کور / رسنۍ / دوه زره څوارلسم م کال ،هیلې اواندېښنې

دوه زره څوارلسم م کال ،هیلې اواندېښنې

 

په افغانستان کې دامریکااونړیوالې ټولنې دحضورچې ظاهراًد هیوادته دسولې دټینګښت اویوباثباته حکومت دجوړونې په موخه راغلي وو،یوه لسیزه پوره شوه ،خو داسې ښکارې چې نه یوازې شته نسبي سوله له منځه تللې،بلکې ددوی په مرسته دجوړشوی نظام ستنې ورځ تربلې لړزیږي او 

دهیوادپه ګوټ،ګوټ کې دیوې خاموشې جګړې لمبې زوراخلی.

امریکایي سیاستوالوچې یومهال یې په افغانستان کې دسولې ترنامه لاندې دیوې بې نومه جګړې په مرسته خپلې موخې پلې کولې، دادي اوس له دې هیواده دوتلولپاره دلنډواوآسانه لارودموندنې په فکرکې دی.

دسپټمبریولسم له پېښې ورسته چې کله دامریکاپخواني ولسمشرجوج بوش په  افغانستان کې دده په وینادترهه ګرې دله منځه وړلوهوډ وکړاودناټوغړوهیوادونویې هم ورته هیله  وکړه ،نوهغه مهال هم ځینوهیوادونوپه افغانستان کې خپلې ګټې اوموخې لیدې اوځینې هم ددې ټولنې دیوه غړي په توګه دې ته اړشول چې بایدجګړې ته خپل سرتیري واستوي.،خودادي لس کاله ورسته یې دې ته پام شوچې له اروپابهردناټودتړون داتصمیم یوه تیروتنه وه ،ځکه داسې ښکاري چې ددې تړون دپاشل کیدواوماتیدوویره ورځ تربلې پیاوړې کیږي . په افغانستان کې دامریکایي پوځیانومصارف اوتلفات هغومره زیات ووچې دامریکا  ولسمشربارک اوباما دې ته اړشوچې ددې هیوا دلپاره خپله پالیسي له سره بدله  کړي او۲۰۱۴ م کال دخپل جنګي ماموریت ورستی کال وټاکي،خوددی ضرب الجل له ټاکل کېدوورسته دځینوسیاستوالوترمنځ یولړاندېښنې راپیداشوې ،تردې چې ځینولویدیځوسیاستوالوپه ولسمشراوباما نیوکې وکړې ،ځکه ددوی په باوردافغانستان اوسنی وضعیت ددې وړنه دی چې چې نړیوال یې یوازې پریږدي . 

دا اندېښنې یوازې په لویدیځ کې نه وې، په هیوادکې هم ډیروهغه کړیوچې خپل انجام یې دامریکایي ځواکونوتروتولو ورسته لیده سخت اندیښمن شول. تردې چې دځینوپخوانیوجنګ سالارانوپه ذهن کې ددافغانستان دتجزیې پلانونه  بیارارژوندي شول . 

اوس چې دامریکاضرب الجل ته ورځ تربلې ورلنډیږودځینونړیوالوترڅنګ ډیرهغه کسان چې په هیوادکې ځینورسنیوترې جامع الکمالات جوړکړي درسنیوپرمخ راڅرګندیږي اواو۲۰۱۴م کال دافغانستان لپاره د ژوندورستۍ پوله بولي.چې نه یوازې دعاموخلکوپه ذهن کې ویره خپروي بلکې دځینونورو کړیولپاره په لوی لاس تبلیغات کوي.

داپه داسې حال کې ده چې دهیوادامنتیي وضعیت ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې دی اووسلوال طالبانوسرله همدا اوسه دخپل حکومت دراتلولپاره شېبې شماري،خوافغان دولت هڅه کوی چې خلکوته دخپل حکومت دپایښت ډاډورکړي.خوکه چیرې ریښتیاهم امریکاغواړي چې په دورزه اوڅوارلسم کال کې له  افغانستانه ووځی نوداځل بایداولس په خپله دخپلې راتلونکې په فکرکې شي .ځکه طالبانوهم اولس ته ازموینه ورکړېاودادي دولسمشرکرزی په مشرۍ دلویدیځ په مرسته جوړې شوې ادارې هم خپل اهلیت ښه ثابت کړ.

مجیب الرحمن احساس 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …