کور / رسنۍ / دولس له واکه بهر ولسي پاڅون!

دولس له واکه بهر ولسي پاڅون!


/قریب الرحمن شهاب

 

له څه مودې راهسې دهیواد له ځینې سیمونه د ولسي پاڅون په نوم راپورونه خپریږي او داسې ویل کیږي چې دسیمي عام وګړي ددولت دوسله والو مخالفینو پرضد راپورته شوي؛ افغان حکومت هم په ډیر احتیاط سره هغوی وستایل او ادعا یې وکړه چې خلک دوسله والو له فعالیتونه څخه ستړي شوي او پروړاندې یې راپاڅیدلي؛ که خپل تیر ته نظر واچوو زموږ په هیواد کې دا ډول پاڅون مخینه نه لري دا سمه ده چې افغانان یو دبل پروړاندې جنګیدلې او په خپلو منځوکې یې ډیرې تورې چلولې دي خو هیڅکله داسې نه دي شوي چې ولس د یوځانګړې افغاني ډلې پر وړاندې راپورته شوی وي او له هغې سره یې مبارزه کړې وي؛  خو پوښتنه داده چې ولې دا ولسي پاڅون کوونکي د بهرنیو ځواکنو پر وړاندې پاڅون نه کوي چې له دیني، مذهبي، کلتوري، سیاسي  اوله ټولو اړخونو ورسره په ټکر کې دي او هیڅ ګډه ګټه په خپل هیواد کې نه ورسره لري؟ داسمه ده چې ددولت وسله وال مخالفینو به عامو خلکوته ته زیان رسولی وی او دهغوی دځینو کارونو مخه به یې نیولې وی خو لږ ترلږه ولس خو ورسره یو ګډ دین اومذهب لري!

دولسي جرګې غړي په دې باور دي چې دې پاڅون کوونکو وسلې له کومه کړې، هغه امکانات چې دومره ژر ورسره  پیدا شول دا يې له کومه کړل، او هرجنګ ډیر نور لګښتونه هم لري دا ټول له کومه شول؟ ولسي جرګې له دولت نه وغوښتل چې ددي پاڅون کوونکو دوسلو ورکولو منبع پیدا کړي او مخه یې ونیسي خو ښکاره خبره ده چې له دې سره مرسته نه وي، څوک یې ملاتړ ونه کړي دا کار په دومره اسانۍ سره نه کیږي او نه هم د عام ولس دوس خبره ده ځکه زموږ دهیواد زیاتره وګړي په خپله ډوډۍ پیدا کولو پورې حیران دي دوی کله دومره غټه مبارزه په یواځې ځان سره کولای شي، او ټول افغانان ښه پوهیږي چې د پاڅون دا حس خو له دې پاڅون کوونکوسره پخپله نه دی پیدا شوی او که چیرې پخپله ورسره پیدا کیدلی له اوس مهال نه ډیرښه وختونه دپاڅون لپاره برابر وو خو ولس راپورته نشو اوس کوم الهام ورته وشو چې خلک د افغان حکومت دې وسله والو مخالفینو پرضد راپاڅیدل؟ په داسې حال کې چې وسله وال مخالفین یې هم پر وړاندې ډیر مقاومت نه کوي.

اوبله خبر دا چې  زموږ دفاع او کورنیو چارووزارتونو لس کاله په خپلو عسکرو کار وکړ هغوی یې وروزل وخت یې پرې ولګاوه پیسې یې پرې ولګولې او معاش یې ورته وټاکه خو په لسو کلنو کې یې لسو تنو ته دا روحیه ورنکړای شوی چې هغوی دخپل هیواد د دفاع په موخه وجنګیږي بلکې ټول دمعاش په سر جنګ ته ځې اوهلته قرباني ورکوي او د هیواد ټول امنیتي ځواکونو ددې ولس خلک دي؛ خو داڅنګه ولس ده چې په لسو کلونو کې دهیوادنۍ مینې روحیه نه اخلي او په یوه میاشت کې یې احساسات دومره را وپاریدل او دهیواد دومره مینه ورسره پیدا شوه چې دوی دیوې ځانګړي ډلې پروړاندې راپورته کیږي؟

په لومړیو کې به ریښتیا هم په د پاڅونونو کې دې ولس خلک وو خو په ډیرو کمو امکاناتو سره، مګر کله چې د ځینو کورنیو او بهرنیو کړیو لپاره دا لار پیدا شوه هغوی په ډیره بیړه سره د ولسي پاڅون منځ ته ور ودانګل او په غیر مستقیم ډول یې پکې ور ګډ کړاو دهغو ملاتړ یې پیل کړ؛ دا هغه کړۍ دي چې غواړي په هیڅ ډول یې له افغانستان نه لاس ونه خیژي او په هر ممکنه لاره چې وي دلته خپل شتون وساتي او خپلې ګټې خوندي کړي او دا دې همدې کړیو لپاره دخلکو له احساساتو نه دکټې اخیستنې غوره وخت دی او په ډیره اسانۍ سره کولای شي دلته یو بله ډله چې نوم یې هم ولس ده د ځان لپاره پیدا کړي.

دا پاڅون که اوس ډیر ګټور هم وي په راتلونکې کې به ښې پایلې ونه لري ځکه په دې سره جنګ د عامو خلکو منځ ته ځي او کله چې دا کار وشو نو دیوې بلې کورنۍ جګړې پیل ته به مو په خپل لاس ډیره اسانه لاره هواره کړې اوموږ دې اربکیانو په نوم یوه بله حکومت پلوه ډله لرو چې دا هم دسیمي له خلکونه جوړه ده او له ولسي پاڅون کوونکو سره مخالفه ډله ده مګر تراوسه دپاڅون په سیمو کې نشته خو دیرژر به په همدې سیموکې دا ډله هم زور ومومي او مخالفتونو لړۍ به پیل شي اوس که په یوه سیمه کې دیوه حکومت پنځه یا شپږ ډوله پلویان چې ملی ارودو، ملي پولیس، ملي امنیت، اربکیان، ولسي پاڅون کوونکي او بهرني ځواکونو وي نو پایله یې ضرور داده چې داخلک به یوه ورځ به خپلو کې سره جنګیږي او پښتو متل هم داسې دی چې قصبان ډیر شي نو غوا مرداریږي.

لکه څنګه چې ولس دهرې ملي ستونزي دحل لپاره ترټولو مؤثره قوه ده ددې کار دحل لپاره هم ګټوره لار په خپله ولس دی او کولای شي هغه ستونزي چې پخپله یې په منځ کې پیدا شوې حل کړي او پرې نږدي چې له پاکو احساساتو نه یې نور خلک ګټه واخلي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …