کور / خاطرې / د روبــي له خاطرو مو خبرو

د روبــي له خاطرو مو خبرو

 

زړه يـــــــه مه بوله تــــــــــور كاڼـــــــــــــى د سحرا ده

                    په ليدو د زخــــــــــــــمي زړه چې زخــــمي نــــــشي

د خبريال ويب پاڼي خوږو،درنو او زړه ته رانژدو لوستونكو بيا هم اول درته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم هيله ده چې بيا به مو هم د ژوند تيري شيبې په خوشهاليو سره تيري كړې وي ، او د راتلنكو شيبو لپاره مو درته د لا نيكمرغۍ په دعا يو .

دادى  د بشر د خاطرو د لړۍ په دوام نن درته د يوې  داسي مرمن خاطرې ليكلې چي شايد په لوستلو سره به مو يا زړه ډير بد شي يا خو به مو تر ګولاليو سترګو اوښكي هم را توى شي.

 

روبــي Roby  په اصل كي د فيلفين د هيواد وګړې ده خو دا وخت په كويټ كې د خپل خاوند او اولادونو نه په جدايي كي شپې او ورځي تر شا پريږدي او د هغو د ژوند اړتياوي برابروي، د هغو لپاره په كويټ كي كار كوي ورته خوراك څښاك او اولادونو ته د زدكړو لګښت هم برابروي.

 روبي Roby   داوخت خوا او شا 42 كاله عمر لري يو لور او دوه زامن لري هغې راته په اول كي د خپل ژوند  خوږې سهنې ټولي وويلې بيا يې راته د ژوند په ترخو اوخوږسر شوه, په اول كي هغه ډيره ښه په خندا  راسره لګيا وه خو ورسته يې تر غټو غټو عينكو لاندي تر وړو وړو سترګو رڼې رڼې اوښكي را كتار شوې، چې مي ورته فكر شو تر خوله يې داسي  يو ډول خبري را وتې چي زما يه هم خداى شته له ژوند نه زړه را تور كړ او ژوند نه مي ډيره كركه وشوه .

روبي Roby راته د ژوند كيسه داسي كوي :

ما مي چي كله ښونځى پاى ته ورساوه د لوړو زدكړلپاره راته مي امكانات نول نو مي د كور او ژوند د اړتياوو د پوره كولو لپاره د خپل كور سر خواكي په يوه سوپر ماركيټ كي په كار شروع وكړه سهار به تلم او ماښام به مي كور ته را تلم ، داوخت زما نوې ځواني هم وه واده مي لا نوه كړى ، يو وخت چي ما يي ډيره كمه تمه درلوده په سيمه كي يوه ځوان په سترګه كي اخيستې وم ، نو خداى شته كله چي مي وليدى زما هم خوښ وه خو زه او دى په دې سره خبر نوه چي البته دواړه يو بل سره خوښ يو .

هغه يوه ورځ زمونږ كور ته زما پلار او مور ته زما د ځانته كوژدن كولو خبر يې ورسره ياده كړې وه، چې زما په نا خبري كي زما مور او پلار هغه ته زما په باره كې انكار كړى وه، نو بيا كله چي زه خبره شوم ډيره خفه شوم خو مور او پلار ته مي څه ونه ويل.

او همداسي مي مخه كړه خپل معشوق پسي كله چي مي هغه پيدا كړ ورباندي مي غږ وكړ: ولي دي ماته نه ويل چي تاسره واده كول غواړم، ته زما مور او پلار ته ورغلى وې د هغو له انكار نه  زه بښنه غواړم ، مبارك شه زه ستايم او زه ستا يم ، له هغه ځايه مي زه او خپل معشوق لاړو او له خپل كلي كور نه مو بل ځاى يوه كرايي كوټه ونيوله تر يوه وخت مونږ دواړو هلته ژوند كاوه ، ورسته زما د مور او پلار د رضايت نه مونږ واده سر وكړ او ډير ښكلى ژوند مو پيل كړ او دا مي د خپل ژوند په خوږه خاطره كي را سره وساتله او په ريښتيا هم ډير مي هغه وخت ياديږي هغه زما د ژوند ډيري خوږې شيبې وې او ډيري راته ياديږي او هيري به مي نه شي.

 

شپې او ورځي وي تيريدې  مونږ د دريو اولادونو خاوندان شوو البته دا وخت مي كشر زوي دوه كلن وه چې دژوند خواږه ملګري راته يو ناڅاپه شا كړه هغه رانه ژوند جدا كړ ، ها هغه زما د ورور له مرمني سره واد وكړ چي د هغه او د هغه دنوې مرمني چي زما د ورور مرمن وه هم زما ژوند را برباد كړ او هم يې زما د ورور ژوند ور  برباد كړ، هغه زه او اولادونه يواځي پريښودو ، ما ورته ډيري خاوري باد كړې چي د اولادو په روزلو كي را سره برخه واخلي خو هغه ماته بيلكل شا كړه زه او اولادونه يه په ډيرو كړاونو كي پريښودو، ما مي دا راسره د ژوند ترخه خاطره وګڼله او د اولادونو روزني لپاره مي بډي را ووهلې او د اولادونو دښې روزني لپاره ما مسافري ته ملا وتړله او راغلم كويټ ته ژوند د چارو د برابرولو لپاره كار وكړم او په بدل كي يي زياتي پيسې لاس ته راوړم، خو ژوند ډيره نا ځواني را سره وكړه ماته يه هغه ترخه خاطره اخيره نكړه او په ما يه نور داسي څه وليدل چي تر اوسه مي د خولې خوند بد دى او بد به وي.

 روبي Roby پداسي حال كي چي اوښكي يه هم را ماتي شوې داسي وويل : اول ځل راغلم كويټ ته د يو څو مياشتو لپاره مي په يوه كور كي د نوكري په ډول كار وكړ خو هغه پيسې چي ما ته په هغه كور كي راكيدې زما د ژوند اړتياوي نشواي پوره كولاى، پريكړه مي وكړه چي : بايد د كور نه بهر او لږ سخت كار وكړم چي لږ ډيري پيسې لاس ته راوړم  او د ژوند ستونځي ورباندي حل كړم ، نو په همدې اساس مي د كار د پيدا كولو تكل وكړ ، يوه ورځ مي په هغه ورځ پاڼه كي وليدل كوم چي د كار او دندو د پيدا كولو لپاره يي خلك كاروي هلته ليكلي ول:

 يوې كار كونكې ته د ماشومانو د جامو په پلورنځي كي بيړنۍ اړتيا ده ، ډيره ورته خوشهاله شوم ورغلم البته د مرمنو يو لوي كتار ولاړ وه فكر مي وكړ "چي دا وړۍ به نشي شړۍ " خو نصيب هغه شړۍ زما  په برخه كړه چي ما يه ډير كم اميد درلود البته يوه زه او يوه بله مرمن دې كار ته وړ و بللې شوو.

دوخت په تيريدو سره يوه ورځ زه له داسي يوې پيښي سره مخ شوم چي تر اوسه مي د خولې خوند تريخ ده البته كيسه داسي وه چي:

اول خو نه غواړم چي دهغه پلورنځي د خاوند  نوم او هيواد روښانه او رسوا كړم چاچي ما سره دا جفا وكړه ځكه د بدو په بدل كي بايد بد ونكړو، البته هغه بد بخته  ته دعا كوم چې بيا دې الله له خولې نه داسي يوه ناوړه كليمه د بل چا لپاره نه را باسې !

 "لكه چي مانه يه د پيسو په بدل كي د جنسي اړيكو غوښتنه وكړه"

پداسي حال كې چې زه دده يوه مزدوره وم او كاريګره يې وم ، مايي صرف مخ ته لاري ور توف كړئ او تري لاړم .!

 

((كه غواړي تاسو هم راسره خپلي د ژوند خوږي ترخي له مونږ او لوستونكو سره شريكي كړي نو باته يي په لاندي بريښناليك را واستوئ 

omer.imran@khabarial.com ))

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …