کور / سلیم / نااشنا تګلاره ….. سليم صافى / ۲ او وروستۍ برخه

نااشنا تګلاره ….. سليم صافى / ۲ او وروستۍ برخه

 

 

(په تېرپسې لومړۍ برخه) 

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې هغوې په پردغه متضاده او چې دعوامو پرې  نه پوهيږي لاره اوس مهال هم روان دى که مذهبى مشران وى او ياکه هر وخت په تلويزيونونوکې په تودو خبرو کې دامريکا پرخلاف تقريرونو کولوواله تقاعد شوي جنرالان د اسلام اباد په پنځه ستوريزو ريستورانتونو کې د افغان طالبانو صفتونه کولو باندې دخپل ځان ښودنى سياستپوه اوياهم پخوانى سفير رستم شاه مهمند په څير ديپلوماټ وي   داټول هغه کنفيوژن (چې د سړى سرپرې نه خلاصيږي ) ګډوډيو ، او شخړو جنايتکاران دى اولاهم په ياده تګلاره ور روان دى ………؟؟

ترڅو پورې چې ياد ، خلک د يادو تګلارو دترسره کولو څخه بند نه شې په پاکستان کې امنيت نه شى راتلاى اوهمدغه هغه خلک دى کومو چې په پاکستان او افغانستان کې د ځوانانو په فکرونوکې دا ((نظريه )) پخه کړى که کليمه ويوونکى مسلمان که چيرته دغير مسلم هيواد اتحادي وي نودهغې وژل او قتلول روا ء دى او آن تردې چې فرض دى (( ببرک کارمل ، فاروق عبدالله اوډاکټر نجيب الله وغيره ددې پوځونه ، او پوليس هم په مسلمانانو وګړو مشتمل ؤ )) نوبيا که دهرچا د سياست اود دندو د ګمارنى اړتيا ورته پېښه شوې له هغوې څخه يې په قلاره قلاره خپله تګلاره جلاکړيده ،

لدې امله هغوې خپل اولادونه له جهاد څخه ډير لرې ساتلى دې او اوسمهال يې هم خپل اولادونه د امريکا پرخلاف جهاد ته نه ليږدوي نن هم ياده ډلګۍ په افغانستان دملي اردو  پوځونو او پوليسو په وژني او دهغوې وژونکو ته هرکلى وايې او خوښي پري څرګنده وي او حقيقت دادى چې (( ولسمشر حامد کرزى دهغې پوځ او پوليس ټول مسلمانان دى )) مګر بياهم پاکستان پردغه مهال له اخوا ديخوا څخه کار اخلي ، په پښتو کې له ډوګ بوګ څخه کار اخلي اوداکاريې هم په کنفيوژن کې راځې …….؟؟؟؟

نن پاکستانى طالبان دبل چانه د همدغو پخوانيو طالبانو دلائيل وړاندې کوي او وايې : که چېرته د حامدکرزي پرخلاف لدې امله قتال فرض دى چې هغه د امريکا اتحادي دى نود پاکستان پرخلاف ولى رواء نه دى ؟

دپاکستان د طالبانو تحريک وايې : په اسلام کې کوم کار چې په افغانستان کې رواء دى په پاکستان کې ولى نارواء دى ؟

همدغه څرګندونى حکيم الله محسود په خپله يوه وينا کې کړى دى چې ويډيو يې له ماسره هم شتون لري ، قاضى حسين احمد اود جماعت اسلامى او ديوشمېر نورو مشرانو هم څخه وپوښتل شويدى ، دغه راز ياد سوالونه دپاکستان د طالبانو تحريک په يوه راليږل شوى اوږد ليک يې هم يادونه شويده چې پکې ويل شوې :

که څوک وايي چې طالبان کليمه طيبه ويونکوپروړاندى جنګيږي نوآيا داسلام په لومړيو کې د کليمه ويونکو پروړاندى قتال نه ؤ ترسره شوې؟

اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظ الله په مشرۍ کله چې په افغانستان کې د طالبانو تحريک راپورته شو او جهاد پيل شو دهغه وخت جهاد آيا د امريکا پروړاندى ترسره شوى ؤ او ياهم د روس پر وړاندې پيل شوي ؤ ؟؟

بلکى هغه جهاد نه بلکي داچې دپيل څخه تر پايه د کليمه ويونکى حکومت پرخلاف ؤ ، هغوې ټول کليمه ويونکى ، لمونځ ، روژه او دغه راز نور احکام ترسره کوونکى ؤ لدې سربيره هغوې پخوانې مجاهدين هم ؤ اوروس ته يې په ماتى ورکولو کې مهم رول ترسره هم ترسره کړيدى هم تاسو خلکو اميرالمؤمنين مګرعالمانو د اميرالمؤمنين په حق يوازې پدې اساس فتوى ورکړه 

دهغوې پرخلاف سملاسې د جهاد فتوى ورکړه چې هغوې په لومړى وخت کې په عملى توګه نافذ کړ ؟ 

دهغوې جنګ مو جهاد ونوماوه ؟

دهغوې وژل شوې په موشهيدان يادکړل ؟اوخپله مو هغه ته د اميرالمؤمنين مبارک او سپيڅلى لقب ورکړ ……………؟

موږ ته مالومه ده لدې وړاندې د مجاهدينو لمړنۍ شورا ارواښاد برهان الدين ربانى د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکه او ښکاره خبره ده چې هغه لومړنۍ اميرالمؤمنين ؤ او اميرالمؤمنين ثانى وروستنۍ ؟

زه ديو زده کوونکى په توګه په خپلو ليکنو دپاکستان د تګلارو د جوړونکو ادارو دغي خواو ته په متوجى کولو ، کولو ستړي شوم ، چې ياده موضوع يوه هراړخيزه مسئله ده او دهغې دحل لپاره لداسې لارې څخه کار اخيستل اړين دي چې ټولې خواوې پکې وسنجول شې ياده مسئله د ستراتيژيکو خواو ته په کتلو سره ، سره د نظرونو ، ټولنيزو ، اقتصادي او سياسي خواوي هم لري دهغې څلورو خواوي په تقويه کولو سره که داغواړي چې يوازې به په  ستراتيژيک ډګر کى هغه حل کړي اودهغې خوبونه وينې نودايو ناشوني کار دي ؟؟؟

په شمالى وزيرستان اوياهم په بل ځاى کې دعملياتو پرځاى په لوړه کچه د تګلارو جوړونکو ادارو کې او دښه نيت په مرکزونوکې ديوه لوې فکرې انقلاب (عملياتو)ته اړيتا ده …………؟

په افغانستان کې دداسې فکراو نظريي د برياو هڅى اوپه پاکستان کې د همدغې فکرلرونکو فکرونو او نظريو لرونکو خلکو سره دښمني کول داهم په هغه کنفيوژن کې راځي ……. داپاليسي او تګلاره نه ده بلکې يوه ټولنيزه ځان وژنه ده د پښتو په خبره ځان په بى خبروکې واچوه خبره ده ….؟؟؟

فکر يو ، کړه وړه ، رسم رواج يو ، نظريه يوه ، ويل ناسته پاسته يوه ، د جنګ تاکتيکونه هم يو خيل  له يو سره دښمني او بل اتل ؟

د دواړو دښمن هم يو امريکا مګر د ډيورينډ ليکى اخوا تلان او را پديخوا دښمنان ديته وايې د پاکستان تګلاره …………؟

اوداڅه ډول پاليسي اونااشنا تګلاره ده ….. سملاسې اړتياده په شمالى وزيرستان دعملياتو نه بلکې د يادو تضادونو د لري کولو او پاى ته رسولو ده . 

که داسې ونه شي نو پاکستانيان دې يو شمير نورو ستونزو او ګړاونو او برياديو ته چمتووالي ونيسي . 

پاى 

ليک : سليم صافى 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …