکلو کې دولسي جرګې د اکثریت غړو تایید حتمي ده.

زموږ ولسي جرګې څو ځلې داسې کړې وو چې یو وزیر له یو وزارت نه لیرې شوی وو او دبل وزارت لپاره یې بیرته منلی وو مګر په ورستیو کې یې بسم الله محمد ي په ډیر غوڅ اکثریت سره دکورنیو چارو وزارت له چارو صلب اعتماد کړ؛ اوس د ښاغلو وکیلاو له دې ښاغلي نه کومه داسې کړنه ولیده چې ټول یې دځان په لوري مات کړل او بیرته یې ترپخواني پوست په ښه وزارت کې دتایید رایه ورکړه؛ همدې وکیلانو پرون دې محمدي دلیري کولو لپاره چک چکې وهلې خو نن یې د هغه دبیرته ټاکل کیدو لپاره.

په افغانستان کې هر څه او هرمقام خپله اصلي بڼه نده ساتلي او په یو ډول نه په یو ډول دچا تراغیز لاندې دی مګر پارلمان هغه ځای دی چې باید دهیچا تر اغیز لاندې نه وي او ورغلي خلک هم دخلکو په رایو ورغلي دي او دملت په استازیتوب د حکومت پرکړنو څارنه کوي مګر په دا ډول کړنو سره اوس ولسي جرګې دولس په منځ کې خپل باور له لاسه ورکړی او خلک داسې انګیري چې هغه کسان چې د خپل استازي په توګه یې ولسی جرګې ته ور پیژندلي ددوی استازيتوب نشي کولای.

اوس نو زموږ ولسي جرګه هم هغه ځای نده چې دخلکو غوښتنه وه او په دې ډول کارو سره به نورهم دولس په منځ کې ځان بې باوره کړي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …