کور / خاطرې / ملالۍ بشير د خپل د ژوند له خاطرو سره

ملالۍ بشير د خپل د ژوند له خاطرو سره

كــــه د زلـــــمو نه پــــــوره نشوه
ګرانه وطنه جنكۍ به دي ساتينه

 

د خبريال ويب پاڼي  درنو لوستونكو سلامونه اوښې چاري هيله ده چې تر دې محاله به جوړ او روغ ياست !
خبريال ويب پاڼه هميشه كوښښ كوي چي ستاسو لپاره په زړه پوري مطالب برابر كړي، او د بشر د خاطرو د لړۍ په دوام  مو درته نن د هيواد د يوې تكړه او په هيواد مينې پيغلي خاطرې تاسو ته ليكلې هيله ده وه يي لولئ .

ملالۍ بشير او د هغې كورنىۍ دا محال په هرات ولايت كې ميشت د ي خو ملالۍ بشير وايي چي دوي په اصل كې د كندهار ولايت د دامان ولسوالي پوري مربوط دي او د خپل ژوند خاطرې يي هم 

له خپل پلرني ټاټوبي نه راخيستې يعني كله چي دوي په كندهار كې ميشت ول نو له هغه وخته ورسره د ژوند ډيره خوږه او ترخه خاطره پاتي ده.
ملالۍ بشير راته د خپل ژوند ترخه او خوږه خاطره داسي بيان كړې:

 

1- زه وړه وم تقريباً د 12 كالو شا اوخوا كې به وم او ما د ښونځي ډير ارمان كاوه چې زه بايد ښونځي ته تللې واى ولي د  وخت حكومت هغه وخت  مونږ ته دا حق نه راكاوه چي ښونځي ته لاړي شو، نو همداسي نا اميده خپل كور كي ناسته وم او د خپل پلا رنه مي لږ لږ درسونه ويل, خو دا ماته ډيره سخته نوه چي مونږ ولي ښونځي ته نه ځو ،خو كله چي پدې وخت كې د بهرنيو قواوو له خوا زمونږ په هيواد يرغل وشو او شپه و ورځ زمونږ په هيواد د بهرنيانو راكيټونه او توغوندۍ وريدې او زما پلار دا تصميم ونيو چي زمونږ كورنۍ له سيمي نه وباسي او ګاونډي هيواد پاكستان د كويټې ښار ته لاړو او حلته مو په ډيرو سختو ستؤنځو كې ژوند پيل خو كله چې به  هره ورځ  د هيواد له حالاتو مرګونو او بمباريو نه خبريدو نو هره شيبه يي زما په زړه كې تر اوسه ويرجني سهنې انځوروي چي دا زما دژوند ډيره ترخه خاطره وه چي زه ورسره په خپل ژوند كې ډيره وځوريدم او داسي احساس كوم چي زمونږ هر هيواد وال به همداسي ځوريدلى وي .

2- خو زما ښه خاطره هم بيرته پدې حالاتو پسي ژر راغله يعني كله چي مونږ شپږ مياشتي ورسته بيرته خپل هيواد او خپل كلي كور ته را وګرځيدو كڅه هم هيواد ډير زخمي زخمي شوى وه خو په نتيجه كې يي يو نوى نظام او نوى حكومت راغلى وه كڅه هم نورو كړنو ته يي دومره خوشهاله نوو خو داچې ما يي له امله د لمړي ځل لپاره د ښونځي دروازه ور خلاصه كړه او په ډيره مينه مي خپلو زدكړو ته مخه شوه نو دا ځاى يي زما لپاره ډير په زړه پوري او دامي را سره د ژوند خوږه خاطره ثبت كړه چي زه يي خپل منزل ته پكي ورسيدم. او زما ددې خوږې خاطرې ميوه اوس زمونږ د كلي او ګاونډ د20 شلو خوا اوشا كي انجوني خوري او زه دهغو ښونكې يم او هر ورځ ورته په ډيره خوشهالي سره هغو ته تدريس كوم .

 

((كه غواړي تاسو هم راسره خپلي د ژوند خوږي ترخي له مونږ او لوستونكو سره شريكي كړي نو باته يي په لاندي بريښناليك را واستوئ

omer.imran@khabarial.com ))

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …