کور / رسنۍ / دکابل دشنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه

دکابل دشنبې چاپ ورځپاڼو ته کتنه

 

ملي باور ورځپاڼې په ننی ګڼه کې بیا هم دپاکستان له لوري دافغانستان پرخاوره بریدونه څیړلي او دافغان حکومت له چوپتیا سر ټکوي ورځپاڼې همداراز دهغه کسانو یادونه هم کړې چې په دې ورستیو کې د پاکستان پرضد له خپلې خاورې نه ددفاع په موخه یې نوم لیکنه پیل کړې ده ملي باوراندیښنه لري چې په هیواد کې هغه کسان چې پخوا جنګیدل یو ځل بیا وسله وال شوي چې دا دافغان حکومت تر مشروعیت لاندې راولي

ورځپاڼه وړاندې زياتوي، دا سمه ده چې افغان ولس بايد له خپلو ارزښتونو او خاورې دفاع وکړي، خو ددې لپاره بايد يو چوکاټ موجود وي چې د ملي باور په وينا هسې نه چې د حکومت مخالفين او وسلوال د ولس له دې احساساتو ناسمه ګټه پورته نه کړي.

همداراز ملې باور په خپل لومړي مخ کې دحکومت له قوله په لویوټکو لیکي چې عبدالکریم خرم له دندې نه دی ګوښه شوی؛ همداراز یې دجنرال امرخیل له خولې لیکلي چې د چوکیو په بدلولو پرمختګونه او اصلاحات نشي راتللی مسلکي خلکوته اړتیا ده.

سرنوشت ورځپاڼې دنن ورځې په  ګڼه کې په کابينه کې د احتمالي بدلونونو په اړه بحث کړى او په دې اند ده، چې په دغو بدلونونو کې داسې کوم مثبت څه نه تر سترګو کېږي، چې افغان ولس ته ورته هيله من شي او يا هم د افغان ولس لپاره د بدلون په ډول ومنل شي. وروځپاڼه کاږي، ولسمشر بیا هم پخوا به څیر لوړپوړو چارواکو ته پوسټونه وربدلوي او په دې سره به ولسمشر داسې وښيي چې په کابینه کې یې لوی بدلونونه راوستل.

سرنوشت د هغو ګنګوسو په اړه چې، بسم الله محمدي به د دفاع وزارت څوکۍ ته معرفي شي، ليکي چې د دغه شخص له ټاکل کیدو داسې ښکاري چې ولسمشر په کابينه کې د پراخه بدلونونو لپاره کوم پلان نه لري او که یې لرې نو دفشارونه له امله یې نشي پلی کولای.
ورځپاڼه وړاندې کاږي، دا سمه ده، چې پر ولسمشر سياسي فشارونه دي او شمالي ټلواله به له هر لوري پر ولسمشر فشار را وړي، چې د کورنيو چارو او يا هم دفاع وزارت بايد دوى ته ور کړل شي، خو ولسي جرګه بايد د ولسمشر ددې ګام پر وړاندې څه ډول ګام پورته کړي؟ آيا ولسي جرګه به هم د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړې ته هر کلى ووايي؟  سرنوشت په پای کې لیکي ددې لپاره چې ولسي جرګه خپل ملي اصالت وساتي نو باید زړو وزیرانو ته دباور رایه ورنه کړي.

سر نوشت په خپل لومړي مخ کې په دولسمشر له خولې لیکي له لویدیځ سره اړیکې دسیمې له هیوادونو سره دافغانستان اړیکې نه شي اغیزمنولی او موږ به دپخوا په څیر دناپیلو هیوادونو دغورځنګ دپریکړو په ګډون سیمه ییزو هوکړو ته ژمن یو.


محور ورځپاڼې خپله سرمقاله دسرغوڅونې پيښوته ځانګړې کړې او وایې چې په دې ورستیو کې داډول پیښې ډیرې شوې، په داسې حال کې چې په دریو لسیزو جګړو کې دناوړه پدیده نه وه، محور په خپله ورځپاڼه کې دکندهار په ولایت کې دیو ماشوم دسرغوڅونې پیښه را اخیستې او په باور یې ددې ترځینې نور لاسونه هم شته دورځپاڼې په باور په داسې کارو سره وسله وال غواړي دوحشت له لارې خلک ځان ته را جذب کړي.

او محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي “پرننګرهار دپاکستاني مطبوعاتو یرغل” او ورځپانې دننګرهار دچاپي خپرونو هغه عنوانه اخیستي چې په مطبوعاتو دپاکستان اغیز ښيي


خدمتګار بيا د ناپېيلي غورځنګ پر مشريزې رڼا اچولې او له دې غونډې څخه د ايران موخو ته په اشارې سره ليکي، د ايران يو هدف يې دا و چې په دې غونډه خپل اتومي پروګرام تاييد كړي او بل هدف يې دا و چې په سوريه كې خپل پلوي رژيم پرې تاييد او له پښه ښويېدو يې راوګرځوي.


خدمتګار زياتوي، په دې غونډه كې كله چې د ايران مذهبي مشر له خپل اتومي پروګرام څخه ننګه كوله، د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ ادارې يو رپوټ خپور كړ چې وايي د يورانيمو په غني كولو كې د ايران وړتيا د پخوا په پرتله دوه برابره زياته شوې ده. د ورځپاڼې په باور دا په دې معنا ده چې ايرن كولى شي د اتوبم لپاره يورانيم تر لازمې كچې غني كړي او بم ترې جوړ كړي.


ورځپاڼه په دې سرمشريزه کې د بشارالاسد حکومت د ملاتړ په اړه ليکي، چې د ايران په ناوړه نيت يخې اوبه هغه وخت توى شوې او غوغا يې جوړه كړه، چې كله سرمشريزې ته د مصر نوي ولسمشر محمدمرسي وينا وكړه او ويې ويل چې د بشارالاسد رژيم پخپل ولس ظلم كوي او د شخړو د مخنیوي لپاره د فعالې مداخلې غوښتونكى شو.


ورځپاڼه دخپلې سرليکنې په پاى کې ليکلي، دې نتيجې ته په كتو، ايران ونه كړاى شول چې د ناپېيلو هيوادونو پر سرمشريزې خپلې غوښتنې ومني او افزاري استفاده ترې وكړي. ځكه د خدمتګار په وينا دغې غونډې نه دا چې پر ايران او سوريې د نړيوالې ټولنې د فشارونو له كموالي سره كومه مرسته ونه شو کړاى، بلكې د 118 هيوادونو له مشرانو څخه يوازې د 29 هيوادونو د مشرانو ګډون پخپله د دې غونډې يو ډول سبوتاژ او د ايران د اهميت كمول دي. 

ویسا ورځپاڼې بیا د اصلاحات په شف شف نه راځي ترعنوان لاندې سرمقاله کې په کابینه کې دبدلونونو موضوع څیړلې 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …