کور / رسنۍ / دافغانستان ممکنه راتلونکى او پاکستان …… سليم صافى (١) برخه

دافغانستان ممکنه راتلونکى او پاکستان …… سليم صافى (١) برخه

 

د افغانستان د راتلونکى په اړه د امريکا پر وړاندى درى لارى شتون لرى ، امريکا پر وړاندى دنيت او کړنلارو په کچه دافغانستان د ممکنه راتلونکى لپاره درى آټکليزى لارې پرمخ پرتي دي .  

لومړى لار:  تردوه زره څوارلسم ميلادې کال پورې امريکا له طالبانوسره داسې يوې پريکړې ته ورسيږي چې په پايله کې يې امريکايې اداره د خپلو عوامو پر وړاندې بريا (نقلى ولى نه وي ) تاثيرورکړي ، اود افغانستان يو وار بيا د  القاعدى شبکى پر مرکزد بدليدلو ويره شتون ونه لري  اوپه سيمه کې د امريکا د روا مفاداتو تر يوه بريده ساتنه هم وشي پدې صورت حال کې به امريکا له ٢٠١٤ ميلادې کال وروسته خپل جنګيدونکي سرتيرې ښامخا له افغانستان څخه وباسې يوازې د اډو په صورت کې به په خپل شتون باندې تاکيد هم کوي ها که چيرته افغان حکومت ، پاکستان او نور ګاونډى هيوادونو خپل کارتونه په صحى ډول وکاروى نو شوني ده چې امريکا د اډو څخه هم لاس په سرشي . 

دويمه لار:

امريکا له طالبانو سره کومې تګلارې ته ونه رسيږې تر دوه زره څوارلسم ميلادې کال پورې د هغوې د سر او مال زيانونه نور هم زيات شي له ګاونډيانو سره يې اړيکې هم ترينګلى وى چې هغوى د طالبانو په واسطه د امريکايانو ژوند ديولړ نورو ګواښونوسره هم مخ کړي ، پدې حال کې تر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پورې به خو د امريکا هم دا وسنۍ تګلاره کارول کيږې مګر که له نوو ټاکنو وروسته اباما يو ځل بيا ولسمشر شو نو په تګلاره کې يې د دوه ډوله تبديليو امکان شته    لومړى :

چې امريکا دافغانستان شمال خپل مرکز جوړکړي اوله هغه ځايه د خپلى ډرون (بې پيلوټه الوتکى) تکنالوژۍ په بې دريغه استعمال پواسطه دالقاعدى خطره ترکومى چې شونى وى کمه وساتي اولدې سره سره د افغانستان په مرکز او مشرقى سيموکې داسى خانه جنګى وکړاى شى چې له هغې ځايه دامريکا لپاره دګواښ کچه لوړه پاتې نه شي  اولدې سربيره د افغانانو پواسطه پاکستان او دهغى ګاونډيانو ته داسې سبق  ور ورښودل شي  کوم چې د امريکايانو په اند له امله يې هغوى (امريکايان )له ماتې سره مخ دي …….!

په دويمه لار کې افغانستان پرپښتون او غيرپښتنو برخو ويشلو سربيره د ډيورينډليکى پر اساس پاکستان او افغانستان سره جنګول ، ياله طالبانوسره په پټه خبرى کول اوداسې لار غوره کول چې طالبان د پاکستان او ايران پر وړاندې داستعمالو لارهم دامريکايانو تربحث لاندې ده ، لدې سربيره د ډرون بريدونودايره کار دپاکستان نورو سيمو ته دغځولو سره سره په سفارتى او اقتصادي ميدان کې پاکستان له خوږى ګوتى نيول دغه راز هندوستان ته په افغانستان کې لا نور کر دار ورکول داټولې آټکليزې لارې د امريکايانو پر وړاندې شتون لري . 

لدې سربيره امريکا په پاکستان کې داخلي تضادونو ته هم لمن وهلى شى که په ټاکنوکې اباما ماتې وخوړه او رى پبلک ګوند واک ته ورسيده نو پدې صورت کې د امريکايانو تګلاره نوره هم جارحانه کيداى او نورى بى عقلۍ کيداشى ؟

په افغانستان کې دامريکا پر وړاندې دريمه لار د کومې چې امکان کم ليدل کيږې اوهغې لارې ته دپاکستان زيرکه …..سياستوال اوعسکرى پوهان له وړاندې څخه ډير هيله مند ترسترګوکيږې هغه داچې :

افغانستان امريکايان هم د روسانو په څير په خپل حال پريږدى اوپه تيښته بريالى شى که يادو دريو واړو لارو ته وکتل شى له لومړنۍ لارى سربېره پاتى دوه لارى د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره له بربادۍ او تباهۍ سربيره نور هيڅ  نه دي ؟

د دويمې لارې په تفصيلاتوکې د هغى د شوني بربادۍ لارې روښانى دى چې په هغې کې د ٢٠١٤ ميلادې کال وروسته د افغانستان او پاکستان پر وړاندې شتون لري . 

او ترکومى چې د دريمى لارى تړاو دى نو په پايله کې به  يې افغانستان يو ځل بيا هغه افغانستان جوړشى کوم چې په نوييمه لسېزه کې د سرو لښکرو له وتلو وروسته جوړشوى ؤ مګر د ا ځل به خانه جنګى د نوى يمى لسيزې په پرتله څو برابره د ناخوالو په کچه لوړه وي هغه وخت خو يوازې مجاهدين په يو څوګوندونو ويشل شوي ؤ او جنګونه هم يوازې دهغوى ترمنځ ؤ مګر اوسمهال به په ژبنيو ، سيمه ايزو ، مذهبى  او مسلکى بنيادونو جنګونه پيل شى اوس له هغوى سره وسله ، بارود ، له وړاندې څخه هم ډيردى بلکې په نوى بڼه بربادونکى ، وسلې هم افغانستان ته رسيدلي دي دغه ډول د ځانمرګوبريدګرو په صفونو کې ننوتل اودهغوى په څير نوى مهارتونه خلکو وپيژندل  . 

د لومړۍ برخى پاى 

ليک : سليم صافى 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

له شربت بي بي نه تر شربت قیدي پوري ! سلیم صافی 

په اتیا یمه لسیزه کې چې دجنرال ضیا الحق واکمني وه ، ټوله پاکستان افغان …

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …