کور / خاطرې / نور اقبال د خپل د ژوند له خاطرو سره

نور اقبال د خپل د ژوند له خاطرو سره

 

ستا ټولي نښي د رسوايې له ډاره پټي پاتي

زمـــــا دا يوه نښه در واخـــــــله انقلاب راولي

 د خبريال ويب پاڼي محترمو لوستونكو هيله ده چې جوړ به ياست او د

 ژوند له چارو سره به بريالي مل ياست !

ګرانو لوستونكو د بشر د خاطرو د لړۍ په دوام سره  نن له يوه خوشهال ځوان نه د ژوند ترخې او خوږې را ټولي كړې هيله ده چي په لوستو سره به مو څوشيبي پام په بله شي.

نو راځو د نور اقبال د ژوند  له خوږو او ترخو نه مو خبروو :

نور اقبال د ننكرهار ولايت د خوګياڼو د ولسوالي اوسيدونكى ،خو دوي هم په خپل هيواد كې ندي پاتې شوي او د هجرت په كاروان كي د ګاونډي  هيواد پاكستان و پيښور ښار ته ګوچيدلي دي، نور اقبال هلته هم زړه نه وه كينستى او د پلار او كورنۍ د نورو غړو له مشهورې ورسته د ژوند د چارو د برابرولو لپاره د كويټ هيواد ته مخه كړه، او تر دا وخته پوري هلته په كار بوخت دى.

 نور اقبال اوس خوا اوشا 35 كاله عمر لري او د دوه زامنواو دوه لورګانو پلار هم دى  نور اقبال تر ډيره بريده د خپل ژوند نه ډير رازي ښكاري او په خوله يي داسي خبر نه راځي چې ګنې په ژوند كي دې ډير مشكيلات ليدلي وي .

راځو د نور اقبال د ژوند خوږې او ترخې خاطرو ته، نور اقبال راته په دوه پوښتنو كې د خپل د ژوند خاطرې داسي روښانه كړې:

 1-    ډير خوشهاله او الله نه رازي يم او دامي د ژوند تر ټولو خوږه خاطره ده چي هيره به مي نشي هغه داچي زما واده په خپله خوښه شوى (كوم چاسره چې مي زړه غوښتل او ورسره مينه مي وه هغه مي د ابدي ژوند ملګرې شوه) نو پدي اساس مي دا د ژوند ډيره خوږه خاطره ده.

 2-     خو په همدې تړاو كله چي د لمړي ځل لپاره د مسافرۍ په موخه له خپل كور كلي او وطن نه بيليدم هغه سهنه راته ډيره سخته وه ، خو يو خوا د ژوند اړتياوي وې او بل طرف نه بيلتون سخت ځورولم چي هيڅ چاره نوه

او هغه وه چې په زړه مي زور كړ او په دير بد حالت كې مي د كورنۍ له غړو نه مخه ښه كوله چي هغه سهنه مي تر دا وخته پوري راسره د ترخې خاطرې په بڼه   راسره ساتلې.

 

((كه غواړي تاسو هم راسره خپلي د ژوند خوږي ترخي له مونږ او لوستونكو سره شريكي كړي نو باته يي په لاندي بريښناليك را واستوئ 

omer.imran@khabarial.com ))

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …