کور / رسنۍ / ولس دچاومني؟

ولس دچاومني؟

 

 / قریب الرحمن شهاب

افغانستان جنګ ځپلی هیواد دی اوتل یې عام ولس تربلې هرې ښکیلې ډلې په دې ډګر زیاته قرباني ورکړې؛ په هیواد کې دموقتې ادارې له جوړیدو وروسته خلک یو څه دراتلونکي لپاره هیله من شول اوداسې باور کیده چې نوی حکومت به څه ناڅه دخلکو هیلو او غوښتنو ته ځواب ووایي، خودنوي حکومت دهرې ورځې په تیریدو سره دخلکو هیلې اوغوښتنې همداسې بې ځوابه پاته کیدلې او ورځ تربلې دناهیلۍ کچه په لوړیدو شوه؛ اوس دادی لس کاله پرې تیر شول او پرته له هغه چې دعام ولس هیلې پوره شي په یوه داسې جګړه واوښتل چې لا یې له غوږنو دمخکینیو بمونو اوتوپونو غږ نه وو وتلی.
په دې لس کلنه جګړه کې چې لاهم روانه ده ډېرې وینې تویې شوی، ډیرو میندو زامن له لاسه ورکړل، ډیرې میرمنې کونډې شوی او په زرګونو بچیان اولوڼې یتیمان شول خو دجګړې واکدارانو له چا سره غم شریکي وکړه؟
هره ښکیله غاړه دځانګړو ورځوپه مناسبت خپلې ویناوې خپروي اوخپله تګلاره بیانوي په تیر اخترکې دنورو ډلو ترڅنګ داوسني جنګ ښکیلوهم خپل پیغامونه او وړاندیزونه لرل؛ ولسمشرکرزي په خپل اختریزپیغام کې په تیره روژه کې دوسله والو مخالفینو ټولې کړنې له وحشت نه ډکې وبللې او هغوی یې له افغان ولس سره په ظلم تورن کړل او داسې یوپیغام یې وړاندې کړچې ګواکي ددوی ټول کارونه په ډیره سمه اومنظمه بڼه روان دي خو له ولسمشرنه دکندهار دغمیزې هغه قربانیان هیرشول چې موده وړاندې په خورا بې رحمۍ سره دده نړیوالو دوستانو ووژل له ولسمشرنه هغه ړندې بمبارۍ هیرې شوې چې ناوې اوزومان پکې ووژل شول او هغه ماشومان چې له غره نه د لرګیوپه ټولولو دبمونو ښکارشول ترې هیرشوي؛ آیا حکومت دې او دې ته د ورته پیښو دقربانیانوکورنیو ته داسې خوشحالي اوتسلیت ورکړچې دهغوی په زخمونویې ریښتنې پټۍ لګولې وي؟
همدا ډول دوسله والو مخالفینو له لوري هم یوه ویناپاڼه دهغوی دمشرپه نامه خپره شوې وه او له عام ولس نه پکې غوښتنه شوې وه چې له دوی سره مرسته وکړي او ددوی مبارزه بریالۍ کړي، خوپه دې پیغام کې عجیبه داوه چې په دې ویناپاڼه کې دافغانستان له پوځ نه هم غوښتنه شوې وه چې ددوي لیکو ته ورشي او په روانه جګړه کې له هغه لوري برخه واخلي؛ له دې ډلې هم خپل ټول تیر هیر شوی او دوی نوي نړۍ ته راغلي خلک دي مګرهغه دویرپه ټغرناستې کورنۍ چې خپل انجینر، ډاکتراو ښوونکی زوی یې له لاسه ورکړي ارامه شوې؟ او په همدې ویناپاڼه به له دوی سره یوځای شي؟
په نړۍ کې به هیڅ داسې هیواد نه وي چې دخپل هیواد او راتلونکي نسل لپاره ځانګړي لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ونه لري خو زموږ د هیواد په دیرش کلن تاریخ کې هر واکدار چې راغلی یواځي یې خپل خوبونه ویلي اودعام ولس لپاره یې داسې کار نه ده کړی چې دهغوی بقا تظمین کړي.
اوسنیو حالاتو، ناندریو اوپیښوهم زموږ عام ولس دومره په ژور سوچ کې اچولی، چې لاره ترې ورکه ده او هیڅوک په دې نه پوهیږي چې زموږ دهیواد او خلکو راتلونکی به څه وي؟ او په دې هم څوک نه پوهیږي چې دچاخبرې ته غوږ کیږدي او دچاخبره ومني، هرلوری ځان حق بولي خو قرباني یې یواځي زموږ بې ګناه ملکي وګړي دي په دې لس کلنه جګړه دجګړې له ټولو ښکیلو غاړو دومره کسان نه دي وژل شوي لکه عام وګړي چې قربان شوي، او دالړۍ لاهم راوانه ده خو دحل په لاره یې هیڅ لوری په ریښتني ډول فکر نه کوي.
که اوسنۍ کړنې چې دجنګ ښکیلې ډلې یې کوي همداسې دوام وکړي نولیرې نده چې بیا يې افغان ولس پروړاندې راپاڅي او بیا دهیچا هم ونه مني او خپله ومني چې ښې بیلګې یې په خپل تیر کې لرو.
جنګ دټولو بدبختیومور ده او ټولې ناخوالې،بیوزلي اووروسته پاته والی یې زیږنده ده، خو که څوک بیا جنګ غواړي باید په خپله قرباني پکې ورکړي نه داچې په خپل مخ کې بیګناه انسانان ووژني.
اوس هم دجګړې ټول لوري باید ترهرڅه ډیرپاملرنه ولسي وګړو ته وکړي ځکه همدا ولس دی چې دوی یې پرسر جنګ کوي او همدا ولس دی چې ټول یې ساتلي دي، خو داپاملرنه تش په ویلو نه کیږي بلکې عملي او جدي کار غواړي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …