کور / ظریفي / د اعلیحضرت غازي امان الله خان وینا!!!

د اعلیحضرت غازي امان الله خان وینا!!!

 

پښتني رواجونه چې کولتوري رنګ لري مثبتې او منفي خواوې که ئې د څیړنې لاندې ونیول شي نو ډیر څه به ترې په لاس راشي ، سږ کال اختر کې زه هم د رواج د ادا کولو لپاره د خپل مرحوم ورور شاه ولي خان ظریفي او وریرې نرګس ظریفي چې د ۱۹۹۶ کال د نومبر په ۲۳ مه وفات شوي وو د لومړي اختر په نوم چې د خپلې غم ځپلې کورنۍ سره اختر يو ځای تیر کړم نو د خپل مشر زوي خالد سره ملګری د روژې په ۲۹ نیټه د جمعې په ورځ د فبرورۍ په اوومه نیټه جلال اباد ته لاړم په هم دې شپه چې د خالي شپه وه د شپې ناوخته د کوچني اختر اعلانونه وشول چې سبا اختر دی سهر اختر شو خلکو چایونه وڅښل خو چې کله نهه بجې شوې نو نور اعلانونه وشول چې اختر نشته او که چا روژه ماته کړې وي بیرته روژه شئ ، ورپسې جوخت نورې اوازې هم خپرې شوې چې ، که چا پاکې او نوې جامې اغوستې وي خټې پرې اچول کیږي .

زونږ په یاد دا لمړس اختر ؤ چې د سعودي عرب سره یو ځای ونه شو ، عجیبه صحنه وه بیرون روژه او کورونو کې اختر ؤ داسې بې کیفیته او بې اهمیته حالاتو کې انسان ستړی شي ؛ ومې غوښتل چې د خپلو باباګانو زیارتونو ته لاړ شم او د خپل زړه خواله د هغوي د پاکو روحونو سره وکړم فخر افغان بابا او غازی امان الله هلته مدفن دي مونږ هم د باباګانو سلام ته لاړو ؛ د شپې مې خوب ولید چې یوه لویه اجتماع ده یوه لویه ټولنه ده او ډیر افغانان یوځای شوي دي ، درې رنګه تور ، سور او شین بیرغونه پکې رپيږي ، پښتانه ، تاجکان ، ازبکان ، هزاره ګان ، بلوڅان ، پشه یان ټول په افغاني جذبه د یو انسان خبرې اوري ښائسته څهره نري کونډه بریتونه ، خړې جامې ئې په غاړه دي ، توره ئې لاس کې ده ، څادر ئې اپلو دې پلو (هاخوا دیخوا) په اوږو اچولی دی تکې سرې سترګې ئې دي په ډير شهامت او ستانت ولاړ دی ، ما وپوښتل چې دا څوک دی ځینو ویل دا قهرمان د شرق د ازادۍ قهرمان غازي امان الله خان دی .

قهرمان وویل زما عزیزانو افغانانو په ما افغانستان ډیر ګران ؤ او د همدې ګران والي برکت ؤ چې لوي خدای ما ته توفیق راکړو او د افغانانو د مټو په زور مو خپل هغه دښمن ته چې په امپراتورۍ کې ئې لمر نه ډوبیده وشړل ، وزغلول او نړۍ مو ترې پاکه کړه ، ماغوښتل چې په خپلواک افغانستان کې ولسواک نظام ولرو دښمن ډیر هوښیار ، چالاک ، فریب کار او لوي شیطان ؤ او داسې نقشه ئې جوړه کړه چې تر نننه لا هم پکې تاسو افغانان سوځئ نو لومړس ئې د افغانانو د وژلو لپاره داسې یو پلان جوړ کړو او په ما ئې د کفر ټاپه (سټامپ) ولګوله خو ما نه غوښتل چې د اقتدار لپاره خپل بچیان په خپل منځ کې وجنګوم او یو افغان په بل ووژنم نو خوږ او ښائيسته ټاټوبی چې ما پکې خاپوړې کړې وې او ماپکې د انګلیسي استعمار سره غزا کړې وه پریښود او په ژړا ترې ووتم نن تاسو د پنځه روپو او اقتدار په هوس کې په خپل ملت په خپل وطن او په خپل ځان څه لوبې وکړې ، تاسو خبر ئې چې د انګلستان صدراعظم (جان میجر) دې لپاره راغلی دی ، هغه د پنځوس کلن پلان د کارکرده ګۍ جایزه واخیسته او نوی پلان ئې ورکړ.

ای افغانانو !

هوښیار شئ ، بیدار شئ ، سترګې وغړوئ او په خبره ځان پوه کړئ او د لوبو نه ځان خبر کړئ ، افغانیت ته مرجعه وکړئ ، په افغانیت ، اسلامیت ، انسانیت جمهوریت او د ژوند د ټولو اړخونو نمائنده ګي شته او افغانیت د دې ټولو خوبیو مجموعه ده ، پردي لاسونه له ځان نه لرې کړئ خپلې ملي عنعنې را ژوندۍ کړئ په جرګو او مرکو سره خبره جوړه کړئ ټول په یو نظر شئ د افغانستان نظر افغانستان سره پيدا کړئ او پردي ایجنټان د خپلو صفونو نه وباسئ او تاریخ مطالعه کړئ نوی او پاک قیادت رامنځته کړئ د خپل هیواد حدود او حقوق وپيژنئ د هغې مقدساتو سره مینه پیدا کړې.

دا وطن ډیر ښکلی او ښائيسته وطن دی ښکلې او پاکه هوا او د عظمت نه ډک غرونه او ښائيسته سیندونه لري او ستاسو په شان قهرمان بچي لري چې په خپل همت مو کمونیزم هم مات کړو او یوه بله امپراتوري او د تزار خیالونه مو دړې وړې کړل اوس نو د یو بل په خبرو سره ځان پوه کړئ ، ورشئ ملي قیام وکړئ ، د کلیو او بانډو نه شروع وکړئ جرګې جوړې کړئ او د یو ملي نظم لاندې ملي خپلواک پاڅون وکړئ .

زما عزیزانو تاسو پوهیږئ چې د حق غوښتلو ، حق او تاوان جنګ د ادم (ع) په اولاد کې د هابیل او قابیل نه شروع شوی دی او دا به د قیامت د ورځې پورې جاري وي ، افغانان د چا په حق تجاوز نه کوي خو د خپل حق نه ئې همیشه ښه دفاع کړې ده خپلواک ، هوسا او بسیا ژوند د ټولو افغانانو طبعي حق دی خو افغانان دا حق ډیر ښه پيژني نو ځکه ترې دفاع کوي ، افغانستان ډیر نازک دور کې واقع شوی دی ، افغانستان بچ کړئ او خپل تاریخ ژوندی وساتئ .

Badamzarifi200@gmail.com

لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …