کور / افغانستان او نړۍ / داسلام دستر پیغمبر په خلاف فلم،په لیبیا کې امریکا يي سفیر ووژل شو

داسلام دستر پیغمبر په خلاف فلم،په لیبیا کې امریکا يي سفیر ووژل شو

 

 

د لیبیا په ختیځ ښار بن غازي کې د امریکا په قونسلګرۍ دراکټي برید په پایله کې په لیبیا کې دامریکا دسفیر کریستوفر سټیفن وژنه تایید شوه . 

په دغه برید کې ټول څلور کسان وژل شوي‌چې تر ټولو مهم یې دامریکا سفیر دی .

دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن دهغه دوژنې پلی وکړو . 

دا وژنه دسه شنبې په ورځ وروسته له هغه وشوه چې په لیبیا کې دامریکا پرضد لاریونونه پیل شول . قهریدلو مسلمانانو په بن غازي‌کې دامریکا قونسلګري سوځولې او ویجاړه کړې ده . په لیبیا کې دتاوتریخ والي ډک لاریونونه او دامریکا پر قونسلګري برید د هغه فلم پر ضد د خلکو د احساساتو په نتیجه کې شوې، چې د اسلام ستر پیغمبر ته په کې سپکاوی شوی دی.

د سه شنبې په ورځ بنسټ پالو مسلمانانو هم په قاهرې کې د امریکا د متحده ایالاتو له سفارت بهر ددغه فلم پر ضد اعتراض کړی و.

د سام باسیل په نوم فلم جوړوونکي یو فلم جوړ کړی چې په هغه کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی شوی او امریکایي کشیش (تری جونز) ددغه فلم یو ویډیویي کلیپ د ترویج لپاره خپور کړی دی.

ددغه فلم جوړونې په نړۍ کې دمسلمانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي . افغان ولسمشر کرزي هم په سختو ټکو ددغه فلم غندنه کړې او ویلي یې دي چې دافغانستان ولس هیڅ یو هغه عمل نه زغمي چې په هغه کې داسلام دستر پیغبر شان ته زیان اوښتی وي . 

ولسمشر کرزي له دفتره خبریال ډاټ کام ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې : موږ پوره باور لرو چې فلم جوړوونکی سام باسیل، افراطي کشیش (تری جونز) او ددوی همفکره کسان له یوه ډېر کم او افراطي اقلیت پرته،  د بل چا استازیتوب نشي کولای.

دغه ناوړه عمل په نړۍ کې د ټولو سوله دوستو انسانانو او د سولې او ګډ ژوند د طرفدارنو د کرکې او ناراحتۍ لامل دی.

دیني مقدساتو او ارزښتونو ته سپکاوی د بیان د ازادۍ په اصولو کې نشته. ددې خاورینې کُرې د یو نیم میلیارد انسانانو مقدساتو ته سپکاوی او د هغوی برحقه احساساتو ته زیان رسول، جنایتکارانه عمل دی.

د افغانستان حکومت په جدي ډول غواړي چې د اسلام ستر پیغمبر ته د سپکاوي د فلم او ویډیو له خپرولو څخه مخه ونیول شي او اجازه ورنکړل شي چې ددغه فلم جوړوونکي او افراطي کشیش ناوړه عمل د اسلامي نړۍ عواطفو ته لا زیات زیان ورسوي.

حضرت سرور کائنات د اسلام عظیم الشان پیغمبر، د بشریت لارښود او د ځمکې پر مخ د حقیقت او ریښتینولی پیغام راوړونکی دی. د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی په حقیقت کې د ټولې نړۍ پر مخ د یو نیم میلیارد مسلمانانو ارزښتونو ته سپکاوی دی.

ددغه امریکایي فلم جوړوونکي او افراطي کشیش (تری جونز) غیر انساني عمل په نړۍ کې د ادیانو او فرهنګونو تر منځ د دښمنۍ او تقابل لامل ګرځېدلی چې د انسانانو تر منځ سولې او ګډ ژوند ته شدیده ضربه ده.

تر دې وړاندي‌هم په نړۍ کې ځیني‌داسي‌کړنې شوې دي چې په لویه کې داسلام دستر پیغمبر(ص) شان ته سپکاوی ورکي شوی ،او دنړۍ په بیلا بیلوبرخو کې مسلمانانو له تاوتریخوالي ډک لاریونونه کړي او افغانستان هم دورته پېښو په کتار کې راغلی دی ،خو اوس کارپوهان په دې باور دي چې دنړۍ مسلمانان او افغان ولس په دې پوهېدلی چې دورته کړنو په ځواب کې به داسي‌ هڅه ونکړي چې دغه زیان دي بیا هم پخپله مسلمانانو ته ورواوړي . 

باید وویل شي چې تر دې وړاندي د جرمني د پلازمېني برلين يوې محکمې و يوې ښې اړخي ډلې ته اجازه ورکړې وه چي د اسلام د پېغمبر حضرت محمد ص شخړيزه کارټوني رسمونه پر کارډونو چاپ کړي.

د اسلام د پېغمبر حضرت محمد ص دغه شخړيزه رسمونه په ۲۰۰۵ مېلادي کال د ډنمارک په يوه اخبار کي خپاره شوي ول، چي له کبله يې په ټوله نړۍ کي احتجاجي مظاهرې تر سره شوي وې.

د اسلام د ديني اصولو له مخي د حضرت محمد ص انځورونه او رسمونه جوړول منع دي.

محکمې ويلي ول چي د پېغمبر اسلام ص رسمونه ښودل د هيڅ کومي ډلې پر ضد د کرکي يا تاوتريخوالي د عمل په توګه نه سي ليدل کېدلای.

که څه هم داسلام ضد کړیودا ډول کړنې داسلام دسترپیغمبر (ص) پر شان هیڅ ډول اغیز نه شي ښندلای ،خو دغه ناوړه عمل په نړۍ کې د ټولو سوله دوستو انسانانو او د سولې او ګډ ژوند د طرفدارنو د کرکې او ناراحتۍ لامل کیدای شي .

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …