کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / رسنیو ته دخپل سرو چارواکو ګواښنې !

رسنیو ته دخپل سرو چارواکو ګواښنې !

نن درله دیوه جګپوړي‌افغان چارواکي دتلیفون کیسه کوم ، داسي چارواکی چې په افغانستان کې په لږ وخت کې ډېري پیسې او وتلی نوم ترلاسه کړی دی . هو دا چارواکی په امنیتي او غیري امنیتي برخه کې زموږ په هیواد کې لوی لاس لري .

نوموړي دمیډیا په ډګر کې هم ځانته خورا ښې سرچینې پیدا کړې دي‌ او له بده مرغه په افغانستان کې پر دننه رسنیو باندي تر ډېره بریده ځواکمن ځکه دی چې دامریکا له سفارت سره یې پخوا ښې اړیکي درلودې او په افغانستان کې په جګړه بوختو دامریکا يي استخباراتو لپاره یې دزړه له اخلاصه کار کړی دی . 

دا صاحب زه له ډېره وخته پېژنم ، وخت ناوخته به یې دحال او احوال تلیفون هم راته کاوه . دتېر اختر نه یوه ورځ وړاندي ناببره زما دګرځنده تلیفون شرنګی شو . تلیفون ته مي وکتل ناڅرګنده شمېره وه خدای شته ځواب مي نکړه ، دوه علته وو یو مي‌ موټر چلاوه او بل شمېره هم ناڅرګنده وه . څو شېبې نه وې تېري ‌بیا هم ناڅرګنده کس زما دتلیفون زنګ وشرنګاوه .‌ دا ځل مي‌ موټر یوه اړخ ته کړو او تلفون ته مي په جوړ پخیر ځواب ورکړو . داسي مي وه انګېرله چې خدای شته څوک به داختر مبارکي راکوي ځکه داختر په شپو کې له افغانستان نه تر بل هر وخت زیات تلیفونونه راځي‌ .

البته دا تلیفون بیخي بیل وو، غږ اشنا وو خو لهجه ډېره بدله وه ، تونده ژبه وه او په اوله خبره کې دملا محمد عمر چې دطالبانو مشر دی پر افغانیت او مسلماني د (کراس) لیکه راکش کړه او بیا یې په ګلبدین حکمتیار لاس پوري کړو . دا جلالت معاب ځان سپینه فریشته بللو خو دادواړه کسان یې دومري‌ نا اهله دهیواد،اسلام او سولي ‌دښمنان یاد کړل چې دهغوی دپیغامونو په خپرولو سره یې دخبریال ویبپاڼې اداره او زه ( لیکوال) دواړه له افغانیت او مسلماني نه وایستلو . دا صاحب دخبریال اداره دطالبانو او حزب اسلامي په پلوي ځکه تورنه کړه چې داختر په مناسبت ددواړو مشرانو ملا محمد عمر او ګلبدین حکمتیار پیغامونه په  خبریال کې کټ مټ خپاره شوي وو. 

دا صاحب ته ما وویل چې طالبان او حزب اسلامي دواړه اوس هغه پخوانۍ ډلي نه دي بلکه دادواړه میډیا ته پوره – پوره لاس رسی لري او که دا پیغام خبریال خپرو کړي او یا یې نکړي خپور دا پر دوی اثر نه لري البته ددغو دواړو ډلو غړي او ددوی خواخوږي دخبریال ویبپاڼې لوستونکي ضروردي .  موږ یوازي ددوی نه بلکه دهر افغان مشر داختر او ورته نور پیغامونه په ورین تندي خپروو، البته هغه پیغامونه چې نوې خبري یادولس او لوستونکو لپاره یوڅه له ځان سره ولري .

دطالبانو دمشر ملا محمد عمر داختر تفصیلي پیغام چې په پښتو ،‌فارسي ، انګلیسي او اردو ژبه خبریال ویبپاڼې ته راغلی نوې خبري له ځان سره لرلې .  ملا عمر په پېغام کې ويلي دي : « د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړيوالو ځواکونو له افغانستان نه تر وتلو وروسته د واک د وېش پر سر له نورو افغان ډلو سره د يو تفاهم رامنځ ته کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

ملا عمر وايي د طالبانو حکومت به ښځو ته د اسلامي اصولو ، ملي گټو او د هېواد د کلتور په چوکاټ کې د دوى حقونه ورکوي».

هم داراز  دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل پیغام کې یوځل بیا خپله خبره تکرار کړې ده او ویلي یې دي چې :

دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي.

ما هم داراز دغه چارواکي ته دا هم وویل چې صاحبه که تاسو خبریال ویبپاڼه څارلې وي نو موږ دحکومتي چارواکو خبرپاڼې هم خپرې کړي دي ،او په راتلونکو کې هم هڅه کوو چې هره نوې خبره راوسپړو . 

افغان چارواکي بې له دې چې منطقي دلیل ووايي په زغرده راغبرګه کړه چې زه به ستاسو ټولي مالي سرچینې بندي کړم او دا خبره به په لویه کچه را وسپړم . ما ته ددې نا خبره چارواکي ‌پر خبره خندا راغله او غصه هم . ورته ومي ویل چې ځه لاس دي خلاص چې څه کولای شې ویه کړه . 

البته دلته په ډاګه ویلای شو چې دخبریال ویبپاڼه له هیڅ ګوند ، تنظیم ، ډلي ، حکومت او اثرلرونکو کسانو سره تړاو نه لري . مالي سرچینې یې له اعلاناتو څخه دي‌او دنړۍ له هیڅ یوې ادارې څخه مالي مرسته نه تر لاسه کوي . 

که څه هم دا ځل موږ ددغه صاحب منصب افغان چارواکي نوم نه دی اخیستی ،خو په راتلونکې کې که هر افغان چارواکی دبیان آزادي ته په ورته سپکه سترګه وګوري یا موږ ته داخطار راکولو هڅه وکړي موږ به یې په خلاف کوټلي ګامونه واخلو . موږ نه له چاسره تړاو لرو او نه له چانه وېره لرو ، خبریال ویبپاڼه دډېرو نورو افغاني ویبپاڼو برخلاف په افغانستان کې دفترونه لري او کارکوونکي یې په خپلو نومونو کار کوي . موږ دژورنالیزم داصولو په رڼا کې خپرونې کوو او هیڅ هغه عمل نه زغمو چې زموږ دغږ دبندولو لپاره یوه هڅه وي . 

مننه 

لیکوال: میرویس افغان 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …