کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / ایادا پرېکړه لویه ګناه ده ؟ میرویس افغان

ایادا پرېکړه لویه ګناه ده ؟ میرویس افغان

دپښتو ژبي متل دی چې:«که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي» دا یو حقیقت دی چې په افغانستان کې تر اوسه پښتو ژبي قامي ، ملي ،رسمي ،ښوونیز او حقوقي حیثیت نه دی تر لاسه کړی ، او که ددې کار لپاره کوم لیکوال ، شاعر ،ژورنالیسټ او یا کومې ادارې هڅه هم کړې وي نو له سختو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوي دي . 

که څه هم په کال ۲۰۰۴ کې دیونیسکو عمومي مشر ویلي وو چې : « ژبي د بشريت روح او دهغوی معنوي میراث دی . ژبي زيږي، وده کوي، پاتيږي اوپه ځينو مواردو کې له مینځه ځي او نابوديږي . که موږ دژبو د خلاصون دپاره هڅي کوو نو ددې ګټه پخپله موږ ته رارسيږي . موږ بايدخپلي ټولي هڅي  د ژبو د پالني لپاره په کار واچوواو دا کار يوازي د زدکړي د څو ژبنی سیسټم تر سیوري لاندي تر سره کېدای سي » 

 خو ددې سره سره په افغانستان کې په دې برخه کې هغه کار نه دی شوی چې په کار وو. 

موږ اکثره وختونه خپل حکومتونه او خپل ولسمشران او پاچا هان په دې ملامت بولو چې ژبي ته یې کار نه دی کړی ،خو 

په لویه کې داستونزه یوازي په حکومتونو کې نه ده ،تر ډېره بریده داستونزه په ولس پوري هم تړاو لري اوپه ولس کې په خانګړي ډول په لیکوالو ،شاعرانو ،سیاسیونو،ژورنالیسټانو او ژورنالیستیکو اداروپوري ددغې خبري تړاو زیات دی . موږ داسي ډېر ثبوتونه راغونډ کړي دي‌چې په هغه کې له شاعرانو پرته ډېرو لیکوالو ، ژورنالیستانو ،سیاسیانو او ژورنالیستیکو ادارو دخپلو ځاني او شخصي ګټو لپاره دپښتو دپر مخ تګ په وړاندي خنډونه راپیدا کړی دي .

زه دیوې آن لین رسنۍ « خبریال ډاټ کام » دچلونکي په توګه د دخپلي ادعا دثابتولو لپاره ډېر زیات ثبوتونه لرم ،خو دم ګړی دچا نوم اخیستل نه غواړم . 

څه موده وړاندي موږ «خبریال ویبپاڼې » ادارې پرېکړه وکړه چې موږ نوري دمستعارو نومونو لیکنې نه خپروو. دداکار تر شالوی علتونه شته وو، موږ غوښتل چې خپل قلمي همکاران وپېژنو او په دغه کار سره وکولای شو چې په لویه کې دافغانانو او په ځانګړي ډول دپښتنو دشخصیت وژنې او په هغوی پسي دسپکو سپورو دویلو مخنیوی وشي .  موږ ته داسي راپورونه هم تر لاسه شوي وو چې په افغانستان کې په جګړه بوختو ځینو دجاسوسي ادارو په مستعارو نومونو دپښتنو دمشرانو دبې پته کولو لپاره په پښتو ژبه واکمن کسان په دندو ګومارلي دي . خبریال ویبپاڼې ته رارسېدلي معلومات ښيي چې دا کسان به په افغانستان کې دپښتني سیاست والو، لیکوالو، ژورنالیسټانو ، لوړپوړو حکومتي مامورینو او هم دا راز پښتني څېرو دبدنامه ولو لپاره کار او هڅه کوي. دوی به خپلې لیکنې دپښتو رسنیو له لاري خپروي ، څو وکولای شي خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي . دې ته په پام سره موږ دمستعارو نومونو دلیکنو مخنیوی وکړو . 

موږ هغه لیکوال هم نه دي نا هیلي کړي چې هغوی په مستعارو نومونو لیکنې کوي او هغه لیکوال چې دځینو ستونزو له کبله خپل هویت نه ښيي ، کولای شي‌ چې دخبریال ادارې ته ځان وروپېژني او بیا په مستعار نوم لیکنې وکړي‌. ددوی هویت به دتل لپاره خوندي او دخبریال له ادارې سره امانت وي . 

موږ ددغې پرېکړي په عملي کولو کې له سختو ستونزو ،آن تر دې چې دځینو تش په نوم پښتنو له جدي خبرو ،سپارښتنو او ګواښنو سره هم مخامخ شو ،ځو موږ پر دا هرڅه قدم کښېښودو او دپښتو ژبي دمعیار په موخه مو یو نوی ګام واخیستو . 

اوس موږ پرېکړه کړې ده چې په پښتو رسنیو کې دتکرار دمخنیوي لپاره داسي یوې هڅي ته اړتیا ده چې هره پښتو رسنۍ خپل لیکوال ولري . دا کار که څه هم په افغاني ټولنه کې یوڅه ګران او اکثره لیکوال غواړي چې په بیلا بیلو رسنیو کې خپله لیکنه خپره کړي ،خو ناشونی کار نه دی . 

دا یو حقیقت دی چې هر پلار ته خپل بچی شهزاده ،هر بچي ته خپل پلار اتل برېښي او زه به دا ټکی پر زیات کړم چې هر لیکوال ته خپله لیکنه تر نورو ډېره لوړه برېښي .   

خو که په لویه کې وکتل شي‌دپښتو ژبي اکثره آون لین رسنۍ داسي دي چې یوه دي وکتله دبلي دکتلو ضرورت ځکه نشته چې هغه لیکنې او هغه خبرونه په ټول رسنیو کې شته دي چې په بله کې موجود وي . 

موږ د خبریال ډاټ کام ادارې له ځینو پښتنو لیکوالو څخه دا غوښتنه وکړه ،هغوی موږ تر سخت فشار لاندي کړو . 

موږ وایو په یوه لیکنه او موضوع کې چې زور موجود وي هره رسنۍ یې پخپله وراخلي او په دې باندي یوه پښتو رسنۍ سپکه نه ښکاري چې دبلي نه یې په مننه لیکنه وراخیستې وي . په دې کار  سره به درسنیو دچلوونکو وخت له ضایع کولو بچ شوی وي ،او هم داراز به په یوه رسنۍ کې د یوه لیکوال لیکنه 

تر ډېره وخته هم پاتې وي . 

که څه هم له بده مرغه په افغان حکومتونو کې ډېر لږ کار دپښتو ژبي لپاره شوی دی ،خو دا چې پښتو تر اوسه ژوندۍ ده ،نو دژوندي پاتې کېدو لپاره یې رضاکار موجود دي ،زموږ هیله له دغو رضاکارانو نه داده چې نور هم هڅه وکړي چې دپښتو ژبي معیار ته زاته پاملرنه وشي .

موږ دخبریال اداره هڅه کوو چې په دې اړه ستاسو نظرونه راغونډ کړو ، تاسو درانه څه فکر کوئ ؟ 

موږ ته ولیکئ :

لیکوال : میرویس افغان 

mir.afghan@yahoo.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …