کور / رسنۍ / دافغانستان ممکنه راتلونکى او پاکستان …….(۲) او وروستۍ برخه /سليم صافى

دافغانستان ممکنه راتلونکى او پاکستان …….(۲) او وروستۍ برخه /سليم صافى

 

د وروستنيو دواړو لارو په صورت کې بربادى يودبل له امله ډيره تباکونکى او بربادونکى ده هغه داسې چې يوازې دامريکا اودهغې د اتحاديانو غوصه ويستل به نه وى بلکې دافغانستان اودهغې سره پوله لرونکى اوشاوخواسيمو پاکستان ، هند، ايران ، عربستان ، چين اويو شمير نور ځواکونو سوړ جنګ به نور هم تود شي . 

پرافغانستان يوځل بيا د طالبانو د واکمنۍ د خوبونو ليدلو پاکستانى چارواکى اوشنونکى دا روڼ حقيقت هيروي چې دهغې په څير خو حالات ځکه نشى کيداى چې نوېيمه لسېزه کې امريکا ، روس او نورو طاقتونو افغانستان هير کړى ؤ اودغه راز  نورو سترو نړيوالو طاقتونو هم هيرکړي ؤ . 

يوازې  ايران ، پاکستان ، تاجکستان اود هندوستان په څير طاقتونو جنګ جګړى ترسره کولي چې ښکاره خبرده په يادو هيوادونوکې دپاکستان برياوى ديادونى دي ، اوسمهال که امريکا په شمالى افغانستان کې لا څه کوى که په درميانه آسيا کې هم وي نويوازې طالبان په يوه ستر ښآر باندې هم خپل حکومت نه شي کولاى اوپه دې کار کې يې حائل بې پيلوټه الوتکى (ډرون) او بى باون الوتکى دي . 

په چيريکى جنګ کې د طالبانو برياوى ډيري دي نو ددې خبرې دا مطلب نشي اخيستل کيداى چې طالبان به د وړاندې په څير يو ځل بيا واک ته ورسيږې .

که ياد  حالت ته وکتل شې نوپروينا يې  د افغانستان او پاکستان لپاره د خونديتوب يوازينۍ لار اولنۍ لارده چې دهغې د رامخکي کيدو هڅې وشي (دغوږونو دنيولو پرځاى دامريکا اودسيمې ديوشمير نورو هيوادونو سره يوځاى داسى يوه  سياسى حل لاره غوره کړو چې په پايله کې ټول افغانان ديونظام او څپرلاندې راټول شي) . 

 

لدې سربيره دامريکا او اتحاديانو جائزې ستونزو ته غوږ کيښودل شي دهغوى جائزو ګټو او مفاداتو څخه ساتنه وشي (دپاکستان ، ايران اوياهم دچين د مفاداتو په قيمت هيڅکله نه ) په ځواب کې به هغه (امريکا ) په سيمه کې د خپل ناپاکو عزائمو څخه هم لاس په سر شي . 

امريکا اخلاصمنده ده او نه هم په يوه لار ، هغه له پاکستان څخه خوشاله هم ده او ورسره ورسره هغې ته غوصه هم ده ، هغه تريوه بريده دپاکستان ، ايران ، چين او منځنۍ اسياسره تړاو لرونکى ناروا ارادو څخه لږ صرف نظرشوي ده مګر په ټوليزه توګه نه ؟

اوکه پاکستان دامريکا ديوې لارې دغوره کولو انتظارباسې نو وخت له لاسه وځي لدې امله پاکستان ته پکار دى چې دامريکا د انتظار ويستلو سربيره د افغانستان د راتلونکى په باب يوه لار غوره او وټاکى لومړى اړتيا يې داده چې عوام او حکومت سره پريوه دريز يوځاى شي لدې وروسته پاکستانى مشران د افغانستان په داخل کې د شمالى ټلوالى مشرانو ، د کابل حکومت او طالبان پريوه ټغر په راټلولو کې خپل ټول توان صرف کړي . ورسره ورسره د امريکا د هغى د اتحاديانو ، روس ، چين ، هندوستان ، ايران او عربستان په څير هيوادونه د سفارت کارۍ په واسطه دحل يوې لارې ته ورسيږې  . چې پرهغې د افغانستان مشران او د کرزي حکومت سره يوځاى شې او اتفاق پري وکړي ، دامريکا پروړاندې دخپل غوږونو د نيولو څخه غوره ده  چې د خپلى سياسى حل لارې  کوښښ وشي ، دافغانستان اوسيمې متعلق دامريکا اودهغې د اتحاديانو حقيقې ستونزو ته پام وکړاى شي اودهغوى جائزو ګټو څخه ساتنه هم وشي ، امريکا او هندوستان ته دا بآور ورکړل شي چې با امنه افغانستان نه يوازې داچې دهغې خلاف به نه استعماليږې بلکې که هغه وغواړې نو د افغانستان په تجارت او نفتو د لاسته راوړلولپاره د هغې څخه د يو سړک په څير کار هم اخيستلاى شي داوخت امريکا ، چين او روس ترمنځ په يوه نه يوه بڼه جنګ دوام لري چې په پايله کې افغانان او دپاکستان هيواد وګړى خپل ژوند له لاسه ورکوي ، که چيرته ياد هيوادونه افغانستان او پاکستان داقتصادى  جنګ ميدان هم جوړکړاى واى چې په پايله کې په دواړو هيوادونوکې خوشالى راتلاى شى دامهال د پاکستان او هندوستان د سړو جنګونو له امله د افغانستان او پاکستان د پښتنو سيمودګړو  ژوند يې له بې شميرو ګواښونو سره مخ کړيدى . 

که ياد هيوادونه وغواړې چې داجنګ د اقتصادى جنګ سره ونښلوى نويوازې د سړک په استعمال سره په  دواړوهيوادونو اقتصادى انقلاب راتلاى شى ؟؟

 

 

پاى 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

له شربت بي بي نه تر شربت قیدي پوري ! سلیم صافی 

په اتیا یمه لسیزه کې چې دجنرال ضیا الحق واکمني وه ، ټوله پاکستان افغان …

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …