کور / رسنۍ / نااشنا تګلاره ……..سليم صافى (١) برخه

نااشنا تګلاره ……..سليم صافى (١) برخه

 

پرمنهاس هوايې ډګر کامره دبريدد ترسره کولو پړه منل اودرسنيوپر رول دنيوکى لپاره د پاکستان دطالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان زنګ وغږيد ترې ومې پوښتل چې په شمالى وزيرستان د عملياتو په صورت کې به ستاسو عکس العمل څه وې هغه په ځواب کې وويل :

چې دځواب د ورکولو يې پوره چمتووالې او تابياوې نيولى اوپه ګرد هيواد (پاکستان) کې به د کامره هوايې ميدان په څير د ځوابونو وړتياوې لرې د 

طالبانووياند احسان زياتوې چې دهغوې په ګوند کې ددې وړتيا شته چې دکامرې په څير په سلګونو عمليات ترسره کړې چې له امله به يې په ټول پاکستان کې خلک په يوه ستونزه کې ښکيل کړي ، د احسان الله له خبرو څرګنديدل اوله يوشمير نورو لارو څخه هم داسې حقيقت څرګنديږې چې دا ځل به تحريک طالبان پاکستان دعملياتو په ځواب کې (په شمالى وزيرستانونوعمليات) طالبان دهغې ځواب په لويو ښارونوکې ورکړې ….؟

داهم يو حقيقت دى چې په تيرو دوو کلونو کې د تحريک طالبان پاکستان ګوندپه صلاحيتونو او ځواک کې خورا ډيروالى رامنځته شويدى اوکم شوې خو هيڅکله نه دى…..!

شمالى وزيرستان د تحريک طالبان پاکستان مرکزحتماً دى آيا په شمالى وزيرستان کې پوځى عمليات د مسئلى حل دى ؟

زما په اند ځواب يې منفى دى وجه يې داده چې شمالى وزيرستان يو جزدى اوکل نه دى يعنى شمالى وزيرستان يوه برخه ده او او ياده سيمه نه احاطه کوى همدغه ستونزه ده چې شمالى اوسويلى وزيرستانونه ستونزه او مسئله نه ده اصل مسئله تضاد دى دپاکستان په تګلارو کې تضاد او کنفيوژن 

( دهماهنګى نه شتون يا ستونزه  )  دى که ياد تضاد بيا هم دوام ومومي داخو يو اپريشن (عمليات دي که په شمالى وزيرستان ) کې ددې په څير لسګونه عمليات ترسره کړې نوسربيره د پوځى تلفاتو او د عوامو په فکرونوکې دهغوې په  سپکوالي کې ډيروالى  د رامنځته کيدوسربيره بله کومه پايله نه لري . 

ها البته که په خپله تګلارو کې يادو ستونزو او مسئلو ته خاتمه ورکړى نو دپاکستان ستونزه او مسئله حل کيداى شى . 

د کنفيوژن (ګډوډيو) په خپرولو سره د سياستوالو  ، شنوونکو او خرڅ شوو ليکوالانو مسئله له هغې سره توپيرلري . 

خلک پدې پوهيږې چې کومو خپلو بدنونو پورې د بمونه تړي ،کله په مهران هوايى ډګر ، کله په سترفوځي مرکز (جي ، ايچ ، کيو) کله په منهاس کامره هوايى ډګر ، کله افتاب احمد خان شيرپاو ، کله پراميرمقام او کله هم اسفنديارولى خان  په نښه کوي…….؟ اوهغه (طالبان) چې دپاکستان جمهوري نظام په طاغوتى اودهغوې سره مرسته کوونکو په ګډون د ټولو سياسى مذهبى ګوندونو مشران د طاغوتيانو په نومونو ستايې نه خو له اسمانه راغلى دي اونه هم له امريکا څخه راغلې دي اونه هم له هندوستان هيواد څخه راغلې دى هغوې زموږ خپل خلک او وګړي دي (طالبان) او هم موږ هغوې په دغه لار روان کړيدي  موږ ورته ياده لا ر ورښودلى ده په يادو وګړو کې اکثريت دهغه کسانو ليدل کيږې چې پخوا له کوم مذهبى يا جهادى ګوندونو سره يې تړاو درلودلي وي  پردغه لار هغوې بل چانه بلکې زمونږ پخوانيو تقاعد شوو جنرالانو ، ياجماعت اسلامى ، جي ، يو، آى په څير ګوندونو مشرانو ورته ياده لار په ګوته کړيده دهغوې په لاسونوکې يې توپک ورکړاوغرونو ته يې وليږداوه اوخپله يې پرې سياست او تصبرى پيل کړى . 

لدې امله زه پدې خبره ټينګار کوم چې اصل مجرمان دغه ساده او بې ګناه وګړى نه دې بلکې د پوځ تقاعد شوې جنرالان ، سياستوال ، او شوونکي دي کوم چې نورو خلکو ته د جهاد او وژني لار ښايې اودخپل اولاد د ښه راتلونکى لپاره ترخپله وسه زور لګوې ……؟

دلومړۍ برخي پای / لیکنه دوام لري 

لیکوال سلیم صافي / دپاکستان دجنګ او جیو د(جرګه) پروګرام چلوونکی او دخبریال ویبپاڼې همکار.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

له شربت بي بي نه تر شربت قیدي پوري ! سلیم صافی 

په اتیا یمه لسیزه کې چې دجنرال ضیا الحق واکمني وه ، ټوله پاکستان افغان …

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …