کور / افغانستان او نړۍ / جبار نعیمي : په خوست کې دښځو په وړاندي تاوتریخوالی راټیټ شوی

جبار نعیمي : په خوست کې دښځو په وړاندي تاوتریخوالی راټیټ شوی

 

دخوست والي عبدالجبار نعیمي وايي چې په د ولایت کې دښځو پر وړاندي دتاوتریخوالي کچه ډېره راټېټه شوې ده . نوموړي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې په ولایت کې دښځو په وړاندي دتاوتریخوالي‌په مخ نیوي کې ځايي علماوو ،سپین .یرو او دمسجدونو امامانو رول لوبه ولی دی . 

هغه دا څرګندونې وروسته له هغه خبریال ویبپاڼې ته وکړې چې دخوست دښځو چارو مشري خاور امنیي  په یاد ولایت کې دښخو په وړاندي تاوتریخوالی زیات وښودو . 

دخوست والي جبار نعیمي وايي چې اوس خوستوال په دې پوهېدلي دي‌چې په سیمه کې دښځو په واندي تاوتریخوالي ته دپای ټکی کښېږدي . 

په خوست کې تېره ورځ هم دیوې ۱۹ کلنې نجلۍ مړی موندل شوی وو چې څلور مرمۍ ویشتل شوې ده . 

ښاغلی نعیمي وايي چې دا یوه جنايي پېښه ده او دڅېړلو لپاره یې پولیس خپلي چاري‌پر مخ بیا يي . 

په خوست کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې دا نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده . دخوست چارواکو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیولي . 

  دیادولو وړده چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د لاملونو د څیړلو په مقصد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې، د ملګروملتو د مربوطې څانګې، اروپایې ټولنې پولیسو او لوې څارنوالۍ د استازیو په ګډون یوه ناسته جوړه شوې وه.

د« هاکا » یا له میرمنو او ماشومانو سره د مرستې د موسسې ريیسې

سیلۍ غفار وویل، له ښځو سره تر ټولو زیات زور زیاتی د سیمه ایزو پولیسو له خوا شوی دی.

ویل کېږي چې په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی  ډیر شوی چې د دوي وهل ټکول، په زوره ودول، په بدو کې ورکول، وژل، نفقه نه رسېدل او داسې نورې ناخوالی په کې شاملې دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …