کور / افغانستان او نړۍ / بشري حقونه:ښکيلي خواوي د جګړي پر مهال له ماشومانو ګټه پورته کوي

بشري حقونه:ښکيلي خواوي د جګړي پر مهال له ماشومانو ګټه پورته کوي

دکندهار د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون دفتر ، په دې ولايت کي د دولت او وسله والو مخالفينو له لوري په جګړې کي دماشومانو پرکاروني اندېښنه وښوده.

ويل کيږي چي وسله وال مخالفين دماشومانو څخه په ځآنمرګي بريدونو، ماين ايښودلو او نور برخو کي کار اخلي او دولت بيا په فوځ کي ماشومانو ته د کار ورکولو او د ځينو استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.
په کندهار کي دبشر د حقوقو د خپلواک کمېسون اړوند د ماشومانو د حقوقو څخه دڅارني مشر شمس الدين تنوير وايې چي په دې وروستيو کي زياتي پېښي دوئ ثبت کړي چي ښکيلي خواوي په ځانګړي ډول وسله وال مخالفين ماشومان په جګړه کي کاروي.

هغه زياته کړه چي په وار وار د کندهار ملي امنيت ادارې داسي ماشومان نيولى  چي عمرونه يې زيات کم وه او ځانمرګو بريدونو ته هڅول سوى ول.
بل خوا هغه ماشومان چي ځانمرګي بريدونو ته هڅول سوي وايي،چي په ښوونځيو او ديني مدرسو کي دزده کړو پرمهال په زور او جبر مجبوره سوي چي بايد ځانمرګى بريد وکړي.
د جلال الدين په نوم يو نهه کلن ماشوم ،چي څلور مياشتي وړاندي دکندهار پرامنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دبريد په موخه رالېږل سوى و او وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول سو وايي،چي په زور مجبوره سوم ،چي ځانمرګي بريد وکړم.
هغه وايي، کله چي ما انکار وکړ،نو سخت يې ووهلم او بيا يې يو ډول نشه يي توکي راکړل او زه په هيڅ هم نه يم پوه سوى.
ددې ترڅنګ دبشردحقوقو دخپلواک کمېسيون چارواکو اندېښنه وښودل، چي هره ورځ په جنګ جګړو کي دملکي وګړو ترڅنګ ماشومان قرباني کيږي.
په دي اړه وسله والو طالبانو او دولت په بيا بيا دا خبري رد کړي چې ګني د جګړي پر مهال له ماشومانو ګټه اخلي هغوى يو پر بل تور لګوي چې ګني له ماشومانو ګټه پورته کيږي.

وړاندي وسله والو طالبانو رد کړدي ول چې ګني ماشومانو ځانمرګي بريدونو او جګړي کولو ته هڅوي هغو‌ى ويلي ول چې دا د دولت تبليغات دي.

دولت بيا ويلي چې وسله وال طالبان د ډېرو بريدونو په تر سره کيدو کې له ماشومانو ګټه پورته کوي.

دولت رد کړي ده چې ماشومانو په امنيتي پوستو او يا په لويه کې د فوځ په ليکو کې شتون لري.

ديادوني وړده چي سهيلي ولايتونه په ځانګړي ډول کندهارپه دې وروستيو کي دافغانستان په کچه ماشومانو او نور ملکي وګړو ته دمرګ ژوبلي اوښتو پېښو دزياتوالي په سر کي راغلى دى.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …