کور / خاطرې / د محمد سلام دولت زي له خاطرو مو خبرو!

د محمد سلام دولت زي له خاطرو مو خبرو!

 

عـــــلم د لـــــــــــــوړ چنار ميوه ده

يابې راواخلم يابه مړورپسي شمه

د خبريال ويب پاڼي ګرانو لوستونكو سلامونه اوښې چاري مې ومني او ستړي مشئ ، خداى دې وكړي چې بيا هم د ژوند له چارو سره پياوړي مل ياست !

د لړۍ په دوام درسره بيا هم د يو داسي ځوان خاطرې شريكوو چې له خاطرو داسي معلوميږي علم اوپوهي او ټولنيز ژوند يو مين انسان دى. 

محمد سلام دولت زى د نن څلورويشت كاله وړاندي په لوګر ولايت د محمد اغې ولسوالۍ د چناري كلي كي دې نړۍ ته سترګي رڼې كړې 

محمد سلام دولت زى وايي خپلي لمړنۍ او منځنۍ زدكړي يي د خپلي سيمې د حضرت بلال په ښونځى كې سرته رسولو نه ورسته د محمد 

اغې ليسي ته په دې وياړ ور وپيژندل شو چې د هيواد ملي ترانې او نورو شعرونو په ويلو او زمزمه كولو كې ځانګړى شهرت درلود.

دولت زى وايي ورسته د 12 ټولګى نه د لوګر ولايت د پوهنتون د پوهني او روزني پوهنځۍ ته بريالى شوم خو هغه مي د نه علاقې لرلو له كبله په ځاى پريښوده او بيا د كابل ولايت عالي تعليماتو د لوي انستيتوت د ادراه او حسابداري د برخي  محصيل شوم  او په كال 1387لمريز كي مي خپلي زدكړي سرته ورسولې.

محمد سلام دولت زي ورسته له زدكړو نه د هيواد په مختلفو برخو كي د خپل شوق او هيواد سره د ميني په خاطر دندي تر سره كړې، او اوس وخت هم د كار او ټولنيزو شهيوانو چارو وزارت فعال او تكړه كاركونكى ده او په ډيره مينه خپله دنده پر مخ وړي.

سلام دولت زي راته د خپل ژوند خوږه او ترخه خاطره هم د علم او پوهي سره په تړاو ويلې دي:

  • لمړى زما د ژوند تر ټوله هغه ښه شيبه وه چي كله په ما باندي د خپل يوه ملګري لخوا  د كانكور په ازموينه كي د برياليتوب زيرى وشو ، چې ريښتيا هم په او وريدو يه زه ډير خوشهاله شوم او دامې راسره د ژوند د ښې خاطرې په ځاى كې نيولې.
  • دولت زى د خرابي خاطرې په هكله د محصلۍ د دورې نه سر ټكوي دى وايي : زما د ژوند تر ټولو بده خاطره  زما د زدكړو د خراب چاپيريال اغيزي وې ځكه لكه څنګه چې لازمه وه ما هغسي چاپيريال نه درلود چې پكي ښه او سالمه زدكړه كيږي لكه د ليليې يا شپې تيرولو مشكيلات او مطالعې لپاره د ښې فضا د نه شتون هغه څه ول چې يه زه ډير زورولم ، خو بيا هم په هر حال په ډيرو مشكيلاتو كې مې لوړي زدكړي تر پايه ورسولې.

لیکوال : عمر عمران / کویټ 

  

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …