کور / مقالې / جرمني هیواد درپېزنو

جرمني هیواد درپېزنو

 موقعيت :منځنۍ اروپا

تاريخ

ويل کيږي چي دجرمني دسيمي ار اوسيدونکي سليټ قبايل وو، چي وروسته بيا ورته جرمن قبايل راغلل. په ١٨٦٧ ز کال دمائن دسيند دشمالي څنډو جرمن ولايتونو، دشمالي جرمن کنفيډريشن په نوم اتحاد وکړ. په ١٨٦٠ ز کال اوټوون بسمارک ديوه ستر مشر په توګه راڅرګند شو. په ١٨٦٢ ز کال هغه دپروشيا وزيراعظم شو.په ١٨جنوري ١٩٧١ ز کال دجرمن ټولواکۍ بنسټ کښيښودل شو.کله چي په ٢٨جولاى ١٩١٤ ز کال آسټريا- هنګري دسربستان په خلاف دجګړې اعلان وکړ، نو روسيه دآسټريا – هنګري په خلاف له سربانو سره ملګرې شوه، جرمني بيا دآسټريا – هنګري خوا ونيوه او دروسيې ،فرانسې او بلجيم په وړاندي يې جګړه اعلان کړه.برتانيه دبلجيم سره په همدردۍ شريکه او په ٤ اګست يې دجرمني په وړاندي دجګړې اعلان وکړ.

په ١٩١٨ ز کال، چي دلومړۍ نړيوالي جګړې دپاى کال ده، جرمني دسولي دتړون له امله اړ شوه چي له ډېرو مستعمرو څخه لاس واخلي او دجنګ دتاوان په توګه دروند قيمت ادا کړي.

په ٢٠-١٩٢١ ز کلونو کي هټلر دنيشنل سوسيالت ګوند “نازي” دمشر په توګه وټاکل شو او په ٣٠جنوري ١٩٣٣ ز کال دهيواد دچارو سمبالښت ورپه غاړه شو. په ١٩٣٤ ز کال چي ولسمشر دون هنډن برګ مړ شو نو هټلر د “فوهرر” او چانسلر دواړو، اختيارات په لاس کي ونيول، هغه ته دمسلحو ځواکونو مشري هم ورله غاړي شوه. هغه دورسيلز تړون لغوه اعلان کړ. په اکتوبر ١٩٣٣ ز کال هغه دملتونو له ټولني (ليګ اف نيشنز) څخه دجرمني پريکون اعلان کړ. په ١٩٣٨ کال داسټريا او جرمني سياسي اتحاد عملي شو. په ١٩٣٩ ز کال هغه ځواکونه چمتو کړل او په چيکوسلواکيه يې حمله وکړه، ليتوانيا يې هم دځينو سيمو پرېښودلو ته اړ کړه. په اول ستمبر ١٩٣٩ ز يي په پولينډ حمله وکړه. دوه ورځي وروسته برتانيې او فرانسې دجرمني په خلاف دجنګ اعلان وکړ، او په دې توګه دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه.

دوهمه نړيواله جګړه دجرمني په ماته پاى ته ورسيده او جرمني په ١٩٤٩ ز کال په دوو برخو وويشل شو. يوې برخي ته يي لويديزه جرمني او بلي ته هم ختيزه جرمني وويل شوه. لويديزي برخي ته دجرمني وفاقي جمهوريت نوم ورکړل شو، چي دامريکا،برتانيې او فرانسي په کنټرول کي وه. دوهمي برخي ته د جرمني ملي کمونيست جمهوريت وويل شو، چي دشوروي اتحاد په واک کي وه. کونارډايډنا دلويديزي جرمني مشر او والټر اولبرچ دختيزي جرمني واکمن شو. برلن ښار هم په دوو برخو وويشل شو ،يوه برخه دلويديزي جرمني او بله يي هم دختيزي جرمني شوه.

په ١٩٨٩ ز کال دبرلين دديوال څخه دتګ – راتګ اجازه وشوه ،چي همدي کار دختيزي جرمني څخه دکمونيستي حکومت ختمولو ته لاره هواره کړه. د١٩٩٠ په جولاى کي دواړي برخي بيرته يوځاى شوي.په ١٩٩١ ز کال برلن دمتحدي جرمني پلازمينه شوه.

جغرافيه

موقعيت:دډنمارک په جنوب ، دهالينډ او پولينډ په منځ کي.

مساحت :٣٥٧٠٢١کلومټرمربع.

قدرتي زېرمي: دډبروسکاره،طبيعي ګاز ، خامه اوسپنه،نکل،مس، يورانيم، پوټاش،مالګه، دودانيو سامان ،لرګي او حاصلخيزي ځمکي.

وګړي

نفوس:٨٢٤٢٢٢٩٩.

دنفوس زياتوالى:٠،٠٢ %.

جنسي تناسب:٠،٩٦ نارينه/ښځينه.

مذهب:پروټسټانټ ٣٤ %،رومن کاتوليک ٣٤%، مسلمان ٣،٧ %، ملحد او نور ٢٨%.

ژبي :جرمن .

دلوست کچه :٩٩%.

دماشومانو دمړيني اندازه:٤،١٢ په زرو کي.

منځنى عمر :٧٨،٨ کاله.

حکومت

پلازمېنه :برلين.

دخپلواکي ورځ:٣اکتوبر ١٩٩٠ ز،دلويديزي او ختيزي جرمني داتحادورځ.

اقتصاد

پولي واحد:يورو.

دغربت کچه :نامعلوم.

دوزګارتيا اندازه:١١،٦%.

صادرات:ماشين الات،موټر،کيمياوي مواد،فلزات،چمتو شوي څيزونه، خوراکي توکي.

دتګ – راتګ او اړيکو وسايل

ريلوي: ٤٦١٤٢ کلومټر (٢٠١٠٠ کلومټر په بريښنا چليدونکي ريل ګاډو لاره)

سړک: ٢٣١٥٨١ کلومټر.

دانټرنيټ هيوادنى کوډ:de.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …