کور / افغانستان او نړۍ / د ۹/۱۱ په اړه دامریکا دولسمشر بارک اوبا ما وروستۍ وینا

د ۹/۱۱ په اړه دامریکا دولسمشر بارک اوبا ما وروستۍ وینا

 

کله چې پوره ۱۱ کاله وړاندي په هم دې نن ورځ  په ۲۰۰۱ کال کې په امریکا کې د ننه ویرونکي  بریدونه وشول  او هلته یې د ۳۰۰۰ شاوخوا کسان ووژل نو د القاعده شبکه ددې بریدونو په تور تورنه وبلل شوه ، او دامریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش هم دالقاعده شبکې پرخلاف نړیواله جګړه اعلان کړه او لومړی پیل یې له افغانستانه وکړ . ددې شبکې دلمنځه وړلو په 

هدف یې په پر افغانستان برید وکړ ، په افغانستان کې دطالبانو دیوه سالم اسلامي نظام په خلاف یې دخپلو وسلو او الوتکو خولې راوڅرخولې . په افغانستان کې حاکم نظام طالبان هم په دې جنګ کې ورشریک شول او جنګ یوازې د یوې شبکې پر وړاندې نه بلکه دیو حاکم حکومت پر واړندې شو؛ له بوش ورسته دامریکا بل ولسمشر بارک اوباما هم د پخواني ولسمشر لاره تعقیب کړه او افغانستان ته یې لا نور پوځيان هم را واستول ترڅو په افغانستان کې دطالبانو اوالقاعده پرخلاف په جنګ کې  بریالیتوب ترلاسه کړي خو بالاخره یې دالقاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې چې دالقاعدې پروړاندې د امریکا دجګړې ټینګ ملګری وو ووژل شو؛ داوسامه بن لادن وژنه د ۲۰۱۱ کاله په مۍ کې وشوه او دا امریکا دځان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله . 

که څه هم امریکا اوس د ۹ / ۱۱ یولسمه کالیزه لمانځي او د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپله رادیويي وینا کې پر متحده ایالاتو د یولسم سیپتمبر حملو ته په اشارې سره وویل:

(له دې فرصت څخه په ګټې باید د هغو کسانو  زړورتیا وستایل شي؛ چې خپل ژوند يې په خطر کې اچولی دی.

په هغه ورځ يې لومړی د دې پیښې په وړاندې عکس العمل وښود. له هغو سړو او ښځو څخه باید مننه وشي؛ چې له خپلو کورونو څخه لېرې د دې لپاره چې هېواد مصئونه وي،قرباني ورکوي.)

باراک اوباما د پاکستان په غیري پښتني سیمه ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو په اړه په خپلو څرګندونو کې وویل:

(موږ جګړه د القاعده سموڅو ته یوړه؛ مشرتابه مو ورته له مینځه یوړ.هغوي مو د ماتې په لاره برابر کړه. د خپلو امنیتي ځواکونو اواستخباراتو له وړتیا او زړورتیا څخه په مننه اسامه بن لادن به نور هیڅکله امیرکا ته ګواښ ونکړي.) 

که څه هم دا خو د ښاغلي اوبا ما نظر دی ،خو جګړه پای ته ونه رسیده او نه هم داسامه بن لادن تر وژلو پورې وه ؛ امریکا ادعا وکړه چې دالقاعده شبکه یې نوره په ګونډو کړې ده او اوس دا شبکه هغه ګواښ نده چې امریکا یې اټکل کاوه؛ مګر دامریکا د ادعا خلاف القاعدې شبکې نور هم زور وموند او ریښې یې  په ولسونو کې خپرې شوې او په اسانۍ سره یې له منځه وړل اسانه کار نده؛ اونه هم دا جګړه په اسامه بن لادن پورې تړلې وه اوس دا جنګ دولسونو او ملتونو  منځ ته راغلی او د امریکا او ملګرو له کنټرول نه وتلی برېښي .

 له یو لوري  دسپټمبر دیوولسمې په را رسیدو سره به د امریکا حکومت او دولس ځینې برخې دا ورځ لا په شانداره مراسمو لمانځي او ځانونه به د القاعدې او طالبانو خلاف په جنګ کې بریالي بولي خو له بلې خوا یاد حکومت دافغانستان جګړې سخت ستړی کړی او هغه کلمه چې دوی یې القاعده ته کاروي پخپله ځان ته یې باید وکاروي چې په افغانستان کې ماتې ته نژدې شوي او امریکا په دې یوولس کلنه جګړه کې ناکامه بلل کېږي .

که څه هم نړۍ واله ټولنه او په لویه کې افغان حکومت هڅه کوي چې ددې تاوتریخوالي مخ نیوی وکړي ،خو دم ګړی دا کار ناشونی برېښي . طالبان که څه هم په رسمي ډول له القاعده سره تړاو نه لري ،خو ډېري کړنې یې په افغانستان کې تر القاعده زیاتي ځواکمنې او تخنیکي دي . ډېری خلک داسي انګېري چې اوس تر القاعده طالبانو زیات چلونه زدکړي . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …