کور / خاطرې / ذبيح الله عباسي د ژوند له خوږو تر خو راته څه وايي !

ذبيح الله عباسي د ژوند له خوږو تر خو راته څه وايي !

عباسي صاحب د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالى د شكرمان د كلي اوسيدونكى ده ، دى هم د ګڼو هيواد والو په شان د روسې د يرغلګرو او د هغو د غلامانو له لاسه د ژوند نه خوند ندى اخيستى ، او په ځانګړي ډول هغه وخت د ذبيح الله ماشومتوب وه چي  د وخت له حالاتو ډير كړيدلى او ځوريدلى.

 ذبيح الله راته په دوه پوښتنو كي خپل د ژوند سړې او تودې داسي بيان كړې !

 1-    زما خپله نه ياد يږي خو زما خوږه مور راته كيسه كوي او وايي :

كله چي ته دوه كلن وي زويه ! او  زمونږ په هيواد د روسانو لخوا يرغل شوى وه, په ټول هيواد كې ډير تريخ حالت وه هر خواته جنګونه ول مرګونه وه ,ستا پلار يو سياسي مشر وه او يو وتلې څيره وه په سيمه كې، نو د وخت حكومت او روسانو يي د نيولو او وژلو په لټه كې ول، هغه وه چي يو وخت زمونږ كور او كلى د روسانو او د وخت د حكومت لخوا تر بريد لاندي راغى چي په نتيجه كې يي ستا  پلار شهيد شو، ان  د ډيرو بومي بريدونو په نتيجه كې  زمونږ كور اور اخيستى وه او تور لوګي تري جګيدل او د كورنۍ نور غړي ټوله له كور او كلي نه بهريوې دښتي ته وواتو او ته (زه) په زخمي حالت كې كور كې پاتي شوى وم چي ورسته د لږ بي غمي نه زه بهر را وتى وم او په داسي حال كې چي د بدن نه مي ويني رواني وي او د كلي  مينځ كښي د يوې بوډۍ ښځي لخوا پيژندل شوى وم او غيږه كي يي زما مور ته رسولى وم .

او ورسته له هغه چي زمونږ كورنۍ زما پلار له لاسه وركړى وه او نور هم په سيمه كي ډير سخت حالت وه , نو يه پريكړه كړې وه چي ګاونډي هيواد پاكستان ته هجرت وكړو .. او هجرت يي هم پداسي حال كي كاوه چي دشپې لخوا به مو په پښو باندي مزل كاوه يو خو هغه وخت مواصيلاتي وسيلې كمي وي او كه به وې هم نو په لاره كې ورسره ډول ډول ستؤنځي تړلې وې.

مور مي وايي : كله چي مونږ د خپل كلي كور نه حركت وكړ ورسته د څو شپو او  ورځونه يو وخت وه چې د تورخم او جلال اباد په لويه لاره د ګړو نومي  دښته كي راباندي ټكنده غرمه شوه، نږدي چيرته ابادي نه تر سترګو كيده او مونږ ټول له سختي تندي سره مخ شوو له ورايه مو د اوبو يو ډنډ وليد كڅه هم هغه اوبه د څښلو نه وې خو چاره نوه مونږ ټولو هغه اوبه وڅښلې تا ته مو دركولې خو د اوبو بد بوي او خوند نه يي تا نفرت كاوه او د څښلو نه دي انكار كاوه او نه دي څښلې , پدي سره مونږ ټول ډير پريشانه شوو يو خوا د سفر ستړيا او له بله پلوه د تيارو اودوخت د ظالم حكومت د عسكرو سخت ډار وه  ريښتيا هم زمونږ نه لاره وركه  وه , خو زويه د خداي پاك شان وه!  د لږ مزل نه ورسته زمونږ مخي ته يو څلى او ورسره ولاړيو څو شنه بوټي راغلل مونږ چې كله ورته نږدې شوو له هغه ځايه يو زوړ سړى او سپيني پاكي  جامې يي په تن وې  را ووتو او ستا چيغي  يي واوريدې پداسي حال كي چي هلته  د يو انسان هبڅ تصور نه كيده خو زوړ سړى زمونږ په وړاندي ودريدو او وويل: ودريږئ تږي به ياست ا ودا ماشوم خو مو له تندي چيغي وهي وركئ دا اوبه  ماشوم ته وركړئ، زاړه سړي سپين جام كي اوبه را وړې اول تا او بيا مونږ تولو وڅښلې.

چي ټولو ته ورسته له هغه نه د سفر پاتي لاره ډيره اسانه شوه ، او مور داكيسه ماته زما لپاره ماته د ژوند ډيره خوږه خاطره ده .

2-    او د ژوند ترخه خاطره او چي په ريښتيا هم ډير يي ( ځورولى يم لس كاله وړاندي د پاكستان پيښور ښار كي د خپلو ډيرو ملګرو سره په يو ځاى كي مو د تلويزون پر پرده باندي د هند او پاكستان تر منځ د سياليو ننداره كوله نو كله چي د پاكستان يوه لوبغاړي د هند د يوه لوبغاړي په مقابل كي چكه ( شپږيزه) ووهله ما ورته له خوشهالۍ لاسونه وپړكول خو يو نفر راباندي غږ وكړ وروره ستا يه څه د اخو د افغانستان لپاره نه ده بايد مونږ ورته لاس وپړكوو چي دا زمونږ د هيواد لوبغاړى ده. نو په ريښتيا هم چي دا تر خه خبر مي تر اوسه په مغزو كي د ترخې خاطرې ځاي نيولى ده .

 

((كه غواړي تاسو هم راسره خپلي د ژوند خوږي ترخي له مونږ او لوستونكو سره شريكي كړي نو باته يي په لاندي بريښناليك را واستوئ omer.imran@khabarial.com ))

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …