کور / مقالې / يونان هیواد درپيژنو

يونان هیواد درپيژنو

 موقعيت:جنوبي اروپا

تاريخ

دايګيا دبحيري په شاوخوا کي ،له ٧٠٠٠-١٠٠٠ ق م پوري ديوه پرمختللي او خوښ تمدن وګړي اوسيدل. له ١٢٠٠ ق م څخه نيولي بيا تر ٣٢٣ ق م دسکندراعظم تر مړيني پوري  دور ، ديوناني تهذيب په نوم سره ياديږي. هغه مهال دنړۍ سترسياست پوهان، ساينس پوهان ، فيلسوفان او هنرمندان تېر شوي چي په لويديزي تهذيب يي خورا ژور اثر پروت دى.

يونان وروسته درومي سلطنت برخه شو، په ١٤٥٣ ز کال کونسټاين پول ترکانو ونيو او دترکيې برخه شوه.په ١٨٢٧ ز کال يونان خپلواک شو. په ١٩٧٣ ز کال ديونان جمهوريت اعلان شو.

جغرافيه

موقعيت: دالبانيې او ترکيې په منځ .

مساحت:١٣١٩٤٠ مربع کلومټر.

قدرتي زېرمي:لګنائيټ،پټروليم، خامه اوسپنه، باکسائيټ ،ليډ،زنک،نکل ، سنګ مرمر، مالګه ،هائيډروپاور.

اوبه او هوا:دمعتدل موسم درلودونکى دى.

وګړي

نفوس:١٠٦٨٨٠٥٨ .

دنفوس زياتوالى:٠،١٨%.

جنسي تناسب:٠،٩٦ نارينه/ښځينه.

مذهب:يوناني ارټوډوکس ٩٨%،مسلمان ١،٣%،نور ٠،٧ %.

ژبي:يوناني، انګليسي او فرانسوي.

دلوست کچه :٩٧،٥ %.

دماشومانو دمړيني اندازه:٥،٤٣ په زرو کي.

منځنى عمر:٧٩،٢٤ کاله.

حکومت

پلازمېنه:اتن (ايتنز)

دخپلواکي ورځ:١٨٢٩ ز،له عثماني سلطنت څخه.

قانوني نظام:په رومن لاء.

اقتصاد

پولي واحد:يورو.

انفلاسيون:٣،٨%.

دوزګارتيا اندازه:١٠،٨%.

صادرات:خوراک،مشروبات، چمتو شوي څيزونه، پټروليم مصنوعات، کيمياوي مواد.

واردات:ماشين الات،ټرانسپورټ الات،دسون مواد.

دتګ-راتګ او اړيکو وسايل

ريلوي:٢٥٧١ کلومټر.

سړکونه :١١٦٤٧٠ کلومټر.

دانټرنيټ هيوادنى کوډ:gr.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …