کور / افغانستان او نړۍ / طالبانو د بریتانیا شهزاده هري دوژلو ګواښ وکړو

طالبانو د بریتانیا شهزاده هري دوژلو ګواښ وکړو

 

دد بریتانیا شهزاده هري درواني میاشتي پر ۶ نېټه دافغانستان هلمند ولایت ته ورسېدو . هغه هلته دمرستیال پیلوټ په توګه د خپل پوځ سره په ماموریت بوخت دی . دنوموړي دوژلو ګواښ دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کړی دی . هغه وايي چې د بریتانیا شهزاده هري تښتول ددوی لپاره مهم نه بلکه وژل یې ډېر اهمیت لري .  ویل کېږي چې نوموړی هلمند ولایت ته د خپل پوځ دمورال دقوي کولو په خاطر تللی دی . دهلمند یوې امنیتي سرچینې هم ددې خبري پخلی وکړو چې دهغه راتګ دغه ولایت ته یو سمبولیک رنګ لري . 

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پر نړۍ والو ځواکونو باندي د افغان پوځ په جامو کې د طالبانو بریدونه زیات شول ،په ټول افغانسان کې پّ جګړه بوخت نړۍ وال سرتېري وارخطاشول . دوی داسي انګېرله چې ګواکې طالبان تر غاړي پوري‌وررسېدلي دي‌. 

بریتانیا هم یو دنړۍ له هغو هیوادونو څه دی چې په افغانستان کې تر امریکا راوروسته دفعالیت ساحه خورا پراخه ده . 

که څه هم دطالبانو لپاره به دا یو ناشونی عمل وي ،خو بیا هم دهري دخوندي توب لپاره ښايي دوسله والو طالبانو ګواښ بریتانیا اندېښمنه کړي . دبریتانیا شهزاده هري 

، چې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، وروسته یوې اپاچي جنګي هیلي کوپترې ته وخوت، د هغې د وسلو او وضعیت جاج یې واخیست.

که څه هم سږکال په افغانستان کې ټول ۳۲ بریتانویان وژل شوي دي ،خو په لویه کې دیوه بهرني پوخي وژنه هم دهغوی په هیوادونو کې لوی تاثیر لري . 

افغان طالبان چې اوس یې دجګړې هراړخیزه چل زده کړی دی ، هڅه کوي‌چې په لویو هیوادونو کې په خپلو لږو امکاناتو اندېښنې را وپاروي . دوی اوس دنوري نړۍ سره په تبلیغاتي جګړه کې هم لوی لاس لري او نن یې د بریتانوي شهزاده دوژنې ګواښ وکړو . 

تر اوسه پوري‌دبریتانوي حکومت له لوري ددغه خبر په غبرګون کې څه نه دي راغلي ،خو ښايي دننه په پوځ کې پر دغه موضوع باندي خبري شوي وي . 

تر دې وړاندي بریتانوي رسنیو خبر ورکړی وو چې برتانوي شهزاده د فبرورۍ په میاشت کې د اپاچي هیلي کوپترې د پېلوټۍ د زده کړو په پای کې ویلي و چې افغانستان ته د تګ لار ورته بیا پرانستل شوه.

هري به په هلمند کې د طالبانو پرضد په جګړه کې د مرستیال پېلوټ په توګه برخه واخلي.

دیادولو وړده چې شهزاده هري په ۲۰۰۸ کال کې وروسته له دې له افغانستانه په بیړه وایستل شو چې رسنیو په افغانستان کې د ده د موجودیت په اړه راپورونه خپاره کړل.خو دا چې داځل به دطالبانو دا ګواښ نوموړی په څومره وخت کې له افغانستان نه وباسي‌دا لا روښانه نه ده . 

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …