کور / مقالې / فرانسه هیواد درپېژنو

فرانسه هیواد درپېژنو

 موقعيت:لويديزه اروپا

تاريخ

دلرغوني اثارو له مخي دا سيمه له سلګونو کلونو راهيسي دانسانانو پنډغالى دى.د ٧٥١ – ٩٨٧ز کلونو په جريان کي دکيرولنګين کورنۍ په دې سيمه واکمنه وه، ددې کورنۍ له نوموتو واکمنانو څخه يو هم شارلمان و.له ١٣٣١ ز  تر ١٤٥٣ ز کال پوري دفرانسي او برتانيې ترمنځ سل کلنه جګړه وشوه .دوالوئيس کورنۍ وروسته دبوربون خاندان واک ترلاسه کړ.له هغه وروسته بوربون آرلينز خاندان دواک خاوند شو.

په ١٧٨٩ ز کال په فرانسه کي انقلاب راغى چي دستر انقلاب په نامه ياديږي. په ٢٠ ستمبر ١٧٩٢ ز کال ديوې غونډي په ترڅ کي شاهي واکمني لغوه او جمهوريت اعلان شو.انقلاب داسټريا سره په جګړه واوښت او په هيواد کي يي سخت قوانين نافذ کړل ، چي په دې دوره کي درې لاکه شاوخوا وګړي بنديان او زيات شمير ووژل شول.دې حالاتو يو زلمي وزيږاوه او دا زلمى نپولين بوناپارټ و چي دپاريس حکومت يي په واک کي واخست. له ١٧٩٩ ز تر ١٨٠٤ ز کال پوري هغه دلومړني کونسل په توګه حکومت وکړ، په ١٨٠٤ ز کال هغه دپاپ په موجوديت کي ځان دفرانسې ټولواک (شاهنشاه) اعلان کړ.هغه نه يوازي يو نابغه قومندان و ،بلکي دنپولين کوډ په نوم قوانين يې تراوسه په هيواد او بهر کي په پراخه کچه استقبالېږي.

په ١٨٠٥ ز کال دفرانسي او برتانيې پوځونه په جګړه شول ، چي پايله يي دفرانسوي پوځ ماته شوه. په ١٨١٢ ز کال ناپليون په روسيه حمله وکړه خو هلته هم له سختي ماتي سره مخ او ٥ لکه شاوخوا کسان يي له لاسه ورکړل.په ١٨١٣ ز کال واک ورڅخه واخستل شو ، خو په ١٨١٥ ز کال يي بيرته نوي پوځ جوړ او پاريس يي ونيو،دهغه داکاميابي ډير لنډ مهاله وه او په همدې کال يي ماته وخوړه.ناپليون سينټ هلينا جزيري ته وليږل شو او په ٥ مي ١٨٢١ ز کال مړ شو.

په ١٨٤٨ ز کال دناپليون دوراره (خورئي) لوئس ناپليون تر مشري لاندي دوهم جمهوريت رامنځ ته شو.په ١٨٥٢ ز کال هغه ،ددوهمي ټولواکۍ اعلان وکړ. هغه هم په جګړو کي ماتي وخوړه او له اقتداره لاس په سر شو. په لومړۍ او دوهمه نړيواله جګړه کي فرانسې درانه تلفات وليدل او دنړيوالو په مرسته يې جرمنيان له خپل هيواد څخه وايستل.

جغرافيه

موقعيت:لويديزه اروپا ،دايټاليا او هسپانيې په منځ کي.

مساحت:٥٤٧٠٣٠ کلومټر مربع.

قدرتي زېرمي:دډبروسکاره، خامه اوسپنه ،زنک،يورانيم، انټي موني، پوټاش، لرګي ، کب او …

اوبه او هوا:په عمومي توګه په ژمي کي يخ او دوبي کي ګرم.

وګړي

نفوس:٦٠٨٧٦١٣٦ .

دنفوس زياتوالى:٠،٣٥.

جنسي تناسب:٠،٩٥ نارينه/ښځينه.

مذهب:رومن کاتوليک ٨٣ – ٨٨%، پروټسټانټ ٢%، يهودي ١%، مسلمان ٥- ١٠%،ملحد٤%.

ژبي:فرانسوي .

دلوست کچه :٩٩%.

دماشومانو دمړيني اندازه:٤،٢١ په زرو کي.

منځنى عمر:٧٩،٧٣ کاله.

حکومت

پلازمېنه:پاريس.

دخپلواکي ورځ:٤٨٦ ق م.

قانوني نظام :له مقامي تصوراتو سره سول لاء سسټم.

اقتصاد

پولي واحد:يورو.

انفلاسيون :١،٩ %.

دغربت کچه:٦،٥ % دغربت ترکرښي لاندي.

دوزګارتيا اندازه:١٠%.

صادرات:ماشين آلات،ټرانسپورټ ،الوتکه،پلاسټک ،کيمياوي مواد، ادويات، اوسپنه ،پولاد او مشروبات.

واردات:ماشين الات، موټران ،خام تيل،الوتکه، پلاسټک،کيمياوي مواد.

تګ – راتګ او اړيکو وسايل

ريلوي:٢٩٥١٩ کلومټر.

سړکونه:٨٩٣١٠٠ کلومټر.

دانټرنيټ هيوادنى کوډ:fr.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …