کور / افغانستان او نړۍ / دکابل ددوشنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه:

دکابل ددوشنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه:

 

ملي باور:

د افغانستان د ویشلو کورنۍ او بهرنۍ هڅې!

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغانستان د تجزیې په اړه په لویدیځ کې ډنډورې را پورته شوې دي او د بریتانیا چاپ انډیپنډینټ ورځپاڼې د تیرې ورځې په ګڼه کې د یوه برتانوي دیپلومات له قوله لیکلي، چې د سي پلان په نوم داسې یوه طرحه جوړه شوې چې له مخې یې باید افغانستان په اتو زونونو وویشل شی او هر زون د یوه لومړي وزیر له خوا کنترول شي. سرچینه وايي چې دغه پلان په امریکا کې تر کار لاندې دی او شونې ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پلی شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د افغانستان له پاره د بن لومړی کنفرانس د اې پلان وو او دا د سي په نوم نومول شوی دی.تر دې وړاندې هم دا خبرې په امریکا کې یوه سناتور کړې وې او د افغانستان د دولت له یو شمیر سیاسي مشرانو سره یې هم کتلي وو چې په دغه هیواد کې فدرالي نظام را منځته شي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ډول څرګندونې احمقانه بولي او وایي چې افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په هر ډول

 سرښندنو سره خپله خپلواکي ساتلې ده.

او افغان دولت باید ددې څرګندونو له امله د خپل کورني او بهرني سیاست پولې په روښانه توګه ولس ته وړاندې کړي، چې په ډوګه شي چې دولت څه غواړي او د افغانستان د راتلونکې له پاره څه پلانونه په مخ کې لري له بل لوري مخور او هغه مشرانچې له قومونو او ولسونو سره اړیکې لري باید په دې اړه ولس ته اطمینان ورکړي چې د افغانستان دولت د یوه ټاکلي سیاسي دریځ له مخې خپل خدمات او نړیړالې اړیکې پرمخ وړي او نه بهرني ډیپلوماتان او نه کورني سیاستوال په خپلو شخصي نظرونو په کې بدلون را وستی شي.

محور:

یو شمیر مشران چې په دولت کې لوړې دندې لري د شهیدانو د اونۍ په هکله په دې اندیښنه کې وو چې دوی خوندي نه دي او پر دولت یې دا نیوکه کوله چې په امنیت را وستو کې وړتیا نه لري، په داسې حال کې چې ملي اردو او ملي پولیسو په وار وار سرښندنې کړې دي .

بله د اندیښنې وړ خبره دا ده چې دغو مشرانو په تیرو لسو کلونو کې چې د دولت ځولۍ ډکه وه، کوم اعتراض پورته نه کړ اوس چې دولت خپل واک او اختیار ته ستنیږي ولې دغه ډول خبرې او ګنګوسې را پورته کیږي؟

که اوسني دولت ته دقیق نظر وشي نو ډیر پوستونه د همدغو مشرانو په واک کې دي، او اوس چې ځینې کسان ویره لري چې دوی خوندي نه دي او خپلو ډلو ته د مسلح کیدو لارې لټوي، دا په دې مانا دی چې دوی یو ډول بې قانونۍ ته لاره جوړوي ځکه په امنیتي ځواک کې هم زیات نفوذ د دوی دی.

که چیرته د افغانستان د ترقۍ فکر له چا سره وي هغه باید په افغانستان کې په ملي کچه نور له هغو شعارونو تیر شي چې د ولس تر منځ جدي درز را منځ ته کوي .

سرنوشت:

بګرام زندان، د افغانستان د ملي حاکمیت پوښنته

پوره یوه میاشت وړاندې د افغان دولت او امریکا تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د ګواتانامو زندان او ټول هغه زندانونه او توقیف ځایونه چې د امریکایي ځواکونو په لاس کې دي افغان دولت ته لیږدول کیږي. ددې تړون له مخې ناټو او امریکايي ځواکونه حق نه لري چې افغان وګړي ونیسي او بندي یي کړي.

خو اوس اوس داسې داسې ریپوټونه خپاره شوي چې ناټو او امریکايي ځواکونه نه غواړي چې دا هوکړه لیک عملي کړي او غواړي چې د یاد هوکړه لیک خلاف د زندانونو چارې په خپل واک کې وساتي ، او ویل کیږي چې په همدې اړه د شنبې په ورځ د ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ لفظي شخړه هم شوې ده، افغان ولسپّ دې برخه کې د ولسمشر تر شا ولاړ دی او د افغانستان د ملي حاکمیتو ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیار دی. له دې امله ولسمشر کرزی باید همداسې پر خپل دریځ کلک ودریږي .

 ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې دملي امنیت د ریاست څرګندونې را اخیستې چې دحقاني شبکي شاملول په تورلست کې په افغانستان کې دامنیت راوتلو لپاره شین څراغ دی؛ دویسا په باور دا څرګندونې او دحقاني شبکې شاملول په تورلست کې به هغه مهال سمې وای چې امریکا په ریښتیا هم ددې ډلې پرخلاف جدي اقدامات کړي وی؛ ویسا لیکي حقاني شبکه که څه هم دوسله والو طالبانو یو داسې ګروپ دی چې ځانګړی هویت یې موندلی خو له طالبانو څخه جلا ندی.

ویسا په اخر کې لیکي په افغانستان کې دهمیشنۍ سولې لپاره یوازنۍ لاره په داسې یو تګلاره توافق دی چې ټول ګاونډي او بهرنيان یې ملاتړ وکړي او افغاني لوری هم په خپلو کې سره کیښني او دتورو لستونو او بندیزونو وخت اوس تیر دی.

 

یادونه : هغه ورځپاڼې چې غواړي خپل سرلیکني په خبریال کې خپرې کړي نو موږ ته یې دې په دې پته را واستوي.

Shehab.wardak@gmail.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …