کور / سلیم / افغانستان نه بلکې پاکستان دترهګرۍ او مخالفت په مرکز بدل شوی /وروستۍ برخه

افغانستان نه بلکې پاکستان دترهګرۍ او مخالفت په مرکز بدل شوی /وروستۍ برخه

 

 

نن د طالبانو په لسګونو مشران دپاکستان په زندانونوکې وراسته شول اوپاکستان نن هم دهغوى دښمن د ى ولى چې دامريکا اتحادي شميرل کيږې ، دخپلې مجبورۍ له امله هغه دپاکستان پرخلاف بيانونه ورکوي ، اونه د پاکستان خلاف دځاى طالبانو د کړنو په ښکاره ډول پلوى کوي ، ددې دا موخه نه ده چې د امريکا په زړه کې پاکستان ته کوم تور نشته .

که داسې واى نو په کونړاو نورستان هغه سيمې چې د هغوى د کنترول لاندې د پاکستان پرخلاف پاکستانى طالبانو د ولى ځايه ورکوو لږترلږه تش په خوله خو يې ويلې شو ؟

پاکستان له امريکا غوښتي ؤ چې افغان دولت او امريکا بايد طالبانوته په سياسى ډګر کې ځاى ورکړى ، کله چې هغوې ته وويل شې چې هغه طالبان خبروته کينوي ، نوبيا بهانه کوې چې طالبانو باندې د هغوى زور نه چليږې ، او جوړجاړي عمل د افغانانو په واسطه د افغانانو سره بايد ترسره شي .

دافغانستان په داخل کې پاکستان امريکا او افغان دولت ته نصيحت کوي چې هغوې طالبانو سره شخړي د خبروله لارې حل کړى مګرکله چې په پاکستان کې د طالبانو سره دخبرو دلارې د مسئلې د حلولو وويل شي نوپه ځواب کې وايې چې پاکستانى طالبان د حکومت پروړاندې يو ګواښ دى او ترڅو چې هغوى خپلې وسلې پر زمکه ايښودي نه وي له هغوې سره د خبرو کولو امکان نشته دي.

مګر سوال دادى چې آيا د افغانستان په داخل کې طالبان د افغان حکومت پروړاندې ګواښ نه دى .

يو بل دليل هم ويل کيږې چې افغان طالبان دخپل هيواد دازادۍ لپاره له قابضو پوځونو سره جنګيږې ، او پاکستانى طالبان خو په خپلو کې سيموکې د خپلى خوښى حکومت او د اسلامى شريعت احکام نافذول غواړي .

اوس سوال دادى چې آيا په افغانستان افغان طالبان له خپلى پوهى له امله د شريعت نه غواړي .

اوکه هغوى ترې خبرنه دي .

ويل کيږې چې پاکستانى طالبان د پاکستان اساسى قانون نه مني ، نوآيا افغانى طالبان د افغانستان اسلامى قانون مني .

دا وخت پاکستان له پاکستانى طالبانو سره خبرو کولوته چمتونه دي ، مګرکله چې نړيوال اوافغان حکومت دپاکستانى چارواکو څخه په شمالى وزيرستان کې د عملياتو غوښتنه کوي نوله هغې څخه معذرت وړاندې کيږې .

ګوندې نه په طاقت سره خبره پاى ته رسول غواړې او نه هم د خبرو وړانديز مني .

داوخت په پاکستان کې د پاکستانى طالبانو له يادو تګلارو څخه کاراخيستل کيږې …..بل سوال داهم دى آيا پاکستانى طالبانو د پاکستان پروړاندې کوم عکس العمل شته اوکنه …… حتماً شته  نن هغوى له وړاندې څخه ډير ځواکمن فعال اوپه اتفاق سره ليدل کيږې . 

په کراچۍ څخه تراسلام اباده اود پيښور څخه نيولى ترکويټې ښآر پورې هرکله که په هرځاى کې وغواړى عمليات ترسره کولاى شي . 

پدې اړه د هغوې د مرکزې وياند احسان الله احسان لخوا په يوه راستول شوې خط راته ليکل شوې په جيو نيوز د کامران خان په نوم يوه پروګرام کې مې ويلې ؤ چې نن د ټانو د تداروکاتي لارو بنديدل د طالبانوسره د خبرو کولو ښه موقع ده چې په خواشينۍ سره موږ ترې کومه فائده اوچته نه کړاى شوه ، ددې په ځواب کې دهغوى وياند په اينګليسي ژبه باندې يو ايميل يا اينترنيتي ليک راستولاى دي چې د هغې ژباړه تاسوته ټکي په ټکي وايم چې د طالبانو د دريزاوموقف باندې ټول وګړي ښه وپوهيږې . 

سليم صافى صاحب : په ٩ جون باندې په يوه تلويزونى پروګرام کې ستاسو رايه وه چې طالبانوسره د خبرو کولو ښه موقع وه خو فايده تري پورته نه کړاى شوه ، د طالبانو وياند زياتوى چې ستاسو رايه سمه وه اوښه پايله يې درلودلاى شوه ولې چې دپاکستانى طالبانو ترټولو اهمه غوښتنه دپاکستان امريکاسره مرسته او همکارى يادولاى شو . 

صافى صيب دازموږ له غوښتنو څخه يوه غوښتنه ده زمونږ لومړى اواساسى غوښتنه له پاکستان څخه دسيکولراو ديموکرات حکومت خاتمه او پرځاى يې د شريعت نافدول دي د شريعت له نفاذه وروسته له امريکا سره اړيکې پخپله پاى ته رسيږې ، ولى چې اسلام له کافرانو سره د دوستۍ څخه منع کړيده ، او قران پدې اړه ښکاره لارښونى کړيدي 

اميددى چې زموږ په هدف او مرام پوهيدلې ياست اوپه راتلونکى د طالبانو دتحريک په اړه له تبصيري کولو وړاندې دغه خبرې په ياد وساتئ . 

احسان الله احسان د تحريک طالبان پاکستان مرکزي وياند .

 

ليک سليم صافى 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …