کور / رسنۍ / سوله که تسلیمي؟

سوله که تسلیمي؟


محموده تقوا /

سوله هغه روغې جوړې ته وايي چې د دوو ښکیلو ډلو او نورو خلکو له پاره په کې خیر نغښتی وي، او دواړه غاړې په کې تر یوې کچې په مساویانه توګه له خپلو غوښتنو تیرې شي، خو تسلیمي بیا دې ته وایي چې له دوو ښکیلو ډلو څخه یوه ډله په بشپړ ډول له خپلو غوښتنو تیره شي او مقابلې ډلې ته سر ټیټ کړي او په خپلو ټولو غوښتنو خاورې واړوي او د هغه د امر تابع شي او لاس تر څټ ونیسي.

د افغانستان دولت هم تل په هر ریژیم کې هڅه کړې چې د سولې په نامه هره هغه ډله چې په وړاندې یې را پاڅیدلې وي ځان ته تسلیم کړي چې هیڅ کله به داسې ونه شي، ځکه د افغانستان دولت دې ډول ټولو هلو ځلو ته د سولې نوم ور کوي خو په حقیقت کې دا يو ډول تسلیمي ده دا په دې مانا چې ټول هغه شرطونه چې د داسې روغو جوړو له پاره د افغانستان دولت وړاندې کوي خپلې ګټې یې په کې نغښتې وي نه د مقابلې ډلې حال دا چې که په رښتیا دوی سوله غوښتونکي وي باید تر خپلو یو څه غوښتنو تیر شي ځکه تل داسې شرایط وړاندې کوي چې مخالفه ډله یې منلو ته تیاره نه وي او په دې باندې دوی خپله هم پوهیږي خو په شعوري ډول همداسې شرایط ورته وړاندې کوي چې ونه منل شي ځکه که سوله راشي او جګړه ختمه شي نو د اوسنیو دولت دارانو او دولت بازانو ګټې به هم ور سره ختمې شي چې دا هیڅکله دوی نه غواړي او جګړه په خپله ګټه بولي ځکه هیڅ کله داسې نه دي شوي چې په جګړه کې دې دولت دارانو خپل نازولي او یا هم خپلې شتمنۍ له لاسه ور کړې وي حال دا چې په جګړه کې وچ او لامده دواړه سوځي خو په افغانستان کې عام وګړي تل د داسې اورونو قرباني شوي دي. او که په رښتیا سره دا ډول خبرو اترو او دې ډول سولو کومه نتیجه ورکولی نو د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال به د ملي روغې جوړې منډو پایله لرلې وای چې تر دې اوسنیو روغو جوړو یې شرایط هم یو څه د منلو وړ وو.

خو اوس ددې له پاره چې د افغانستان دولت نورو ته دا وښیي چې د خپل ولس په برخه کې بې بروا نه دی بلکه د سولې د راوستو له پاره هلې ځلې کوي، نو له نورو هیوادونو څخه د سولې په را وستو کې مرسته غواړي چې په افغانستان کې سوله را ولي او حال دا چې دا له منطق څخه ډیره لرې خبره ده چې د کور خلک به جنګ غواړي او اور ته به یې لمن وهي او پردي به د سولې له پاره ورته هلې ځلې کوي او نن ورځ خو چې هر هیواد له بل هیواد سره یوه ډیره عادي مرسته هم کوي نو خپله ګټه په کې ګوري او د افغانستان تر سولې نه خو د افغانستان په جګړه کې هم د نورو او هم د افغان دولت له پاره  ګټې پرتې دي.  

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …