کور / سلیم / افغانستان ، پاکستان ،امريکا او چين

افغانستان ، پاکستان ،امريکا او چين

 

دهيواد په کچه د اورګاډي مرکزي وزير حاجى غلام احمد بلور د خان عبدالغفار خان له ريښتني ارکانو څخه دى اوکيداى شى چې حاجى صاحب د خان عبدالولى خان څخه هم ډير وخت تيرکړاى وي . 

اودهغه دژوند ترپاى پورې له فريدطوفان څخه وروسته که کوم تن د باچاخان ډيرخدمت کړيدى نوهغه هم حاجى غلام احمد بلور دى دهغوې په ګوند ANP  عوامې نيشنل پارټي کې زه هغه د فرنګيانو له هندوستان څخه په ويستلو کې ډيرو قربانيو ورکولو خاوند ګڼم هغه د پاکستان هيواد څخه د فرنګيانو د اخرې نشاني د ختمولو (د اروګاډي ) دنوم او نشان د ورکولو په تکل کې دى . 

هغه د باچاخان سره د مينې ښودلو لپاره نوموړى محترم نه يوازې داچې د اورګاډي په ختمولو کې فعاله ونډه لرلو سربېره دهغه په خوله باندې هر وخت د باچاخان يادونه کيږې چې کله هم له هغې سره دناستې موقع په لاس راغلى د خداى خدمتګار خان عبدالغفارخان سره تړاولرونکى يوه واقعه يې خامخا راته غوږ باسلى ده ، 

بلور فرمايې : باچاخان دخپل ژوند په وروستيو ورځو شپوکې ډير سخت شو اوهغه ته ددې خبرې غم او افسوس ؤ چې په افغانستان کې يې قوم (افغانان) د اور په سرو لمبو کې سوځي ، بلورپه خبره  بابا شپه او ورځ کې پر افغانستان فکراوسوچ کاوه دغه راز باچاخان پردي خبرې ټينګارکاوه چې موږ باچاخان ماسکوته د برژنيف سره د ليدني لپاره بوځو بلور وايې چې لومړى خو موږ د باچاخان خبره وروسته کوله مګر کله چې دهغه ټينګار ډير شو نو يوه ورځ مو له بابا څخه وپوښتل آخر تاسو به هغه ته څه واياست ، بابا وويل : زه به لاړشم اوهغه ته به د افغانانو مزاج او خوي وروښايم ورته وايم زماد قوم (افغانانو) په فطرت او خټه کې داخبره اغږل شويده چې دخپلې خوښې اومرضۍ څخه برخلاف د کوم بل چاپه جبر او زور جنت ته هم تلو ته تيار نه دي مګر کله چې هغوې ته خپل وويل شي دوکه رادوکه شي نوپه خوشالۍ دوزخ ته هم ځي ……..

زه برژنيف ته وايم کوم دولت چې هغه د افغانستان د خپل کنترول لاندى په راوستلو لګوي که هغه دولت د افغانانو په ترقۍ او خوشاليو کې ولګول شي نود افغانانو راتلوونکى نسلونه به هم دهغوى غلامان وي ………..

په خواشينۍ سره بايد وويل شې چې نه خو باچاخان ماسکوته ولاړ اونه هم د ماسکو د دچارواکو په فکرونوکې يادشوې روڼ حقيقت پريوته ولي هغوي د طاقت استعمال وکړ په پايله کې يې افغانستان برباد او ويجاړکړ روس له ماتى سره مخ شو وشرميده او بيا دړي وړي شو ……

په افغانستان او ورسره دپاکستان په پوله کې اوسمهال يونوى لوى پلان نه دى بلکې بزکشى روانه ده په پايله کې کوم انجام چې د هغه ورغمي وي هغه افغانستان سره کيږې په کوم ډول چې ديادې لوبى په ميدان کې چيندښان اوداسې نور ورته حيوانات مږل کيږې په همدغه ډول نن په افغانستان کې د ملکيانو سره اوورسره نښتى پاکستانى سيموکې د عامو وګړو سره ترسره کيږې . 

په ياده نړيواله بزکشۍ کې له ترکيي نيولى ترالمانه ، په لسګونوواړه او لوي لوبغاړى برخه لري ، مګر د کپتانانو حيثيت امريکا اوپاکستان ته ورپه برخه دى که دواړه سم شي نوپه افغانستان کې دبربادۍ جريان پاى موندلى شي اوخپله د دواړو فائده او ګټه هم پدې کې ده که د افغانانو پيژندونکى(خان عبدالغفارخان ) پر مشورا عمل کړاى شوى واى نونه به په افغانستان کې برباد ؤ او نه به هم امريکا دلته نښته ، نن هم د افغانستان د مسئلې مرکزې رول د امريکا په لاس کې دى نن هم امريکاد باچاخان په مشوري په عمل کولو سره له شرم او رسوايئ څخه بچ اوپه سيمه کې بريالۍ کيدلاى شي  کوم دولت چې امريکا په جنګ مصرفوي که چيرته هغه دولت د افغانانو د ترقۍ او خوشاليو لپاره مصرف او خرچ کړاى شي . …. دخپلى دفاع مصرف اودولت د افغانانو په لاسونوکې دورکولو وروسته يې چې ترې کومه پايله خوښه واى ترلاسه کيداى شوه . 

مګرکله چې معامله د زور زياتي ، د ګاونډيانو تنګول هغوى ګواښولو باندې عمل ته دوام ورکولاى شي نوافغانستان به د نړيوالى بزکشۍ پر ميدان  بدل وي په پايله کې به امريکا ته هم هيڅ په لاس ورنشي . 

باقى د بزکشۍ د ميدان ددويم لوبغاړي پاکستان معامله نوکه هغه هم د افغانستان  پرپخوانۍ تګلارې په ساتلوسره د امريکا پرقدم پل کيښودلو په کوښښ کې خپله به تري افغانستان جوړشي مګر افغانستان به ترخپل کنترول لاندې رانه ولي . 

دامريکا په پل (قدم) خبره لدې امله کوم چې له تيرو ٦٠ کلونوراپديخوا د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره هم هغه تګلاره ده کومه چې دامريکا تګلاره وي . 

امريکا په نړۍ کې ترټولو ډيره مرسته له پاکستان سره کوي مګر دپاکستان په داخلي معاملو کې هم مداخلت کوي ، دغه راز د افغانستان لپاره يې له  نړۍد ګردو هيوادونوڅخه يې ډير تاوان او قيمت هم ورکړى مګر هغه هم د افغانستان په داخلي چارو او معاملو کې مداخلت کوي په کوم ډول چې دامريکا له پاکستان سره مينه نشته بلکې نفرت او کرکى پکې ځاى نيولى پدغه ډول پاکستان هم له افغانستان سره مينه او محبت نه لري بلکې نفرت او کرکه ورڅخه کيږې په پاکستان کې امريکا پوځ ته اود چپ اړخ قوتونوته ترټولو ډيرې مرستې او خوړل او څکول ورکړي  نن هم دغه قوتونه دهغې له لاره کې خنډ شويدى پدغه ډول که پاکستان افغانستان دوست غوښتل غواړي نوپه يوه جمله کې يې لاره داده :

چې پاکستان دامريکا تګلاره پريږدي اود افغانستان په اړه کومه تګلاره چې دچين دپاکستان په اړه ده خپله کړي دامريکا برخلاف چين پاکستان ته ډيرکم امداد ورکړيدى مګرچين نه خود پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي اونه هم کومه دوکه او يا ګواښ وغيره کوي ……

هم ياده وجه ده چې پاکستان کې دچين خلاف کرکه نفرت نه بلکې مينه او محبت ليدل کيږې چين د پاکستان ګاونډې هيواد دى مګر دهغې (پاکستان)د اثراتو څخه يې دخپل ځان د ژغورلو لپاره دخپلې پولې ساتنه ترسره کړيده . 

په پاکستان کې د ښې او کيڼ اړخونو خلک حکمرانان شي اوکه امريکا ته لاس په نامه ولاړو کسانو حکومت وي اوياهم دهغوى د مخالفينو ، پوځ قابض وي اوياکه د جمهوريت چرچي وي چين پاکستانى عوام او حکمرانانو سره دوستي کوي هغه پاکستان ته دانه واى چې ستاسو له امريکا سره دوستي ده اوياهم ستاسو په هيواد کې د سى آى اے اډي دي لدې امله زموږ له تاسو سره دوستي نه شي کيداى بيا ، بيا داسې وختونه راغلى چې پاکستان دامريکا لپاره د څار د ځاى په ډول رول لوبولى مګر د پاکستان خاوره کله هم د چين پرخلاف استعمال شوي نه ده پاکستان ته اړين دى چې د چين په نقش قدم په تللو سره کوم چې افغانستان افغانانو ته حواله کوي ،

لار خپله کړي  افغانان پوهه شه او دهغوى کار که هغوې طالبان خپل مشران جوړول غواړي او که حامدکرزى ، که هغوې خپل هيواد ته امريکا راولې او که روس ، که هغوې د هندوستان سره دوستي کوي اوياهم له چين سره ، افغان پوهه شه او دهغوې کار چې څه کوې خپله اختياريې دى پاکستان لپاره اړين دي چې خپله ټوله توجو خپلې پولې ته واړوي ، داخبره يقينې کول هم اړين دي ، چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه نه وي …..

ماته خو د خلاصي ، همدغه يوه لارښکاري ، دامريکا پر پل تلوونکي پاکستان له تيرو شپيتو کلونوڅخه همدغه دنده پرمخ وړي ، بريا په لاس ورنغله اوله پاکستان څخه يې افغانستان جوړکړ. 

اوسمهال د که د امريکا پرپل مو دومره موده عمل وکړ نوپدې کې څه باک دى چې د څه مودې لپاره دافغانستان په اړه د چين په تګلاره ووسو .

پاى

 

ليک : سليم صافى 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …