کور / افغانستان او نړۍ / د۱۱سپټمبرلوی خبر، الظواهري د ابو یحیی اللیبي وژنه تاید کړه

د۱۱سپټمبرلوی خبر، الظواهري د ابو یحیی اللیبي وژنه تاید کړه

 

 

د القاعدې اوسني مشر ایمن الظواهري دخپلي شبکې دیوه لوړرتبه او مهم مشر ابو یحیې اللیبي وژنه تایید کړه . که څه هم دا خبره نوموړي په یوه ویډیو يي پیغا م کې دتېري روژې په میاشت کې کړې ده ،خو دا ویډیو اوس درسنیو پر مخ په داسي یوه ورځ راڅرګنده شوه چې په امریکا کې دالقاعده له لوري دیولسم سپټمبر غمیزه لمانځي .

دامریکا او پاکستاني استخباراتي چارواکو له لوري ویل شوي وو چې اللیبي په تېره جولای کې دبې پیلوټه الوتکو په یوه برید کې دپاکستان په قبایلي سیمه کې وژل شوی دی ،خو هغه مهال ددغه خبر پخلی ونشو او اوس دالقاعده مشر الظواهري وویل چې لویه ضایع لري .

نوموړي په ویډیو کلیپ کې ویلي دي‌چې : ''د اسلامي امت، مجاهدینو، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر او لیبیا کې د مجاهدینو لپاره د خواشینۍ خبر دی، چې د لیبیا زمری شیخ حسن محمد قايد وژل شوی.''

هغه پر مسلمانانو یو ځل بیا دصلیبیانو سره دجګړې غږ کړی دی :  ''ای اسلامي امته او د لیبیا د عمر مختار بچیانو، دا دی ابو یحیی ولاړ، د خپل ځان په څېر مجاهدین یې وروزل او بیا صلیبیانو دی وواژه. له صلیبیانو سره جګړې ته راپاڅﺉ.''

په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکار قریب الرحمان شهاب وايي چې د القاعدې شبکې بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن د تېر ۲۰۱۱ د مۍ پر دوهمه نېټه په غیري پښتني سیمه ایبټ ابد کې د امریکا ځانګړو ځواکونو وواژه.

که څه هم داوسامه تر مرګ وروسته القاعده کمزورې وبلل شوه خو په لویه کې ددغې شبکې عملیاتي اړخ خپل کار ته دوام ورکاوه . او اللیبي هم یو له هغو کسانو څخه وو چې په سیمه او نړۍ کې دامریکا دګټو لپاره لوی ګواښ بلل کېده .

ابو یحیی اللیبي د ۱۹۹۰ لسیزې په سر کې افغانستان ته ولاړ، چې وړاندې یې په افریقا کې دوه کاله اسلامي زده کړو ته ځانګړي کړي وو.

اللیبي لومړی د پاکستان له لوري ونیول شو، چې بیا وروسته ایساف ځواکونو په بګرام زندان کې بندي کړ.

خو د ۲۰۰۵ د جولای پر لسمه له بګرامه له ځینو مهمو القاعده بندیانو سره په توره شپه وتښتېد.

د ۲۰۰۵ د نومبر پر څلورمه، اللیبي د روژې په میاشت کې پر العربیة عربي تلوېزیون راڅرګند شو، او له بګرام زندانه یې د خپلې کامیابې تېښتې کیسه وکړه.

که څه هم هغه مهال امریکا دادځان لپاره یوه لویه ملامتیا نه ګڼله چې ګواکې دالقاعده مهم مشر ترې تښتېدلی دی ،خو اوس دهغه مرګ په رسنیو کې خورا لویه موضوع راڅرګنده شوې ده .

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …