کور / سلیم / افغانستان نه بلکې پاکستان دنړيوالې ترهګرۍ او مخالفت په مرکز بدل شوی دى

افغانستان نه بلکې پاکستان دنړيوالې ترهګرۍ او مخالفت په مرکز بدل شوی دى


که له سالم عقل خاوند څخه وپوښتل شي چې دپاکستان هيواد ترټولو مهمه مسئله کومه ده ؟ 

نو ارو مرو ځواب يې ترهګري اوياهم وسله وال مخالفين يادولاى شو .

اوسمهال دپاکستان په تګلاره کې تسلسل نه ترسترګوکيږې اوياهم کومه مربوطه تګلاره ورسره نشته .

په بله مانا تګلاره يې هم دا کيداى شى چې د راتلونکى لپاره دهغوې کوم تصميم او تګلاره نه وي .

چې په هغې تګلاره کې روڼوالى هم نه ترسترګوکيږې ، د پاکستان او امريکا ترمنځ د اوبو د خړولو او په هغې کې د ماهيانو د نيولو خبره ده .

ترټولو اهمه خبره خپله امريکا ده . امريکا پرپاکستان اعتبار نه لري او همدغه ډول پاکستان پرامريکا له هغې دوه ګوتى ورتيردى اود امريکا په اړه د بيلابيلو ستونزو او مشکلاتو ښکار دى . 

که له پاکستان د ادارو له چلوونکو او د تګلارو د جوړونکو څخه وپوښتل شې چې : آيا هغوې په افغانستان کې دامريکا بريا غواړي …..؟ 

نو ځواب يې منفى دى هيڅکله نه 

چونکې دهغوې په اند که امريکا په افغانستان کې بريا ترلاسه کړى نوهغه به له پاکستان سره هم خپل حساب کتاب پيل کړي .

 

 نوبيا څه پاکستان په افغانستان کې د امريکا ماتې اوله هغې سره جګړه کول غواړې نو ددې سوال ځواب هم منفى دى پدې دليل ويل کيږې چې پاکستان له امريکاسره د جنګ کولو توان نه لري .

 

ما څو وارې دا سوال له پاکستانى چارواکو پوښتلى چې آيا پاکستان په افغانستان کې د حامد کرزي حکومت ځواکمنيدل غواړي نوپه ځو اب کې يې له ځينو حکومتي ادارو په ښکاره ډول د پاکستان د د ښمن د کړنو په تفصيلاتو وړاندوينى  کول پيل کړي.

چې له هغې څرګندونو څخه زموږ په څير طالب العلم دا موخه انګيري چې دهغې په اند د حامدکرزي حکومت بريا هم کيداى شى دپاکستان لپاره په نفع نه وي . 

مګر کله چې دا سوال مخې ته شي چې آيا پاکستان د کرزي د حکومت ، دامريکا او د طالبانو د واک د رسيدو په طمعه دى  په ځواب کې پردغه لاره کې پراته خنډونه ، نړيواله ورورولي ، د طالبانوپه اړه څرګندونى دهغوې د يو ځل بيا واک ته د رسيدو اوپه پاکستان د هغې د منفى اغيزو تفاصيل وړاندې کوې . 

په بله خبره پاکستان د کرزي حکومت بريا هم نه غواړي او د پخوانيو طالبانو په څير حکومت کول يې هم دخپل ځان لپاره خطرناکه ګڼي .

که د شخړي بل اړخ ته ځير شو هرڅوک په خپل خپل ځايونو د پاکستان څخه خفه بلکې غوصه ورته هم ښکاري .

که د افغان حکومت له چارواکوڅخه د پاکستان د قربانيو په اړه وپوښتل شي نو هغوې په ځواب کې هغوى داخبره ثابتول غواړي چې په کوم ډول پاکستان دوسله والو طالبانو په پټه مرسته کوي بلکې هرڅه هم دوى کوي .

افغان عوام نن په خپل هيوادکې د برباديو په اړه دومره له روس او امريکا نه ګرموي څومره چې دپاکستان د تګلارو جوړونکي ګرموي ، په افغانستان کې برزنيف او جارج بوش ته دومره ښيراوي نه کيږې څومره زمونږه ځينو پخوانيو تقاعدشوو جنرالانو ته کوي ؟

که امريکايانو وپوښتل شي هغوى د خپلو ناکاميو پړه پرپاکستان وراچوي ، د اسامه بن لادن دشتون ، او د طالبانو دمشرانو په پاکستان کې په شتون ويلو سره هغوې پرپاکستان د دومخى تګلارې ( ډبل ګيم ) تور پوري کوي ؟

صحى ياناسم ليکن امريکايانو ته اوسمهال يقين شوي چې نه يوازې په افغانستان کې دهغوى ماتې د طالبانو سره د پاکستان د ښکاره او پټو اړيکو او کړنو له امله وشول .

 اوسمهال افغانستان نه بلکې پاکستان دنړيوالى ترهګرۍ او مخالفت په مرکز بدل شويدى . 

امريکا په ياده معامله کې کانله نه ده بلکې د هغې سره په ياد دريز باندى برتانيه ، فرانسه ، او المان هم په يوه موقف باندې ولاړ دى ، آن تردې چې روس او دنړۍ يو شمير پرمختللى هيوادونو هم ورسره په يوه دريز دى او د امريکا سره څنګ په څنګ ولاړ دى . 

امريکا او افغان دولت د طالبانو سره د اړيکو په درلودلو سره له پاکستان څخه خفه دى نو آيا دريمه فريق (طالبآن) د پاکستان څخه خوشاله دى ؟؟

ددې ځواب هم منفى دى طالبان وايې چې د هغوې په افغانستان کې حکومت هم د پاکستان د بى وفايې له امله له لاسه ورکړی دى اود هغوې پرخلاف استعمال شوي وسله هم دپاکستان له پولې ورتيره شوي وو . 

ليک : سليم صافى / اسلام اباد

دلومړی برخي پای / لیکنه دوام لري .

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …