کور / افغانستان او نړۍ / ددفاع وزارت هغه پوځي یونیفورمونه راغونډوي چې ازاد پلورل کېږي

ددفاع وزارت هغه پوځي یونیفورمونه راغونډوي چې ازاد پلورل کېږي


دافغانستان ددفاع وزارت خبر ورکړو چې هغه یونیفورمونه به راغونډ کړي چې په ازاده توګه پلورل کېږي . اوس دهیواد ډېری پوخیان په افغانستان کې په آزادانه توګه پوځي یونیفورمونه رانیسي (پېري) او اغوندي یې . دپوځي یونیفورمونو تر ټولو لوی بازار دافغانستان دپلازمېني کابل پلخشتي سیمه  او دې ته نژدې دبوش بازار په نوم ځای ده ده چې هرڅوک په آزاد‌ډول پوځي یونیفورم ،بوټونه او ډیری نور 

پوځي وسایل پکي ‌پېرلی شي . 
په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکار قریب الرحمان شهاب وايي چې په دغه بازار کې دکانداران آن دریکارډ خبري نه کوي ،خو وايي چې دوی پوځي یونیفورمونه او ډیر نور پوځي وسايل پلوري. . 
دافغانستان ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبریال ډاټ کام ته وویل چې دا یو حقیقت دی چې په یاده سیمه کې پوځي یونیفورمونه پلورل کېږي آو ددفاع وزارت دکورنیو چارو له وزارت سره یوې موافقې ته رسېدلی چې ددغه غیري قانوني عمل مخه ونیول شي . 
په یادو سیمو کې په پوځي لباس کې نغښتي یوه کس چې نه یې غوښتل نوم یې یاد سي‌ خبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی ځکه دلته یونیفورم پسي راغلي چې دده په خبره ددې ځای یونیفورم ترهغه لکس او ښکلی دی چې ددفاع وزارت یې خپلو منسوبینو او پوځیانو ته ورکوي . خو ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې ددفاع وزارت له لوري دا یونیفورم دیوه پوځي لپاره ډیزاین شوی دی ،او هیڅوک یې دبد لولو او لوکس کولو حق نه لري . نوموړی وايي چې دا یوه ستونزه ده خو دمخنیوي لپاره یې هر اړخیزه هڅي رواني دي‌. 
یوه دکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ویبپاڼې ته دا هم وویل چې دلته ځیني پوخیان خپل لباسونه دپلورلو لپاره هم راوړي ، چې دده په خبره نور یې بیا بېرته دیوه تعین شوي قیمت په بدل کې رانیسي . 
په افغانستان کې دملي پوځ په لباس کې نغښتو وسله والو سږکال پر ناټو ځواکونو باندي مرګوني بریدونه وکړل چې درنې مرګ ژوبلي یې هم واړولې . 
څارونکي‌ په دې باور دي‌ چې که افغان دولت له لوري په بازار کې د پوځي لباس دښکاره پلورلو مخنیوی ونشي ، دا کار به لانوري ستونزي رازیاتي کړي . 
په افغاني ټولنه کې دپوځ لباس اوس یو داسي‌ ځای خپل کړی چې دیوه کس په تن وي تر ډېره یې پولیس هم پلټنو ته زړه نشي ښه کولای . په دې کې شک نشته چې دافغان ملي پوځي په لباس کې نغښتي ځانمرګي ته اوس دپخوا په اندازه دا ګرانه ده چې تر ناټو ځواکونو یالویو دولتي ادارو ځان ورسوي ،خو دا هم یو حقیقت دی چې پّ دغه لباس کې نغښتی ځانمرګی تر نورو هغو په اساني تر خپل ټاکلي هدفه ځان رسولای شي.
داپه داسې حال کې ده چې دافغان امنیتي ارګانونو لباسونه په وار وار سره بدل کړای شول خو بیا هم نوي لباسونه بیرته بازار ته راوزي او پلورل کیږي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …