کور / ظریفي / تاسو ماپيژنئ ؟دیوه افغان چارواکي په اړه معلومات! بادام ظریفي (فقیر)

تاسو ماپيژنئ ؟دیوه افغان چارواکي په اړه معلومات! بادام ظریفي (فقیر)

 زه ستاسو خدمتګار لوړ پوړی چارواکی یم ، ما خپل عالي تعلیمات په بهر ملکونو کې کړي ، د اوسنيو پوستونو څخه مخکې مې په افغانستان کې کومه رسمي دنده نه ده ترسره کړې .

په خامو سرکونو مې کله قدم نه دی ایښی ، د جهاد او مقاومت په وخت کې مې په خارج کې خپله مزدوري کوله ځکه چې خپل بادار مې راته څه هدایت نه و کړی ، دا یوه تقدیري مسله وه که نه نو ما خو نور ورونه هم لرل دا یو سیاسي خبره ده تاسو نه پوهیږئ موږ د یو بل شخصیبت کیدو تیکه شو .

کله کله به د جهاد په وخت کې به مې د افغانستان څخه بهر په غونډو کې برخه اخستله حتی څو وارې پيښور ته د خپلو ورونو خویندو سره د لیدو لپاره هم راغلی یم او په رسنیو کې مې خپل موقف ښکاره کړی دی هو یو ځل دوه ځل مې د ډاکټر نجیب الله د حکومت سره تماس نیولی په هغه وخت کې کابل ته هم راغلی وم هغوي دومره په دې ملت پيرزونه ولوروله چې ماته ئې په مکرویانو کې یو کور راکړی وای نه اوس خو ډیر کورونه نه لرم او دا څو کورونه چې لرم دا خو زما حق دی د دومره قربانۍ سره چې ما ورکړه او د ولسونو د خیر ، بهبود ، ترقۍ او د هوسا ژوند لپاره مې د ازاد بازار اقتصادي نظام ډانچه جوړه کړه ، په ملت د ژبو امتحانونو په سر یویشتم امتحان مقرر کړی دی تر څو دا ملت پوه شي چې خپل ارام ژوند مې پریښی دی ، شپه ورځ لګیا یم د ملت غم خور یم ولې ما چې څوک مقرر کړي دي د دې ملت غړي نه دي که زما خپلوان یا دوستان دي خو د دې ملت غړي خو دي کنه ، افغاني تابعت لري نه ته څه وايې چې دا خپل ځانته چې ئې بلنډنګونه او کورونه جوړ کړي دوي حق نه لري خامخا ئې لري ځکه چې خدمت کوي په شیرچور کې ماسره ډير ظلم وشو ایله دوه کورونه راته ورسیده ما باید د نورو په شان شپږ شپږ کورونه اخستي وايي مونږ خو ټول په اعتماد کې اخیستل شوي یو خو هغوي راسره راسره ظلم وکړ بل دا راته ډیره بې اتفاقي ښکاریده د شیر پور د کورونو په ورانولو کې چې څومره ذهني بوج په ما راغلی دی خدای ترې خبر دی هغه د بلدوزرونو غرهار ، هغه د ماشومانو او ښځو چغو برداشت دا ډیر کلک زړه غواړي دا یوازې ما محسوسولی شو ځکه زه د ژوندي ضمیر خاوند یم او ژوندی ضمیر چې دا دومره ظلم په دې مظلوم ملت مني دا دوه کورونه څه شی دی .

ملت به حساب غواړي خلک به پاڅون وکړي انتقالي عدالت به غواړي ، غواړي که نه ؟ زه خو څه جنګي مجرم نه یم ما خو د ښکار لپاره کله ټوپک لاس کې نه دی اخستی پاتې شوه د کورونو او په اصطلاح د نورو خیانتونو چې زما لخوا شوي دي هیڅ هم نه دي زه خو په ړندو کې پاچا یم پاچا دا کار نه شي کیدای خو که فرض کړه وشوم نو کورونه مې خارج کې نغده دارايي په خارج کې او اولادونه او میرمن مې خارج کې پاسپورت مې جیب کې دا دی لاړم تاسو پوه شئ دا بدبخته دا وران ویجاړ هیواد تش له ننګونو او جنګونو ډک تاریخ دا د قربان وستا کولتور بای بای بلا مې درپسې .

لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …