کور / افغانستان او نړۍ / په کراچي کې دوژل شویو کسانو شمېره (۲۸۹) ته ورسېده ،دشاهي سید افسوس

په کراچي کې دوژل شویو کسانو شمېره (۲۸۹) ته ورسېده ،دشاهي سید افسوس

دپاکستان په ګڼ مېشته ښار کراچي کې دکالیو جوړونې په یوه کارخانه کې داور دلګېدنې له کبله دوژل شویو کسانو شمېره (۲۸۹) ته لوړه شوه . په کراچې کې ځايي خبریالانو خبریال ویبپاڼې ته وویل چې د (۲۸۹)  کسانو مړي تر اوسه را ایستل شوي دي ،خو ښايي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي . دکالیو جوړولو دا کارخانه کې تېره شپه په داسي‌ حال کې اورولګېدو چې سلګونه کسان کار ورکي کاوه . 

زرګونه خلک دکراچي په بلدیه ټاون سیمه کې راغونډ شوي‌دي . دکراچي کمیشنر روشن علي شیخ وايي چې دکارخانې دمالکانو دنیولو لپاره دپ،لیسو هڅي رواني دي ،خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي . دنوموړي په وینا چې (۲۸۹) کسانو مړي له کارخانې نه راایستل شوي دي . 

په دغه کالیو جوړولو کارخانه کې ګڼو ښځو هم کار کاوه چې خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړي دي‌. 

عیني شاهدانو خبریال ویبپاڼې ته وویل چې په دغه کار خانه کې سلګونو کسانو کار کاوه او یوازي څلور دروازې یې لرلې چې مالکانو یې درې بندي کړې وې او له یوې دروازې نه دتګ راتګ کار اخیستل کېده . 

تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې دا اور ولي لګېدلی دی ،خو دحکومت له لوري یو پلاوی ددې موضوع دڅېړلو لپاره په کار ګومارل شوی دی . دغه پلاوی به په دریو ورځو کې خپل راپور راوړي او ددوی له ولس سره به یې شریکوي . که څه هم تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې په دغه کارخانه کې به څومره پښتنو کار کاوه خو په لویه کې په کراچي‌کې چې دپښتنو تر ټولو لوی او ګڼ مېشته ښار دی پښتانه په ورته مزدوریو بوخت دي . 

په کراچي کې دپښتون قامي جرګې مشر او دسیند ایالت دعوامي نېشنل ګوند صدر سنیټر شاهي سید خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دا یوه دېره بده پېښه ده ،خو ددغې پېښي په رڼا کې په کار دي چې دنورو کارخانو دورته پېښو مخ نیوی وشي . نوموړي وویل چې دوخت حکومت د خوندي‌توب په موخه تر اوسه پوري داسي هیڅ ګامونه نه دي اخیستي‌چې په هغوی کې دي دانساني تلفاتو مخنیوی وشي . 

دعوامي نېشنل ګونددسیند مشر له خبریال ډاټ کام سره دخبرو پر مهال باندي وویل چې دپېښي پلتنه دي په غیري جانبدارانه دول وشي او دپېښي اصلي عاملینو ته دي‌سخته جزاورکول شي . شاهي سید وايي چې عوامي نېشنل ګوند او ټوله پښتانه په دغه غم کې برابر شریک دي او خدای دي دپېښي قربانیانو ته جنت او پاتې شونو ته دزړه صبر ورکړي . 

له بله لوري په کراچي کې دمتحده قامي مومنټ له لوري خبریال ویبپاڼې ته په رالېږل شوې یوه خبرپانه کې ددریو وروځو دماتم اعلان شوی دی . ایم ، کیو ایم ویلي دي چې دا یوه قامي غمیزه ده او په راتلونکو دریو ورځو کې به دخلکو او ولس سره دخواخوږي په موخه دمتحده قامي مومونټ ټولي سیاسي سرګرمۍ ځنډېدلې وي .

افغان ولسمشر کرزي‌خبریال ویبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په  ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ورور هېواد پاکستان په دوو لویو ښارونو کراچۍ او لاهور کې د اور لګېدنې په دوو جلا جلا پیښو کې کابو ۲۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زه د ځان لخوا او د افغانستان د ملت په استازیتوب د دغې خواشینونکو پیښو له امله د پاکستان مشرتابه او ټول ملت تهخپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.

پاکستاني تلویزونونه ښيي چې په داورلګېدنې ځای ته نېژدې سلګونه موتري ،او زرګونه کسان راغونډ شوي دي . سختي ژړا ګاني او ویر دی ، دخینو دکورونو پنځه او دځینو یو یو غړی وژل شوي دي . 

تلویزوني چینلونه ټینګار کوي چې دپېښي عاملینو ته دي جزا ورکړي . 

په کا بل کې دخبریال ډاټ کام همکار قریب الرحمان شهاب دیوشمې افغان کارپوهانو له خولې وايي چې ، که څه هم دپاکستان ګڼ مېشته ښار کراچي کې دافغانستان په انډول اسانتیاوي زیاتي دي ،خو دا اورلګېدنه په افغانستان کې دشته کارخانو مالکانو ته یوه بېلګه کېدای شي چې دخپلو کاکونکو دخوندي ساتلو په موخه ګامونه اوچت کړي . 

په دغه کارخانه کې چې سلګونو کسانو کار کاوه ،دتګ راتګ لپاره یوازي یوه لاره شته وه چې دهغې په خوله کې اور ولګېدو او شاوخوا ۳۰۰ کسان یې ووژل . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …