کور / خاطرې / فضل الله ريښتين د خپل د ژوند له خاطرو سره

فضل الله ريښتين د خپل د ژوند له خاطرو سره

 

باغ د ګلو به سمسور وي مونږ به نه يو

د بلبلو بـــه پرې شور وي مونږ به نه يو

 د خبريال ويب پاڼې ګلونو لوستونكو سلامونه او ښي چاري مي د تل په څير په روغ ساعت سره ومنئ !

هيله تر دې وخته به هم جوړ او روغ د روغتيا په فضا كې شپې او ورځي سبا كوئ , اميداوار يو چي له همدې ځايه راسره بيا هم مل و اوسئ !

 قدرمنو لوستونكو دادى دا ځل هم درسره د هيواد يو مخكښ ډيپلو ماټ درته د ژوند ترخې او خوږې بيانوي ، هيله ده ويه لولئ او د خوښي وړ مو وګرځي .

 دا ښاغلى فضل الله ريښتين  دى چي راته د ژوند له خوږو او ترخو غږيدلى او مونږ هم په خپل نوبت سره د هغه د ژوند خوږې او ترخې خاطري تر تاسو ورسولې.

 

 ښاغلى فضل الله ريښتين دهيواد د وتلې مؤديب شخصيت ارواښاد پوهاند صديق الله ريښتين زوي او د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالي د جمالى د كلي اوسيدونكى دى .

 خو دى وايي زه 1331 لمريز كال كي په كابل كي زيږدلى يم او هلته مي خپلي لمړنۍ او منځنۍ زدكړي په سيد جمالدين افغان او غازي په ليسه كي سرته رسولې ، او بيا د لوړو زدكړو لپاره د كويټ هيواد ته تلى او هلته يه په انګليسي ادبياتو كي د لسانس تر كچي او بيا يه په تعليم او تربيه كي د ماسټري تر كچي زدكړي كړې دي .

ښاغلى ريښتين  په كويټ كي د پوهني او لوړو زدركړو په وزارتونو كي د 24 كاله خدمت نه ورسته په 2004 زيږديز كال كي د افغانستان د باندنيو چارو وزارت لخوا په كويټ كي د افغانستان د سفارت لمړى سكرتر وټاكل شو هلته يه تر 2008 زيږديز كاله پوري كار وكړ، او  ورسته په ننګر هار ولايت كي د بهرنيو اړيكو رئس وتاكل شو، هغه د ښه كار او ښې ترجربې له مخي په همدې نږدې ورستيو كي په ابو ظبى كي د افغانستان د سفارت د لوى مشاوير په توګه ټاكل شوى.

 ښاغلى ريښتين راته په دوه پوښتنو كي د خپل ژوند ترخه او خوږه خاطره داسي بيا نوي :

 زما د ژوند خوږه خاطره:

زه د سیدجما ل الدین د ښوونځي شاګرد وم ، عمر مې ایله د ۱۳ کالو وه ، د مازدیګر پنځه بجې وې چې قدرمن پلار مې ارواښاد پوهاند رښتین بابا کورته راغى ، د کور په غړو یې زیری وکړ او مبارکي یې ورکړه ، مور مې ورته وویل چې د څه شي مبارکي او زیری راکوې او دومره خوشحال څنګه یې ؟ پلار مې ورته وویل چې نن په لویه جرګه کې پښتو ژبه د افغانستان ملي ژبه ومنل شوه. رښتین بابا د ۱۳۴۳لمريز کال د لویې جرګې غړی وه  او دده په هڅو او هلو ځلو دا کار وشو ، ماته یې پنځه سوه افغانۍ راکړې او راته یې وویل چې زویه ځه لاړ شه او شیریني راوړه . زه لاړم او ښې ډیرې کلچې،کیکونه ، نقل او چاکلیټ مې راوړل ، د رښتین باب یو شمیر دوستان هم هغه ته د مبارکۍ لپاره راغلل ، د کور فضا د خوشحالیو په عطرو معطره شوه ، لوی واړه د ډیري  خوشحالۍ له لاسه په جامو کې نه ځائیدل . دا د افغانستان په تاریخ کې یوه ستره لاس ته راوړنه وه. دا خاطره تلپاتې خوږه خاطره ده چې هیڅ به هیره نه شي.

او زما د ژوند ترخه خاطره بيا په لاندي ډول ده :

ارواښاد پوهاند رښتین بابا د ۱۳۷۷ لمریز کال د قوس په پنځمه او چي د ( ۲۶/۱۱/۱۹۸۸ )زيږديز كال سره سمون لري  حق ته ځان وسپاره ، له دې نیټیې نه ۳۷ اوه دیرش ورځې پس زه په کویټ کې وم په خپل کور کې ناست وم ، د جمعې  مبارکه ورځ وه ، د ۱۹۹۹ م کال لومړۍ نیټه وه ، د سهار یولس بجې وې زه لګیا وم د رښتین بابا د شخصیت په باره کې مې یو څه لیکل ، د ارواښاد رښتین بابا د څلویښتۍ پروګرام لپاره مې آمادګي نیوله ، دوستان مې خبر کړي وو چې: د جمعې په ماښام اوه بجې کورته راشي ، په  دې کې د تلفون ژنګ تر غوږ شو ، د ټليفون غوږۍ مې اوچته کړه ، خور مې په ژړا او وارخطايۍ سره وویل چې وروره د فشار دوا دې وخوره ، ما ورته وویل چې څه شوي  دي خبره کوه ، ویل یې چې د شیر خان ورور مټر چپه شوی دی ، ما ورته وویل چې شیر خان څنګه دی ، زخمي شوی دی ؟

 په کوم روغتون کې دی ؟

 هغې وویل چې نه شهید شوی دی . ما ورته وویل چې څه وایې!

 هغې وویل: چې شیر خان نور په دې دنیا کې نشته. له دې سره مې د تلفون عوږۍ له لاسه پریوته او زه بې هوښه شوم ، بیا نو په ځان نه پوهیدم . لاړي په خوله کې وچې شوې ، ژبه ګونګۍ شوه ، سترګو کې اوښكي راغلې ، پر ځمکه پریوتم نور نو په ځان نه پوهیدم. څو شیبې ورسته زما یو خپلوان کورته راغي چې د خونې په ور راننوتلو نو ما خپلي میرمن ته وویل چې دا سړی څوک دی دلته څه کوي؟

 هغې راته وویل: چې دا سلیم دی زما ورور ما ورته وویل چې سلیم دلته په دې وخت څه کوي!  ورته ووایه چې لاړ شي دلته دې نه کیني . وروسته بیا ډیر دوستان خبریدل او ډله ډله کورته راتلل . زه بیا په سبا شپه پیښور ته ورسیدم خو زما د ورور جنازه یې زما له رسیدو د مخه بهسودو ته رسولې وه او هغه یې د خپل پلار په څنګ کې خاورو ته سپارلی وه . پلار ورپسې خپه شوی وه نو ځکه یې ځان ته نږدې کړ خو زما ملا ماته شوه ، د هغه ماشومان یتیمان شول ، مور مې چې اوه دیرش ورځې د مخه یې د ژوند ملګری له لاسه ورکړی وه ، اوس یې د ژوند آسره له لاسه ورکړه خو آفرین په هغې مور چې یو څاڅكى اوښکه یې توی نه کړه، د ټول غم بار یې په خپل زړه واچولو او آخر له دې غمه مړه شوه . دا وه زما د ژوند ډیره ترخه خاطره .

 

((كه غواړي تاسو هم راسره خپلي د ژوند خوږي ترخي له مونږ او لوستونكو سره شريكي كړي نو باته يي په لاندي بريښناليك را واستوئ 

omer.imran@khabarial.com ))

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …