کور / رسنۍ / په شارجه کې د افغان کرېکټ لپاره تاريخي شپه او د کرېکټ راتلونکې

په شارجه کې د افغان کرېکټ لپاره تاريخي شپه او د کرېکټ راتلونکې

 

افغانستان د خپل کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یوه نړیواله یوه ورځنۍ تاریخي، ریکارډي سیالۍ کې په یوه نړیوال لوبغالي چې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې پروت دی، له داسې لوبډلې سره مخامخ شو چې د کرېکټ نړۍ لومړی ځای لري. 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یوځل بیا ټولې نړۍ ته وښودله چې دوی له د د سترو ویاړونو وړتیا لري. 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اګېسټ میاشتې په ۲۵ نېټه د افغانستان پر مهال په ۰۶:۰۰ بجو د شارجې نړیوال لوبغالي ته ښکته شول او له استرالوي لوبډلې سره یې د لوبې پچه واچوله، که څه هم د لوبې  پچه استرالیا وګټله خو بیا هم افغانانو په ښې روحیې لوبغالي ته راودانګل او د استرالوي لوبغاړو پر وړاندې یې توپ اچول پیل کړل.

لوبه د افغانستان پر مهال په پوره ۰۶:۳۰ بحو پیل شوه، د استرالیا له خوا د لوبې دوه پیلوونکي لوبغاړي ډېوېډ وارنر او متي وېډ وو هغه لوبغاړي چې د استرالیا لپاره یې له افغان ملي لوبډلې سره لوبه پیل کړه.

افغان تکړه کیڼ لاسي تېز توپ اچوونکي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د افغانستان له خوا په ښې روحیې لوبه پیل او د لوبې لومړی توپ یې واچاوه، شاپور ځدارڼ د افغانستان هغه توپ اچوونکی و چې وتوانېد د لوبې د اووم اور په پای توپ سره د لوبې پیلوونکی استرالوي لوبغاړی ډېوېډ وارنر په 24 منډو له خپلې مخې لېرې کړ.

د لوبې د 35 اور په پای توپ بل افغان آلرونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل وکولای شول د استرالیا تر ټولو تکړه لوبغاړی متي وېډ چې د استرالوي لوبډلې ویکټ ساتنه هم په غاړه لري په 75 منډو له خپلې مخې لېرې کړي. 

د لوبې د 37 اور په دویم بال تکړه لوبغاړي محمدنبي عیس خېل یوځل بیا وکولای شول د استرالیا بل تکړه لوبغاړی مکسویل په 2 منډو له خپلې مخې لېرې کړي. 

د لوبې د 38 اور په پای توپ یو ځل بیا بل افغان لوبغاړي سمېع الله شینواري وکولای شول ښکلی توپ واچوي او د استرالوي لوبغاړي او کپتان مایکل کلارک ترټولو مهمه ویکټه واخلي، د استرالیا کپتان مایکل کلارک په تاریخي او ریکارډي ډول د شهزاد محمدي له خوا سټمپ اوټ شو. شهزاد په ډېر ډ‌اډه او جالب ډول توپ په خپلو لاسونو کې ونیو او امپیر یې هم را خبر کړ او نور یې نو پرې ویکټه ووهله. مایکل کلارک هم د متي وېډ په شان په 75 منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د استرالیا له خو دغو دوو لوبغاړو متي وېډ او مایکل کلارک په زړه پورې 131 منډې ملګرتیا وکړه دوی د دغې ملګرتیا لپاره 170 بالونه ولوبول، د دوی د ملګرتیا ترټولو جالبه دا وه چې د یوه توپ په توپیر دواړو په پرله پسې ډول خپله نیمه سلیزه پوره او داوړه په 75 او 75 منډو اوټ شول. 

د استرالیا بله ملګرتیا په 32 بالونو 53 منډې وې چې د مایکل هسي او او بیلي ترمنځ وشوې.

د لوبې د څلورم لوبغاړي له سوځېدو وروسته د استرالیا لپاره دوو وروڼو ډېوېډ هسي او مایکل هسي لوبه پیل کړه، خو د دغو دوو وروڼو ملتیا یو ځل بیا په رن اوټ سره پای ته ورسول شوه، دولت ځدراڼ د 44 اور وروستی بال په زړه پورې ولوباوه چې بل تکړه افغان لوبغاړي له کور څخه په ډېرې چټکۍ سره را وګرځاوه او ویکټه یې پرې وویشته چې په پای کې د لوبغالي درېیم امپیر د تلویزیون په پرده ډېوېډ هسي اوټ اعلان کړ.

ډېوېډ هسي په 13 منډو خپله ویکټه افغان لوبغاړو ته پرېښوده.

د لوبې د 49 اور په پای ته رسېدو سره یو ځل بیا تکړه افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ یوځل بیا وکولای شول په خپل چټک توپ سره بیلي له خپلې مخې لېرې کړ هغه هم په کلین بولډ سره، خو تر ټولو جالب او په زړه پورې د شاپور ځدراڼ سټایل و چې له اوټ وروسته یې وکړ. کله چې شاپور ځدراڼ استرالوی لوبغاړی له خپلې مخې لېرې کړ نو یې خپل لاس په هوا کې پورته کړ د کرېکټ په اصطلاح کې د فریټ هېټ اشاره یې وکړه او بیا یې خپله ګوته جګه او لوبغاړي ته یې له لوبغالي د تلو اشاره وکړه، چې د ډېرو د پام وړ وګرځېده.

او بالاخره د لوبې وروستی او طلايي اور چې افغان سپېنر لوبغاړي کریم خان صادق د دوو لوبغاړو په سوځولو سره ولوباوه، کریم صادق که څه هم د وروستي اور په لومړي بال شپږیزه خو په دویم بال سره یې تکړه او تېز منډې جوړونکی لوبغاړی مایکل هسي  په 49 منډو کلین بولډ اوټ کړ.

همدا راز کریم خان صادق د وروستي اور په 4 بال بل استرالوی لوبغاړی پټېنس کلین بولډ اوټ کړ.

استرالیا د پوره 50 اورونو په لوبولو او 8 لوبغاړو په سوځېدو 272 منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د 273 منډو هدف وټاکه. 

افغان لوبه پیلوونکو لوبغاړو کری خان صادق او جاوېد احمدي لوبه د کریم خان صادق له خوا په لومړي بال څلوریزه پیل کړه. 

د لوبې لومړی اورجېمز پټېنس خو دویم اور یې مایکل سټارک ولوباوه مایکل سټارک وکولای شول په خپل لومړي او د لوبې په دویم اور کې افغان لوبه پیلوونکی لوبغاړی جاوېد احمدي په 0 له خپلې مخې لېرې کړي. 

افغانستان ونه توانېد خپلې ویکټې وساتي او په وار وار یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، کریم خان صادق هم چې ملتیا یې اصغر ستانکزي کوله د لوبې د شپږم اور په پای توپ سره په18 بالونو  17 منډو خپله ویکټه کلین بولډ سټارک ته پرېښوده.

 

د اصغر ستانکزي ملتیا ته محمد شهزاد محمدي راغی، محمد شهزاد محمدي هم د تېزو استرالوي توپ اچوونکو پر وړاندې خپله ویکټه ونه شوه ساتلای او د لوبې د 12 اور په لومړي بال یې په 12 بالونو 11 منډې جوړې او خپله ویکټه یې پټېنسن ته پرېښوده.

خو د افغانستان له خوا اصغر ستانکزی لا ولاړ و چې ملتیا ته یې د افغان لوبډلې کپتان نوروز منګل راغی خو نوروز منګل د پټېنسن یوازې یو بال ولوباوه او په دویم بال یې خپله ویکټه ال بي ډبلیو پټېنس ته پرېښوده. 

د اصغر ستانکزي ملتیا ته آلرونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل راغی او په ښکلي بېټېنګ سره یې لوبې رنګ واړاوه.

اصغر ستانکزي او محمدنبي عیس خېل وکولای شول په 115 توپونو 86 منډې ملګرتیا وکړي. 

محمد نبي عیسی خېل ډېره تېزه لوبه پیل کړه او د استرالیا په سپېنر بالر یې ډېرې لوړې لوړې او اوږدې 4 تاریخي شپږیزې ووهلې، محمد نبي عیسی خېل 60 بالونه ولوبول او د 3 څلوریزو او 4 شپږیزو په مټ یې 46 منډې جوړې کړې خو د لوبې د 31 اور په 4 بال یې خپله ویکټه تېز استرالوي توپ اچوونکي جانس ته پرېښوده.

اصغر ستانکزی لا ولاړ و چې سمېع الله شینواری یې ملتیا ته راغی.

اصغر ستانکزي د افغانستان لپاره ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او په 95 بالونو یې خپله نیمه سلیزه پوره کړه که څه هم دی ډېر سخت ستړی و او له هر شاټ سره په ځمکه پرېوتو خو بیا یې هم په 106 بالونو 66 منډې جوړې کړې ده په خپل بېټېنګ کې شپږ څلوریزې درلودې.

کله چې افغانستان اصغر ستانکز له لاسه ورکړ پر افغانستان فشار ډېر شو او بالاخره پاتې افغان لوبغاړو روحیه کمزورې شوه.

په کریس سمېع الله شینواری ولاړ و چې ملتیا ته یې نجیب الله ځدراڼ راغی، نجیب الله ځدراڼ د افغانستان د نولس کلنو ملي لوبډلې تکړه کیڼ لاسی بېټسمین لوبغاړی دی چې په هېټېنګ کې ښه نوم لري. 

خو د استرالیا پر وړاندې تر سختې اغېزې لاندې و او د 37 اور په 4 بال یې جانسن ته په لومړي بال سره خپله ویکټه په صفر استرالوي لوبغاړي ته پرېښوده. 

سمېع الله شینواری ولاړ و او یوازې یې د استرالوي بالرانو توپونو درول خو په وروستیو کې کله چې د ده ملتیا ته ګلبدین نایب راغی سمېع الله شینواري د لوړو شاټونو هڅه وکړه چې وتوانېد یوه څلوریزه ووهي، سمېع الله شینواري په 22 بالونو 14 منډې جوړې کړې او په بولډ سره د استرالوي لوبغاړي مایکل سټارک څلورم ښکار شو.

په کریس ګلبدین نایب ولاړ و او ملتیا ته یې دولت خان ځدراڼ راغی، ګلبدین نایب یوځل بیا په 3 لوړو شپږیزو سره د لوبې بڼه بدله کړه خو په ډېرو نازکو شېبو کې ګلبدین نایب په 22 ډېرو تېزو منډو خپله ویکټه د پټېنسن په بال مایکل کلارک ته شکمن ډول پرېښوده، که څه هم په لومړي سر کې اوټ ورنه کړل شو خو وروسته په ځلونو ځلونو تکراري بڼه تېره شوه او بالاخره ګلبدین نایب سوځېدلی اعلان شو.

دولت ځدراڼ ولاړ و چې ملتیا ته یې د افغانستان وروستی لوبغاړی شاپور ځدراڼ راغی دوی دواړو ښه ملتیا ونه شوای کړای او دولت ځدراڼ خپله ویکټه د ډهرټي په بال مایکل هسي ته پرېښوده. 

دولت ځدراڼ خپله ویکټه په 18 بالونو په اتو منډو سره پرېښوده، ده دوې څلوریزې هم درلودې. 

افغانستان په 206 منډو کې د 44 اور په جریان کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې استرالیا ته د 66 منډو په توپیر وبایلله. 

یانې په ټول کې افغانستان لومړی په بالېنګ کې شاپور ځدارڼ 8 اورونه ولوبول 60 منډې یې ورکړې دوه ویکټې يې هم ترلاسه کړې. 

دولت ځدراڼ 10 اورونه ولوبول 53 منډې یې ورکړې او کومه ویکټه یې ترلاسه نه کړه. ګلبدین نایب 2 اورونه ولوبول 18 منډې یې ورکړې کومه ویکټه یې ترلاسه نه کړه. کریم صادق 6 اورونه ولوبول 22 منډې یې ورکړې 2 لوبغاړي یې وسوځول. جاوېد احمدي 4 اورونه ولوبول 16 منډې یې ورکړې کومه ویکټه یې ترلاسه نه کړه. سمېع الله شینواري 10 اورونه ولوبول 48 منډې یې ورکړې 1 ویکټه یې ترلاسه کړه یو اور یې په پوره ډ‌ول په استرالوي لوبغاړي مېس کړ. 

او محمد نبي عیس خېل 10 اورونه ولوبول 50 منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې ترلاسه کړل.

همدا راز استرالوي لوبغاړو جېمز پټېنسن 9 اورونه ولوبول 46 منډې یې ورکړې یو اور یې په بشپړ ډول مېس کړ او 3 ویکټې یې ترلاسه کړې.

مایکل سټارک 9 اورونه ولوبول 47 منډې یې ورکړې 4 لوبغاړي یې وسوځول او یو اور یې په بشپړ ډول مېس کړ. مایکل جانس 9 اورونه ولوبول او 34 منډې یې ورکړې 2 لوبغاړي يې وسوځول او یو اور یې په بشپړ ډول مېس کړ. ډهورټي اته اورونه ولوبول او 34 منډې یې ورکړې 1 لوبغاړی یې وسوځاوه او 1 اور یې په بشپړ ډول مېس کړ. مکسویل 5 اورونه ولوبول 2 اورونه یې مېس کړل 21 منډې یې ورکړې خو کوم لوبغاړی یې  ونه سوځاوه. ډېوېډ هسي 2 اورونه ولوبول اته منډې یې ورکړې او مایکل کلارک 2 اورونه ولوبول 6 منډې یې ورکړې.

افغانستان یوازې 8 اضافي منډې ورکړې چې یوه بای منډه 4 لېګ بای منډې 2 نوباله او 1 وایډ بال. خو استرالیا بیا 21 اضافي منډې ورکړې چې 11 وایډ بالونه 9 یې لېګ بای منډې او یوه بای منډه ورکړه.

د استرالیا پر وړاندې د افغانستان بالېنګ تر استرالیا مخکې او د کرېکټ ټولو کارپوهانو ښه وباله خو په بېټېنګ کې افغانستان د استرالوي بالرانو ترسخت فشار لاندې و له همدې امله یې هم ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې.

استرالوي لوبغاړو کله چې لوبه پیل کړه او د افغان لوبغاړو له پیاوړي مقاومت سره مخ شول نو لوبه یې سخته کړه او په ډېرې سختۍ یې لوبه وګټله.

استرالوي لوبغاړو ویلي چې دوی د افغان لوبډلې په اړه دومره فکر نه کاوه خو کله چې ورسره مخامخ شول نو په پوره ډول یې وړتیاوو ته تسلیم دي. 

استرالیا هغه هېواد دی چې په 1987 کال کې د لومړي ځل لپاره انګلېستان ته په ماتې ورکولو سره د ټولې نړۍ اتلولي خپله کړه. دوی وکولای شول په 1999 زیږدیز کال کې دویم ځلي په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره وتوانېدل د نړۍ اتلولي خپله کړي او په 2003 کال کې بیا په درېیم ځلي ډول وتوانېدل هندوستان ته په وروستۍ لوبه کې په ماتې ورکولو سره د نړۍ اتلولي خپله کړي خو په 2007 کال کې د درېیم پرله پسې ځل لپاره په پایلوبه کې د سرېلانکا په ماتولو سره توانېدلې د ټولې نړۍ اتلولي خپله کړي.

په داسې حال کې چې د استرالیا تاریخ ډېرې اوږدې مودې ته ورګرځي خو افغانستان یوازې څوکلونه کېږي چې په نړیوالو لوبغالو لوبیږي د یادولو وړ ده چې افغانستان ته یوازې دوه ځله چانس ورکړل شوی چې له پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو سره لوبه وکړي چې لومړۍ یې د 2011 کال په فبرورۍ کې د پاکستان خلاف او بله یې له استرالیا سره دا لوبه تېره شوه. د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي مینه وال او نړیوال په دې باور دي چې که افغانستان ته له نړیوالو لوبډلو سره د لوبېدو چانس ورکړل شي کولای شي په ټوله نړۍ کې ښه نوم وځلوي.

د استرالیا خلاف د افغانستان په دې لوبه کې دوه نولس کلن لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او دواړه ترسختې اغېزې لاندې و چې ترډېره یې لامل بې تجربه توب بلل کېږي. 

 خو هغه افغان لوبغاړی چې مودې کېږي د ده له لوبې څوک نه دي خوښ یوځل بیا یوه ښه لوبه وکړه او یوازېنی لوبغاړی و چې د افغانستان لپاره یې نیمه سلیزه پوره کړه، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان هم په ضمه واری لوبه ونه شو کولای او په صفر یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه. 

افغانستان راروانې مهمې سیالۍ لري چې لوبغاړي دا مهال د دغو مهمو لوبو په لور روان دي، افغانستان د سپټمبر په 2 نېټه د ویسټ انډیز د آزادۍ په ورځ د دغه هېواد په بلنه دغه هېواد ته ورځي او هلته یوشمېر لوبې لري خو افغانستان د سپټمبر میاشتې په لومړیو ورځو کې د سرېلانکا په لور ځي هغه هېواد چې ټاکل شوې له نن یوازې 24 ورځې وروسته پکې د 2012 کال نړیوال شل اوریز کپ پکې وشي. افغانستان د نړیوال شل اوریز کپ سیالیو وړاندې د سپټمبر په 15 نېټه د سرېلانکا له الف لوبډلې سره چې د سرېلانکا سېنیر ملي لوبغاړي هم پکې لوبیږي لوبه لري. افغانستان د سپټمبر په 17 نېټه له ویسټ انډیز سره هم یوه نړیواله لوبه لري چې دوستانه ده دا د افغانستان لپاره نړیوال کپ سیالیو ته په چمتووالي کې ترټولو مهم دي. 

افغانستان هم نړیوال شل اوریز کپ ته لار موندلې چې د 2012 کال په لومړیو کې یې په شارجه کې کولیفای یا لارموندنې لوبې وکړې او سر په سر یې 8 لوبې وګټلې خو په پایلوبه کې یې له آیرلنډ ماتې وخوړه چې دغو دواړو هېوادونو آیرلنډ او افغانستان 2012 کال سرېلانکا نړیوال شل اوریز کپ ته لاره موندلې.

افغانستان په نړیوال شل اوریز کپ کې په A ګروپ کې دی چې لومړی لوبه یې د سپټمبر په 19 له هندوستان او دویمه لوبه یې په 21 له انګلېستان سره ده.

خو دا د هم هېره نه شي چې افغانستان د 2013 کال په مارچ میاشت کې د لویو وچو د کپ سیالیو پر دوام له سکاټلنډ سره څلور ورځنۍ سیالي لري. 

افغانستان په هندوستان هېواد کې د سکول لېول سیالۍ هم لري چې د افغانستان دوې ښوونځۍ به ګډون پکې کوي او همدا راز افغانستان د نولس کلنو اېلېټ کپ سیالۍ لري د مالېزیا په کولالامپور کې. افغان شپاړس کلنو وار له مخه دغه ټورنامېنټ ته لاره موندلې ده. 

او دا هم د یادولو وړ ده چې د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په نړیواله کچه په لسو غوره هېوادونو کې ځای پیدا کړ او د پلېټ چمپین شيپ کپ سیالیو نایب قهرماني يې راوړه.

د ویلو وړ دا هم ده چې په تېرو شاوخوا 8 میاشتو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د افغانستان تکړه تېز توپ اچوونکی حمید حسن نه و چې هغه هم بېرته راګرځېدلی او په سپټمبر میاشت کې به د افغانستان لپاره په نړیوال شل اوریز کپ سیالیو کې ولوبیږي. او دا هم نړیوال شل اوریز کپ سیالیو ته اعلان شوی افغان نوملړ: نوروز منګل کپتان، محمد نبي عیسی خېل مرستیال کپتان، حمید حسن، کریم خان صادق، محمد شهزاد محمدي، سمېع الله شینواری، نورعلي ځدراڼ، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، ګلبدین نایب، جاوېد احمدي، نجیب الله ځدراڼ، شفیق الله شفق او نسیم پړېڅ.

د افغانستان کورنی کرېکټ هم له سختو بدلونونو او سیالیو له ډک مهالوېش سره مخ دی، په 2013 کال کې به د افغانستان په کورني کرېکټ کې ستره پېښه د APL  افغانستان پرېمیر لیګ سیالۍ دي چې په ننګرهار ولایت کې کېږي، دغو سیالیو ته ګاونډي او نړیوال هېوادونه رابلل کېږي چې افغانستان ته ډېرې ګټې لري. همدا راز افغانستان انټرپرووېنشل کپ سیالۍ لري چې د افغانستان 34 ولایتونه پکې ګډون کوي دا 20 اوریزه سیالۍ دي. 

لیکوال : رحمت الله جمالزی

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …