کور / افغانستان او نړۍ / دکابل دسه شنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه:

دکابل دسه شنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه:

 


ویسا ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې دسپټمبر دیوولسمې بریدونه را اخیستي او په وینا یې داسمه ده چې دابریدونه یوه عام وژنه وه خو د امریکا انتقامي وژنه تردې سترجنایت دی چې لا هم دوام لري.

دویسا په باور نړیوال دا ورځ په داسې حال کې لمانځي چې نړۍ ترپخوا زیاته نا امنه شوې اوانساني کرامت ترپښولاندې شوی او امریکا دیو تیري کوونکې او په بشري جنایتونو دککړ هیواد 

بڼه خپله کړې؛ ورځپاڼه 

 

په اخر کې زیاتوي« په زغرده ویلای شو چې د سپټمبر دیوولسمې بریدونو امریکا ته ښه پلمه په لاس ورکړه چې اسلامي نړۍ وځپي» او که ددې وحشت پروړاندې نړی شموله خوځښت پیل نشي  دټول بشریت د ایره کیدو ویره شته.

 

سرنوشت ورځپاڼې دبګرام زندان چارو دافغاني کيدو خبره را اخیستې او په لیکنه یې له ډیرو ناندریو وروسته ددې ناقانونه زندان چارې افغاني شوې. امریکا هڅه کوله دې چارې ته دوام ورکړي او افغان زندانونه یې ناوړه وبلل او اړوندې ادارې یې په دې تورنې کړې چې زندانیان شنجکه کوی، همداراز يو شمیر پلورل شویو رسنیو، شنونکو او د بشري حقونو تش په نوم ټولنو له دې تبلیغاتو سره مرسته کوله؛ په داسې حال کې چې باګرام تر افغان زندانونو خورا ناوړه حالت درلود.

دسرنوشت په باور ددې زندان دچارو سپارل یولوی بری دی او دزندانو د چارو په افغاني کولو کې دولسمشر دریځ دستایلو دی؛ په کار چې ولسمشر په نورو مهمو اوملي مسئلو کې هم داسې جدي دریځ ونیسي او په داډول مسائلو کې عام ولس دده کلک ملاتړی ده.

محور ورځپاڼې د پاکستان د سوادګرۍ وزارت هغه څرګندونې را اخیستې چې ویلې یې وه افغانستان دپاکستان لپاره درېیم هیواد دی چې زیات صادرات ورته کوي ؛ د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې دا ښيي چې یا خو پاکستان دافغانستان لپاره نوې لومه غوړولې او یا دافغانستان او ایران ورستیو اړیکو دې ته هڅولی چې دافغان سوداګرو مخ خپل لور ته واړوي.

محور پوښتي که ریښتا هم افغانستان د پاکستان لپاره دومره مهم وي نو بیا یې ولې په سوله راوستو کې اړین ګامونه نه اخلي چې دا ګټې یې څو چنده زیاتې شي؛ دورځپاڼې په باورکه پاکستان دزړه له تله وغواړي چې ددغه دوه هیوادونو ترمنځ اقتصادي پرمخ تګ او نږديوالی منځ ته راشي نوددې پرځای چې  افغان سوداګرو مخ دخبرو له لارې ځان ته واړوي ترډیره دسولې په راتګ کې رول ولوبوي نو هغه وخت به دپاکستان اوافغانستان ترمنځ اقتصادي پرمختګ نور هم وده وکړي.

ملي باور ورځپاڼې هم دسپټمبر دیوولسمي پیښه بیان کړې او افغانستان ته یې د امریکا او دهغه دملګرو په راتګ خبرې کړې.

د ملي باور په وینا که څه هم امریکا په دې جګړه کې یوولس کلونه تیرکړل خو بیا هم افغانستان با ثباته نشو.

ورځپاڼې د امریکا هغه تیروتنې یادې کړې چې په تیرو لسو کلونو کې یې کړې او په وینا یې همدې کړنو یې په افغان ولس کې  پروړاندې سخت مخالفتونه را وپارول؛ دباور په لیکنه په تیرو لسو کلونو کې ناټو هغه څه پریښودل چې پسې راغلي وه او همدې کارونو دافغانستان امنیت ورځ تربلې خراب کړ او دا هم لا معلومه نده چې دا حالت به ترکومه وي.

خدمتګار ورځپانې د« امنیتي شډلتیا پوښتنه باید وشي!» ترعنوان لاندې سرمقاله خپره کړې اولیکې د امنیت ټیګول دحکومت دنده ده خدمتګار دکندز دتیرې ورځې برید ته په اشارې ویلي دا په یوه اونۍ کې په کندز کې دعام وژنې څویم برید دی او په کارده مخنیوی یې وشي خدمتګار په اخرکې لیکي ولسي جرګه باید په دې اړه له حکومت نه جدي پوښتنه وکړي او او دچارو دښه والي لپاره له چارواکو دهغوی دناغیړیو پوښتنه وکړي او د جمهوررییس په شمول هغوی استیضاح او لرې کړي.

 

یادونه: هغه ورځپاڼې چې غواړې خپلې سرلیکنې په خبریال ویبپاڼه کې خپرې کړي موږ ته یې دې په دې پته را استوي:

Shehab.wardak@gmail.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …