کور / رسنۍ / د غوړې مرغې واده

د غوړې مرغې واده

 

سعيد زابلى/

دا وخت په هر سيمه كې د ودونو د لګښتونو دودونه ملامتونكي دي، همدا علت دى چې ډېرى ځوانان بهرنيو هېوادونو ته مرګوني قاچاقي سفرونه كوي، مساپرۍ ګالي، كله كله خو دا كسان پر ايران واوړوي، په غرقو نشو اخته شي!! يا هم په هېواد كې دننه دا ځوانان چې غواړي  د ځان يا ورور ولور وګټي، 

له ناوسۍ داسې كارونو ته مخه كړي چې تر ډېره يې په لوړه كچه ټولنې ته په زيان تمامېږي.!! خو دا ربړه نه يواځې زموږ په ټولنه كې شته، بلكې نړۍ يې ننګولې ده، خو په كومه كچه  چې دا ستونزه له منځه ځي، په هومره اندازه په سيمه كې  خوښۍ وزرې غوړوي، ولټروايي: چې متاهل کسان څومره ډېرېږي، جنایت هومره کمېږي.

د دې لپاره غواړم چې د خپلې سيمې پر دغه دود ليكنه وكړم، په دې هيله چې ډېرو لوستونكو ته به نوي څه په كې تر سترګو شي، خو دا مهال چې ما د ځېنو نورو سيمو د ودونو لګښتونه او د خلكو پريشانۍ  لېدلې، خپلو خلكو ته مې زر افرينونه چوپ كړي چې په دې اړه يې د خپلې سيمې ځوانان د يوې لوې بلا له سيوري ژغورلي دي، د مشرانو د هڅو په بركت رامنځ ته شوى دا دود  د ستاينې او پيغام په توګه ليكم، په دې هيله هغې سيمو ته چې د واده له لګښتونو ځورېږي الهام بخښونكي وي. المانيان يو متل كوي( که ښځه او میړه وغواړي په کنډواله کې هم ژوند سره کولای شي) له بده بخته ډېر خلك له دې كبله چې خلكو ته كم رانه شي، دومره مصارف وكړي چې بيا يې له هودې نه شي وتلى، په پايله كې له ډول ډول كورنيو ستونزو سره لاس او ګريوان شي، يا د ځينو كسانو ودونه ځكه ځنډېډلي دي چې لوړو لګښتونو ته اوږه نه شي وركولى او كم لګښت دوى ته د پېغور بڼه لري.

د زابل ولايت د كلات ښار څخه د سويل خواته د شملزو، شينكۍ ، نوبهار او اتغر په نوم ولسوالۍ پرتې دي چې ډېرى اوسېدونكي يې د توخو او هوتكو له پرګنو دي، په دغه سيمه كې د هوتكو او د توخو د شملزو( باكورزي، علي شيرزي، انيزي، مشوزي) ترڅنګ بسوخيل، كشاڼي، لودينان، صاحبزاده خېل،د اتش نفس محمديار صاحبزاده اولاده، د بهاي جان صاحبزاده ستره كورنۍ) ساپي، لوڼي، يوسفزي، بابړ، خونديان، كاكړ چې د پولې دې خوا د شملزو د ډګرو په سيمه كې د ژوبۍ د غره په څنډه كې  مېشت دي او  قرش اوسي، سره له دې چې ګڼې پرګنې دي، خو دا مهال له نيكه مرغه په دغه سيمه كې خيلزيتوب يواځې د پېژندنې لپاره سمبول پاتې شوى دى، نو ځكه د يوه واحد قوم په څېر اوسي.

 په تاريخ لحاظ دا سيمه غوړه مرغه ده چې د پښتنو په هر تاريخ كې يې يادونه شته كله چې په كوم تاريخ كې د پښتنو د نيكونو په اړه څه لولو نو ضرور به په لومړي څپركي كې د بيټ نيكه (۳۰۰- ۴۰۰ هـ)او خرښبون (شرخبون، شرف الدين ٣١١ هجري کال) درانه نومونه مخې ته راځي خو كله چې  خرښبون نيكه د كسى په غره كې له خپله كوره بېلېږې، غوړې مرغې ته ځي، خرښبون نيكه اوس هم د شملزو د ولسوالۍ ودانۍ ته په پنځه كيلوميټرۍ كې د چپه غونډۍ شمال خواته په چمن كې ښخ دى او شيخ متي بابا(۶۸۸هـ كال)  د همدغې سيمې په غونډان غره كې ( د خداى مينه ) كتاب وكيښ.

اتغرد مليكار باباد استوګنې مركزو، د سره غره د جګړې پر مهال يې د مرغۍ چې همدغه سيمه هغه مهال د مرغې په نامه وه ، د ننګ لپاره اشعار ويلي دي( په سره غره بل راته اور دى… وګړيو جوړ راته پېغور دى) او په شينكۍ ولسوالۍ كې د پښتنو د ستر مشر ښالم خان كلا چې د ميرويس نيكه پلار و او د پښتنو وياړلى مشر ميرويس نيكه هم په همدغه كلا كې زېږېدلى و، تراوسه پورې ولاړه ده.

نوبهار كې معافان د كشاڼو مشهور كلى دى چې حضرت احمد شاه بابا له دې كبله چې ښه لاس پورته ستانه و، له عسكري خدمته معاف كړي و چې د طالبانو تر واكمنۍ پورې د احمدشاه بابا درانه فرمان ته په درنښت له همدې خدمته دوى معاف و، په دغه ولسوالۍ كې په تاريخي لحاظ مشهوره سيمه د شوبار سيمه ده چې د علامه رشاد بابا، شاه بهار باله او د تاريخ په اوږدو كې د غزني د واكمنۍ پر مهال مهمه سيمه پاتې شوې وه.

داسيمې سره له دې چې څلور ولسوالۍ په بر كې نيسي خو دودونه يې د يوه كلي په څېر دي، ښايې د دې علت دا وي چې د پېړيو په پوړيو كې دوى د ډېرو سيمه ييزو مسآلو ته چې تر ډېره پښتانه مشران له همدغې سيمې و،يو ځاى پاتې شوي دي او تل يې په يوه مشوره ټبريزې ستونزې حل كړې وي، د همدې ټولنيزو همكاريو بركت و او دى چې تر اوسه پورې د اشر پخوانى دود په قوي ځواك سره واكمن دي او په همدغه ډول د واده دود داسې بڼه په كې غوره كړې ده چې وخت او اقتصاد ته په كتو سره له ډېرو كړاونو خلاص دى.

كله چې دوې كورنۍ دوستۍ ته سره جوړې شي(په واده كې د هلك او نجلۍ د رضايت ونډه شته) ولور د افغانيو په حساب، له اتيا زره نيولې تر يونيمو لكو پورې دى چې دا نو تر ټولو لوړ ولور بلل كېږي.

خو د زوم پلار چې هر ځل د نجلۍ پلارته پيسۍ وروړي، د نجلۍ پلار د پښتني دود له مخې د زوم پلار او ورسره ورغليو خيښانو(دوستانو)ته لږې پيسې د لنګوټې(بګړي) د تقدس په نوم ورپرېږدي.

خو تقريبا د سل زرو په شاخوا كې افغانۍ د معمول په توګه اخيستل كېږي.

د نجلۍ پلار پيسۍ د لور د كور پر لوښو لګوي چې د واده لپاره په لاندې ډول خرڅه كوي:

له پنځو نيولې تر اتو بوشترې چې يوه بوشتره( كورپچه يا نالي، تلتك، بالښت) وي وركوي، د دې ترڅنګ، د ايسټيل، لوښي يو سيټ، چيني لوښو سيټ او كله كله پلاسكو سيټ چې دا اوس رواج شوى دى.

ګډوه، د چايو پخولو لوې او وړې چاي جوشې، ګډوه، بدنۍ د كاليو جوړولو ماشين او پخوا به يې نغرۍ او تبخۍ هم وركول خو اوس يې ځينۍ د هغو نجولو پلرونه چې لوى كورته يې لور ور كړې وي، د دې لپاره چې لور يې په هغه كور كې د د نفاق سبب نه شي او  ځان ته كور جوړولو فكر ونه كړي، نه وركوي.

د پردو سيټ چې د نجلۍ له خوا د پيغلتوب پر مهال جوړيږي، وردګۍ جوړې شوې د پسو له وړويو كمبلې(غالۍ) وركوي.

د دې ترڅنګ ټول هغه واړه واړه توكي چې په كور كې د استعمال وړ وي وركول كېږي.

ناوې ته د پلار د كور له خوا د وس تر بريده د غاړې كالي وركول كېږي چې له پنځو جوړو نيولې ان تر دېرشو جوړو پورې وي، په همدې ډول د ناوې د پلار له خوا په پوښ كې چې له ناوې سره د زوم كورته وړل كېږي، د زوم پلار وروڼو مور، خوندو او كاكاګانو، لپاره كالي، لنګوټۍ او ټيكري وركول كېږي.

د زوم پلار: د واده د پوښ لپاره د نجلۍ لپاره څو جوړې كالي، د وس تر بريده كوي، د ناوې مور، خوندو، پلار نورو خپلوانو لپاره، كالي، بګړۍ، واګې، دسملونه، وټي او ټيكري ور وړي، خو دا پواښ د واده د شپې د معلومولو پر وخت او يا  له ښځو وراباڼو سره ور وړل كېږي، كله چې يو وړل شي، د ناوې په كور كې د ناوې خپلوان راځي او د ناوې پوښ ګوري.

د سرو زرو دود نشته، خو د نجلۍ لپاره دوديزې ګيڼې چې ارزان بيه دي وركول كېږي. پخوانيو وختو كې سپين زر دود وه خو اوس دا دود هم له منځه تللى دى.

د واده ورځ:

د واده د ورځې لپاره د زوم پلار د ناوې پلار ته د كوتونې (د واده خرڅه)په نوم پيسې يا پسه وركوي چې د ناوې پلار د واده لپاره خرڅه ورباندې وكړي، كه څه هم دا حتمي نه ده خو زيات مهال د ناوې پلار غريب وي يا د زوم پلار غواړي ډېره ورا (نارينه) وراباڼې(ښځې) د واده په ورځ له ځان سره د ناوې كورته بوځي په دې خاطر د ناوې له كورنۍ سره مرسته كېږي.

خو په ټوليز ډول په دغو ودونو كې چې د لوړې كچه مصارف وشي، نو تر يوسلو اتيازره افغانيو نه لوړيږي چې دغه مصارف د زوم كورنۍ په اسانۍ سره د هغو ودونو په پرتله په اسانۍ سره پوره كولى شي چې دا مهال يې په نورو سيمو كې ځوانان له سختو كړاونو سره مخ كړې ده.

د دې ودونو د ګڼو او تلپاتې خوښيو راز په دې كې دى چې مصارف يې لږ او دواړه كورنۍ راضي وي.  

د واده په ورځ ځينې پخواني دودونه:  ورا چې كله د ناوې كلي ته راشي، يوه سپين سرې يې مخ ته  لويه د ځوزو له بوټو لمبه وكړي چې د سترګو روښانه كولو په مانه ده او زوم چې لمبه تته شي، پښه تر اړوي، زوم چې چيرته ناست وي د كلي هلكان ورته څار وي ترڅو يو ګوټ(بوټ) يې پټ كړي او زوم لڅې پښې كړي(كليواله دوديزه ټوكه).

 يو چرګ هغه موټر ته قرباني شي چې ناوې په كې وړي او په ټېرونو يې سره چاړه راتېره كړي پخوا به د اسونو ښنګري و.

 زوم د ناوې كورته له ورور يا د كاكا له زوى سره ځي ماليده(غوړه خوږه ميده شوې ډوډۍ) خوري خواښې يې پر سر مېوه شيندي، نوې كالې وركول كېږي مخ ته يې اوبه شيندلې كېږي او زوم ته د ناوې په كور كې  لنګوټه، خولۍ دسمال، پټو او بټ وركول كېږي چې زوم، خو كله كله شوخوكانې خوښينې كوشش كوي چې د زو پام نه وي يا شرمېږي كښته ګوري، دوى يې نيږدې څنګ ته كښېني د زوم لمن په نالي پورې په ستن او سپڼسي (تار)ګنډي چې كله زوم ولاړېږي نالي هم له ځان سره پورته كوي(كليواله دوديزه ټوكه) خو له زوم سره ورور يا د كاكا زوى له دې كبله د ناوې كورته  ځي چې دا لوبه ورسره ونه شي.

لاس سره:

لاس سره له زوم سره راغلې ورا په خپل منځ كې پيسې اچوي چې هر څومره شوې زوم  او ناوې ته وركول كېږي.

كله چې ورا ځي نو په دغو كسانو كې يو تن د چايو كوپ(ګيلاس) خاورينه پياله پټه په جيب كې اچوي كله چې د زوم كورته ورسېږي، جيب ته لاس كړي وايي چې د ناوې بخت يا عقل مې راوړى دى.

 د خوسر(خسر) كورته چې ناوې ورسېږي، نو د ناوې لپاره ښځې د سراى(كلا) دروازه بنده كړي. د زوم پلار ورته راشي پيسې وركړي كله چې له دې دروازې تېره شي، د خونې دروازه ورته بنده كړي، بيا نو د زوم پلار د ناوې لپاره غوا، پسه، سخوندر په ټيكري كې وركړي او يا نغدې پيسې وركړي.

د واده له مياشتې تېرېدو وروسته چې ناوې د پلار كره په سرواره ځي(سرواره د ناوې له واده وروسته تګ ته ويل كېږي) مېوه، چې د زوم كور يې په كومه اندازه وس لري مور او پلار ته تحفه وړي چې په همدې شكل بېرته د خپل پلار له كوره راځي په ورته شكل مېوه او چې وس ولري كومه تحفه ځان سره وړي، خو ناوې ته د پلار په كوركې جوړه (كالي)كېږي.

تاريخي كړكۍ مې ځكه پرانيستې چې د سيمې په اړه د لوستونكو معلومات زيات شي.

پټه خزانه – ۱۷ مخ 

  پښتانه شعرا – ۵۲ مخ

  مخزن افغاني 

تارتيپ

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …