کور / افغانستان او نړۍ / دکابل دچهارشنبې چاپ ځینو ورځپاڼوته کتنه:

دکابل دچهارشنبې چاپ ځینو ورځپاڼوته کتنه:

 

سرنوشت

بګرام زندان، تبلیغات او دسیې

ځینو کسانو ته له افغان ولس، افغان دولت او افغانیت سره مخالفت هیڅ بریدونه نه لري او هغوی د هر هغه مخالفت کوي چې د بهرنیانو نا خوښي او د افغانانو ګټې په کې نغښتې وي.د دوی د غلامۍ ذهنیت دومره پیاوړی وي، لکه غلامي یې چې په خټه کې اخښل شوې وي.

 

له دولت سره مخالفت د هر چا حق دی او هر څوک د قوانینو په رڼا کې مخالفت کولی شي، خو له بده مرغه ځینې کسان له دې څخه ناوړه استفاده کوياو د هرې ملي پروسې مخالفت کوي.

په دې ورځو کې د بګرام زندان د افغاني کیدو بحث ګرم روان دی، د بګرام زندان چارې افغان دولت ته وسپارل شوې، خول ه دې سره سره لا هم ۶۰۰ کسان په نا قانونه ډول بهرني ځواکونه له ځان سره ساتي او په دې برخه کې شپږ میاشتې وړاندې شوی توافق تر پښو لاندې کوي. په داسې حالاتو کې تمه دا وي چې زموږ رسنۍ، شنونکي، سیاسي ډلې او نور مدني بنسټونه د هغه دریځ ملاتړ وکړي چې د افغانستان په ګټه وي، بهرنیان د بګرام د زندان د چارو د افغاني کیدو مخالف وو او دي، له همدې امله هر څه ته لاس اچوي. د خپلو مزدورانو څخه د کار اخیستنې تر څنګ نور کارونه هم کو

ي او په بګرام کې پرونی بې ساري برید هم مشکوک دی او ښايي چې ددې برید تر شا به هم د امریکايي ځواکونو لاس وي تر څو افغاني دولت لا هم کمزوری وښي او د بګرام زندان د افغاني کیدو مخه ونیسي.

 

 ویسا

د درې زره قربانیانو یاد ژندی، خو ځپل شوي ولسونه هېر دي

د سپتمبر د یولسمې پیښه امریکا هر کال په ځانګړو مراسمو لمانخي، امریکايي چارواکي معولاً په دې ورځ خپل ولس ته دا ژمنې تکرار وي چې د دې پیښې عاملین او ترهګر به تر وروستي وګړي پسې واخلي، همدغسې په دې ورځ د امریکا ولسمشر او نور چارواکي د پنتاګون او سوداګریز مرکز د غبرګون برجونو تر درې زرو زیات قربانیان یادوي، د هغوی له پاتې خپلوانو سره غمشریکي کوي چې د دې ورځې تر ټولو 

 

مهم مراسم په تیرو ۱۱ کلونو کې همدغه وي.

امریکا خپل درې زره قربانیان ژاړي چې د دوی دښمن االقاعده وژلي کال په کال یې د سیاسي او جګړه ایزو موخو له پاره یاد ژوندی ساتي، خو له موږ نه د دې ړندې جګړې په ټس کې ځپل شوی ولس هیر دی چې تر اوسه پورې د مرګونو تورې وریځې پرې خورې دي او له هر لوري مرګونه پرې اوري.

محور

غیردولتي ورځپاڼې د لوګر د مس عینک له کان څخه د چینایۍ کمپنۍ د کارکوونکو د وتلو خبر ورکړی او لیکلي یی دي، چې چینایان دې کان ته امنیتي ګواښونه هسې پلمه کوي، خو د ورځپاڼې په خبره اصلي خبره امنیتي ستونزې نه بلکې په نړېوالو بازارونو کې د مسو د بیې را ټیټیدل دي.

ملي باور

د ناټو یوولس کلنه مبارزه او د افغان ولس قربانۍ

تیره ورځ له افغانستانه نیولې تر نړیوالو رسنیو او مشرانو پورې ټولو د یوولسم سپټمبر د پیښو په اړه چې د امریکا په پلازمینه او نیویارک په ۲۰۰۱ کال کې شوې وې او له هغې وروسته نړیوالې ټولنې په افغانستان کې جګړه پیل کړې وه، یوازې د پوځي مرګ ژوبلو د قربانیو او وسله والو ډلو ته د زیانونو په اړه خبرې اترې وکړې.

تر هغې ورځې را وروسته یوولس کاله تیریږي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې په جګړه بوخته ده، خو په دې جګړه کې له نړیوالو او افغان ځواکونو زیاته مرګ ژوبله د افغانستان ولسي وګړو ته اوښتې ده.او د اوسنۍ جګړې د دوام لامل هم دا دی چې په تیرو یولسو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ولس  غو ښتنو ته غوږ نه دی ایښی .

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …