کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / ملي پاڅونونه که دیوې بلي کورنۍ جګړې پیل ؟

ملي پاڅونونه که دیوې بلي کورنۍ جګړې پیل ؟

 

 په افغانستان کې که څه هم امریکا تقریبأ (۱۱) کاله تېر کړل ،پیسې ،وسلې او سړي یې له لاسه ورکړل ،خو لا هم په ریښتونې توګه نه ده توانېدلې چې دا کوچنې او په وچه کې راګیر هیواد کنټرول کړي . دوی خپلي بیلا بیلي نسخې وازمویلې چې له بده مرغه زموږ دګاونډیانو او په سیمه کې دامریکا دمخالیفینو دلاس وهنو او په لویه کې ددغه لوی او ځواکمن هیواد(امریکا) د افغانستان لپاره دپالیسي جوړونکو کسانو دتېروتنو له کبله اکثره ناکامي شوې . 

دوی په افغانستان کې دملي اردو او ملي پولیسو په جوړه ونه کې له دقت نه کار وانه خیستو او پایله داشوه چې اوس دوی پخپله دا مني چې لس په سلو کې په امنیتي ارګانونو ددوی مخالیفین ننوتي دي‌. 

تر هغه وروسته دافغانستان دځینو چارواکو له لوري دیوې پروژې په ډول دمحلي پولیسو جوړونه پیل شوه ، هغه هم یو داسي عمل وو چې هره دریمه ورځ به له یوې نه یوې سیمي داسي راپور تر لاسه کېده چې محلي پولیسو ملي پولیس ووژل . دغه محلي پولیس ددې سبب شول چې وسله والو طالبانو په ملي پولیسو کې لا نوري خپلي ریښې وغځولې او نن یې ځواکمنې (سي – آی – اې ) ته په افغانستان کې داسي لانجه جوړه کړه چې حل لاره یې ددوی لپاره دم ګړی ګرانه نه بلکه ناشونې برېښي .

اوس خبره دولسي وګړو دپاڅونونو ده . دا پاڅونونه که څه هم ددرد د درملو په څېر دم ګړی دناروغه غږ قلاره ولای شي ، خو په لویه کې دافغانستان لپاره ستره ستونزه ځکه پېښولای شي چې ځايي اوسېدونکي وسله وال کېږي . ښايي دا دامریکا يي او نړۍ والو کارپوهانو هغه اندېښنه رښتیا کړي چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته تر بل هروخت نا ارامي راشي . 

 دځايي خلکو وسله وال کېدل چې دوی یې ولسي پاڅون بولي د لومړي ځل لپاره د روان کال د چنګاښ په مياشت کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په رسمي ډول د وسلوالو طالبانو پر وړاندې پيل شو. ددې پاڅون تر شا دافغانستان دسرحدونو چارو وزیر ښاغلی اسدالله خالد وو. نوموړي وروسته له هغه دا کار وکړو چې دسرحدونو چارو دوزارت سره سره ده ته دسویل لوېدیځو ولایتونو دامنیتي مشر دنده وروسپارل شوه . دولسمشري ددفتر یوې سرچینې راته وویل چې دا خبره ولسمشر کرزي ته ښاغلي خالد وکړه او وروسته دواړه مشران په دې صلاح شول چې دامریکا سفارت او په هیواد کې دننه په جګړه ښکیل نړې وال ځواکونه قانع کړي چې دا یوه بریالۍ پروژه ده . په لومړیو کې دامریکا سفارت او جنرل جان الن څه ناڅه نیوکې لرلې خو وروسته ښاغلي خالد په ټینګار سره ورته ویلي وو چې دا پروژه به دی له خپله ولایت نه پیل کوي او دافغاسنتان تر ټولو نا ارامو سیمو به یې غځوي . 

په غزني کې یوې لوړرتبه حکومتي سرچینې راته وویل چې اسدالله خالد د اندړو د طالبانو سره د جګړي له پاره خپلو تازه په وسله سامبال شویو کسانو(پاڅون والو ) ته وویل چې له دې وروسته به فیضان نومی کس ددغه ډلي مشري کوي او ستاسي مشر او قومندان به وي .

د فيضان مشرتوب حافظ او دهغه ډلي ونه مانه، هغوی ځانونه د پېښور دحزب اسلامي خلک بولي او فيضان يې متهم کړ چې د ښاغلي خالد له پاره کار کوي، او موخه یې اصلي پاڅون نه دی بلکه دپڅونوالو په نوم راتلونکې پیسې دي .داچې اسدالله خالد په خوا وختونو کې د استاد سياف سره پاتي شوی، په دي مسئله کې د حزب او اتحاد پخواني اختلافات هم را څرګند شو . دم ګړی یوازي په غزني کې  فیضان ، الله نواز زکوري او یوتن لطف الله چي درې کاله وړاندي دخوست له پو هنتون نه فارغ شوی چي کورناست وو اوس یې ځان محصل معرفي کړی ددغه ډلي مشري کوي ، خو په لویه کې ددوی ترمنځ هم سخت اختلافات شته دي . 

نړۍ وال ځواکونه هم دعامه خلکو پر وسله وال کېدو سره یوه خوله نه دي . امریکا اوس دا پروژه پیل کړې ده ،خو دناټو ډېری نور غړي هیوادونه بیا کوښښ کوي چې دا پروژه ناکامه کړي . دناټو په غړو هیوادونو کې بریتانیا هم شامله ده چې نه غواړي په افغانستان کې کې غیري‌ مسئوله کسان وسله وال شي . بریتانیا یو کال وړاندي دهلمند ولایت په مارجه او نادالي سیمه کې دهلمند دوالي ګلاب منګل له لوري دورته پورته شوي ګام مرسته ونکړه او هلته ولسي وګړيو ته وسلې او پیسې ورنه کول شوې .

په زابل کې اوس دسرحدونو چارو وزیر ښاغلي اسدالله خالد ډېره هڅه وکړه چې دحمیدالله توخي تر مشري‌لاندي ځايي اوسېدونکي وسله وال کړي ،خو هلته دا هڅه ناکامه شوه ،ځايي اوسېدونکو حمیدالله توخی ونه مانه ، نوموړي په زابل کې ولایت کړی او د حزب اسلامي ګوند غړی پاتې شوی دی . 

په لویه کې ویلای شو چې دا پاڅنونه او په سیمه کې دولسي وګړو مخالفتونه یوځای سره راټوکېدلي دي . 

که وکتل شي په سیمه کې ولسي وګړي تر ډېره بریده دښمنۍ ،سیالۍ او له یو بل سره تربورګلویاني لري چې ورته وسله والي ډلي تل دیوه لوی ناورین سبب کېدای شي . 

له دې پرته دسیمه یزو اوسېدونکو وسله وال کېدل ددې سبب کېدای شي چې یوځل بیا په افغانستان کې پخوانیو تنظیمي جګړو ته لار حواره شي . 

همداراز دسیمه یزو ځايي اوسېدونو په بغل کې ښايی وسله وال طالبان بیا هم ښه پر مختګ وکړي او په افغانستان کې دننه پرنړۍ والو ځواکونو داخلي بریدونه زیات شي . 

بله اندېښنه چې دولسي جرګې او مشرانو جرګې ځینو غړو او په افغانستان کې دننه سیاسي او ټولنیزو مشرانو ته ورپیدا شوې ده چې ددې پاڅون تر شا ښايي ګاونډي هیوادونه لاس ولري ځکه پر ځای برېښي چې ورته پاڅونونه تر افغانستان وړاندي دډیورنډ دکرښي هاخو دپاکستاني پوځ له لوري په قبایلي سیمو کې پیل شول . دهغو پاڅونونو لپاره پاکستاني پوځ دایف ،ایم راډیو ګانو یو پراخ نیټورک وکاراوه . ټولي تبلیغاتي ادارې او همداراز هغه ژورنالیسټان او رسنۍ یې ددې کار دکامیابه کولو لپاره وکارول چې دپوځ او استخباراتي ادارې (ای – ایس – ای ) لپاره یې کار کاوه یا لږ ترلږه دهغوی تر اثر لاندي وو. دډېری نورو پاکستاني کړنو په څېر دا کار هم په افغانستان کې کټ مټ کاپي شو . هلته پاکستاني پوځ دې ته ځايي لښکري ویلې او په سلګونو پښتانه یې په طالبانو ووژل او دپاکستاني پوځ دا هڅه ناکامه شوه .

دا چې تر اوسه لا هم وختي دی ، په کار دي چې افغان حکومت ددغې پروژې که یې په لویه کې تمویلونکې امریکا وي ،او که دافغانستان حکومت یا ګاونډي هیوادونه مخنیوی وکړي . کنه په سیمه کې ځايي اوسېدونکي به دزورواکو او ټوپکوالو له داسي یوه ناورین سره مخ شي چې بیا به طالبان پر خپل ځای لاسونه وراته پړه کوي ، امریکا او افغان حکومت به یې دکنټرول او مخنیوي توان له لاسه ورکي  . 

دا ولسي پاڅونونه دواورې دغونډاري په څېردي چې هرڅومره یې ګیله وې هغومره به غټېږي او دهر چا دکور مخ ته چې ودرېدو مخنیوی به یې ناشونی وي . دطالبانو خو کنټرول شته او دملامحمد عمر په نوم یې دیوه مشر غږ راپورته کېږي ، خو دا پاڅونونه به په افغانستان کې داسي یوه بلا شي چې د(وبا) په څېر یې بیا کنټرول اسانه نشي کېدلای . ځکه نه خو په اصطلاح ددغو پاڅونوالو نه رسمي مشر او نه یې هم تراوسه تمویلوونکی هیواد او اداره معلوم دي .

که رښتیا ولسمشر کرزی، افغان لوړرتبه چارواکي او نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې دسولي پر لور ګام اخیستل غواړي ،بیا دي زموږ دهیواد استخباراتي اداره ملي امنیت پیاوړی کړي . دوی دي دملي پولیسو پر تقویه کولو هغه مصارف وکړي چې پر ولسي وګړو یې کوي . حکومت او ددوی ملاتړي دي اوس هغه محلي پولیس مسلکیان کړي چې ددوی لپاره په لومړي خط کې جنګېږي ، وسلې او امکانات نه لري . دوی دي دملي پوځ په لیکو کې بې توپیره افغانانو ته ونډه ورکړي او دپوځ سرتېري دي داسي‌ جبهو ته واستوي چې دهغوی سیمي وي . 

په داسي‌ صورت کې ښايي دافغانستان په امنیتي وضعیت کې څه ناڅه تغیر راشي‌،خو د سیمه یزو اوسېدونکو په وسله وال کېدو ښايي دا ناورین نور هم زیات شي او دیوې بلي کورنۍ جګړې پیل شي .  

لیکوال : میرویس افغان

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر …

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …