کور / افغانستان او نړۍ / کلتوري یرغل ! مشرانو جرګه دي داطلاعاتواو کلتور وزیر وروغواړي

کلتوري یرغل ! مشرانو جرګه دي داطلاعاتواو کلتور وزیر وروغواړي

 

 

دپاکستان نه افغانستان ته راتلونکو ورخپاڼو په هیواد کې دننه سختي اندېښنې راپارولې دي . دمشرانو جرګې غړي غواړي چې اوس پر دغه موضوع باندي دهیواد داطلاعاتو او کلتور وزیر راوبولي . د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو دا خبره وکړه . ګڼو سناتورانو ټینګار وکړو چې مشرانو جرګه باید په دې اړه د سپیناوي لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزیر خپلې یوې غونډې ته ور وبولي.

مشرانو جرګې که څه هم دپاکستان موضوع بهانه جوړه کړې خو په لویه کې داطلاعاتو او کلتور له وزیره په ټول افغانستان کې د کلتوري یرغل پوښتنه شونې ده . هرات او نیمروز هم دا ډول ایراني کلتورتر خپلي اغېزي لاندي راوستلي دي . په نیمروز او هرات کې دایران ځیني تلویزوني شبکې بغیر له کومې انټنا څخه لیدل کېږي . 

ها خوا په ننګر هار کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې جنګ پاکستان ، آج ، مشرق او خبرونه ورځپاڼې په اردو کې او حدت په پښتو ژبه ننګرهار ته راوړل کېږي‌. 

خو یوازي دا ورځپاڼې نه دي دافغانستان په کیبلي انټرنیټي څانګو کې په ښکاره دنورو هیوادونو تلویزونونه تر ځینو افغان تلویزوني شبکو لوړ او په لومړنیو شمېرو کې موندل کېږي . 

دا چې داطلاعاتو او کلتور وزیر به تر کومه دمشرانو دجرګې دیوشمېر غړو غوښتنې ته غوږ کښېږدي او دپاکستاني او ایراني کلتوري یرغل مخنیوی به وکړي ، ځو افغان خبریالان په دې باور دي چې دا مخ نیوی دم ګړی ځکه ناشونی دی چې دواړه هیوادونه پّ افغانستان کې لوی استخباراتي لاس لري .

دایران پر مطبوعاتو دا نیوکه کېږي چې په افغانستان کې دفارسي او پښتو ژبي په اړه دبیلتون درامنځ ته کولو رول لوبوي ،خو پاکستاني ورځپاڼې یو څه تر هغه هاخوا هم ځي او په هیواد کې دجګړې اور ته لمن وهي . 

دغه ورځپاڼې په ننګرهار کې په کتاب پلورنځیو کې ښکاره پلورل کېږي ، دولتي ادارو ،ځینو موسساتو او آن تر دې دځینو خلکو کورونو ته ځي . 

په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکار وايي چې اوس دا خبره دافغان خبریالانو په مبنځ کې هم خورا توده شوې ده . تر دې وړاندي خبریال ویبپاڼې ته داسي شواهد په لاس ورغلي وو چې دګاونډیو هیوادونو استخباراتي شبکې هڅه کوي چې دمستعارونومونو لیکوالو په مټ په افغانستان کې دننه شخصیت وژنه وکړي . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …