کور / ظریفي / (جیره خوران ، دیگر بس است ، اینجا کابل است ، نه تهران و قُم)

(جیره خوران ، دیگر بس است ، اینجا کابل است ، نه تهران و قُم)

په دې ورځو کې کابل کې ګرمه لوبه د حیات الله خمیني د مړینې د ۲۳ مې کلیزې لمانځل او د هغه د لویو عکسونو ځړول دي چې د کابل د شار د شریفو اوسیدونکو ملي روحیه ئې جریحه داره کړې ده او دې ته ئې اړ کړي چې سوله ایز لاریون وکړي ؛ ویل کیږي چې د ایران لاس وهنې چې تر اوسه دا درې لسیزې د پردې تر شا کولې اوس ئې پرده ترې اوچته کړه او د ایران د سفیر هغه قومانده خبرې وي چې د مشرانو د جرګې مشر درانه فضل هادي مسلمیار ته ئې کړېوې او دا ئې ورته ویلي وو چې د امریکا د متحده ایالتونو او د افغانستان تر منځ ستراتيژیک تړون (قرارداد یا اعلامیه) چې د دواړو جمهور رئيسانو لخوا لاسلیک شوی مه تائيدوئ او که چیرته تاسو دا کار وکړئ نو ایران به سخت عکس العمل وښايي چې دا خبرې د دوو ګاونډي هیوادونو تر منځ دیپلوماتیک اصول او نړیوال قوانین هم دا مني او نه ښايي چې د یو تاریخي خپلواک او مستقل هیواد په کورنیو چارو کې دې داسې بربنډې لاسوهنې وشي ګرچې مسلمیار صیب ورته په افغاني هوډ ځواب ورکړی و او دا ئې هم ورته ویلي وو چې هغه دروازه ده تاسو کولی شئ چې لاړ شئ چې دا خبره رسنیو ښه وشاربله ان تر  دې چې د پیسو د ورکولو دلالان او خرڅ شوي کسان هم رسنیو ته راوتل او ښائیسته ډیر دفاع هم ترې وشوه خو د پيسو کڅوړه دومره کار کړی دی چې خاین ته څوک خاین نه شي ویلی ځکه په دولت کې اداري فساد دومره وده کړې ده چې حقیقت په کې ورک شوی دی رښتیا ویونکی یا خو خپل زړه په خبرو تش کړي او یا ورته لیونی وویل شي او خبرې ئې بابیزې وګڼل شي شاید دا خبره به د رسنیو په ارشیف کې موجوده وي چې په ۱۳۷۱ لمریز کال کې ایران د افغانستان په غربي محلاتو کې داسې لاسوهنې شروع کړې چې د هغوي عسکر به په هلیکوپترو (چورلکو) کې راتلل او د مرستې په نوم به ئې په ښکاره په خلکو توکي ویشل او هلته به ئې ځینې شخړې هم د ایراني قانون په بنیاد اورولې خبریالانو د ارواښاد مولوي محمد یونس خالص بابا سره په دې هکله مرکه وکړه خالص په طنزیه انداز کې وویل چې ایرانیان کم عقل دي چې هغوي افغانستان ته د تخریب لپاره راځي مونږ د افغانستان د ورانولو لپاره خپل پوهان ، استادان ، خپل ډاکټران او خپل ایجنران لرو ، غالباً اشاره به ئې د کابل کورني جنګونو ته وه چې د کابل په ښار به سلګونه راکټونه توغول کیدل دلته یوه کیسه راپه یاد شوه ، وايي : ( پخوا څه وخت د یو هوښیار سړي چرګه ورکه شوې وه زامنو ئې پلار ته وویل چې پلاره چرګه ورکه شوې ده ، پلار ئې جدي ورته وویل چې : زه نور خبر نه یم خو چرګه پیدا کړئ ، بله ورځ ئې چا پسه پټ کړ ،زامن ئې بیا راغلل پلار ته وویل چې چا پسه پټ کړی دی پلار ئې ورته وویل چې : چرګه پیدا کړئ او په نتیجه کې ئې چا په ځمکه قلبه ورګډه کړه زامن ئې بیا پلار ته راغلل او د ځمکې څخه ئې خبر کړ پلار ئې بیا ورته وویل چې ما درته څو ځل وویل چې چرګه پیدا کړئ که تاسو په هر شکل د چرګې غل پیدا کړئ وايي او عکس العمل مو ښودلی وایی دې ته به نه واي مجبور شوی چې ټوپک ته لاس کړی کړي وی یانی مړه کړئ یا پرې ځانونه مړه کړئ .

افغانانو په تاریخ کې همیشه د خپلو ملي حقدارو ، ملي نوامیسو ، خپلو مقدساتو ، خپل تاریخ او خپل کولتور نه ننګه کړې ده مونږ ډیر مثالونه لرو مونږ خپل ملي مشاهر لرو مونږ ملي اتلان لرو ،  مونږ ملي افتخارات لرو په داسې حالاتو کې ملي یووالی لرو او خپله ملي لاره تعقیبولی شو ، افغانان هر څه که خپلو منځو کې وران وي خو ملي ارزښتونو ساتلو ته یو لاس دي ، مونږ خپلو خرڅ شوو ورونو ته وایو چې بس دی !  که نه افغانان به د احمد شاه بابا دا نعره بیا یو وار اوچته کړو چې د هند د فتحې څخه وروسته ئې ویلي وو چې :

د هند فتحه مې نصیب شوه لویه خدایه              اوس ایران لره په ډول په نغاره ځم

افغانان به بیا نغارې وډنګوي قصر نشینان ، بلند منزل نشینان به راوپرځوي او خپل لوری به معلوم کړي .

لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …