کور / افغانستان او نړۍ / په میدان وردګو ولایت کې دزندانیانو دوسیې نه څېړل کېږي‌/ ځانګړی راپور

په میدان وردګو ولایت کې دزندانیانو دوسیې نه څېړل کېږي‌/ ځانګړی راپور

 

دوردګو ولایت اوسېدونکو له خبریال ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د دوی بندیان په میاشتو پراته دي خو چا یې دوسيې نه دي څیړلې، یاهم د بندیانو لومړۍ محکمه شوې خو بیا هم میاشتې وختونه نیسی چې دې هغوی دوسیې له لومړۍ محکمې نه دوهمې محکمې ته ولاړې شي؛  د ګل محمد په نوم یو سپین ږیري په وردګوکې دخبریال ویبپاڼې همکار ته چې تازه یې هلته سفرکړی  وویل: « زوی مې عبدالرحمن نومیږي، پنځه میاشتې وړاندې په سالارو سیمه کې امریکایانو په شپنیو عملیاتوکې په داسې حال کې نیولی چې د اوبو ورا مې وه، پنځه ورځې وروسته یې په میدان ښار کې افغان امنیتې ځواکونو ته تسلیم کړ خو تر اوسه یې دا نه ده معلومه چې دا بې ګناه ده که مجرم!».

 د محمد رحمان په نوم یوبل کس وویل:« ورور مې عزیزالرحمن نومیږي، له وسله والو طالبانوسره داړیکو په تور یې نیولی او دری میاشتې یې وتلی چې په میدانښار زندان کې شپې ورځې تیروي مګر تر اوسه یې هیڅ سرنوشت معلوم نده». 

دې ته ورته له ډيرو کسانو سره دخبریال ویبپاڼې همکارخبري کړې او دبندیانو ګن شمیر خپلو خپلوانو داستونزه لرله.

دخبریال ویبپاڼې همکار هڅه وکړه چې په دې اړه دڅارنوالۍ له چارواکو سره خبري وکړي ،خو زموږ خبریال ته څارنوالي ته دورتګ اجازه ورنکړل شوه .

دخبریال ډاټ کام همکار وايي چې یو څارنوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي له ودانۍ نه بیرون راته وویل « لومړی خو داچې زموږ د ادارې زیاتره کارکونکې بې تجربې دي او ترډیره داسې کسان دي چې لوړې زده کړې نه لري؛ ریښتیا هم د خلکو دوسیې په بیړه نه څیړل کیږې چې ستونزې یې هم ما درته یادې کړې، خوزموږ کار روان ده او هره دوسیه په خپل وار سره څیړل کیږي؛ او یوه بله ستونزه داچې زموږ یو مدیر میاشت وړاندې نا معلومه وسله والو تښتولی اوتر ډیره یې زموږ په کار منفي اغیز کړی».

ددې ولایت دبندیانو خپلو خپلوانو په یو خوله غوښتنه کوله چې ددوی دبندیانو دوسیې دژر تر ژره وڅیړل شي، که مجرم وي سزا دورکړل شي او کنه خوشې دې شي .

میدان وردګ یوه بېلګه ده ورته حالات دافغانسان په بیلا بیلو ولایتونو کې شته دي‌. 

دافغانستان دبیلا بیلو سیمو اوسېدونکي تورلګوي چې اکثره څارنوالان یا خو په فساد کې ښکېل دي او یا دکار دزیات والي له کبله پر وخت دزندانیانو دوسیې نشي څېړلای . 

دمیدان وردګو دڅارنوالي سره ولاړ یوه کس چې دیوه جنايي مجرم دکورنۍ غړی وو خبریال ډاټ کام ته وویل چې څارنال خو څه چې دڅارنوالي‌ی و پیاده او دروازه وان هم دپیسو دورکړي‌بغیر کار نه کوي . 

دا چې په لویه کې به افغان چارواکي دمیدان وردګو دزندانیانو ستونزو ته څومره پاملرنه وکړي ، دا خبره وخت ته اړتیا لري . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …