کور / ظریفي / د ثور اوومه د جدي شپږمه ، د ثور اتمه او د سپټمبر یوویشتمه

د ثور اوومه د جدي شپږمه ، د ثور اتمه او د سپټمبر یوویشتمه

 لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

د ګران هیواد په معاصر تاریخ کې پورتنۍ ورځې د افغانانو د بدبختۍ ، نادودو، ناخوالو ، بدمرغیو او د دوامدارو ستونزو کرغیړنې دي او هره ورځ ئې د ځان سره دې مجاهد ، باتور  ، میړني ، مسلمان او د ښه نیت لرونکي ، صادق ، پاک زړي ملت ته بدبختۍ راوړي دي د تاریخ په مطالعه کې د اتلسمې پيړۍ لوي ښکیلاکي او زبيښاکي قوت برټش امپراتوري چې لمر ئې په قلم او کې نه ډوبیده خو افغان نازولي شهزاده سردار غازي محمد ایوب خان په سرلښکرۍ کې لمړنی د ماتې ګزار ؤ چې د میوند په میدان کې د افغانانو له خوا ولیده او دا داسې ماتې وه چې محکومو ملتونو ته ئې د ازادۍ روحیه ورکړه او بیا افغانانو سره د دریو جنګونو چې په هر وار ئې دغو مغرورو پوځونو ته ماتې ورکړې او د شرق د قهرمان اعلحضرت غازی امیر امان الله خان د خپلواکۍ د ګټلو اعلان څخه وروسته د جهان محکومو ملتونو ته یو ښه زیری او نوی نظر ؤ چې یو پر بل پسې ئې ازادي بښونکي پاڅونونه وکړل او د برتانیا لویه امپراتوري اوس یواځې د شیطاني مرکز (بي بي سي) ته راغونډه شوې ده، برټش انټليجنټ جاسوسي شبکې د همهغه یانې د میوند د فتحې وروسته بیا تر نننه افغانانو ته راز راز دسیسې جوړې کړي او دا ملت ئې په قرار نه دی پر ایښی؛ وايي چې انګریزان لمړی د هند نیمې وچې ته د فرهنګي مبارزې په نوم راغلل چې پښتنو دا نوم په پيرنګي بدل او انګریزانو ته پښتانه پیرنګیان وايي یانې مطلب فرهنګ په پيرنګ اړول شوی نوم دی .

دا چې انګریزانو خپل ځای امریکایانو ته پريښی دی نو (سي اي ای) دا فرهنګ په دیموکراسۍ تبدیل کړی او نن سبا د دیموکراسۍ د ملاتړ په نوم په نړۍ حکومت کوي او هرچیرته چې ئې خوښه شي د لاس پوڅي او بې واکه نړیوال سازمان (ملګرو ملتونو) په مهر او ټاپه په هغه هیواد برید کوي او کوم مشر چې د دغه جاسوسي شبکې د غړو څخه سروباسي نو په خپل کور کې ورته خلک راپاڅوي ؛ د عربو د پسرلي په نوم پارونې چې ټولې د بعث ګوند چې یو ملي مترقي عربي ګوند پر ضد دي چې وار په وار ئې ختموي ، په عراق کې شهید صدام حسین په ټونس کې زین العابدین بن علي په مصر کې حسن مبارک په یمن کې علي عبدالله صالح په لیبیا کې معمر القذافي دا ټول ئې وار په وار له منځه یوړل ، د بشارالاسد سرنوشت لا نه دی معلوم چې څه به ورسره کیږي په ورته پيښیږي ، ایران او شمالي کوریا لا ولاړ هیوادونه دي .

مونږ په کراتو مراتو ویلي چې په افغانستان کې د جهاني جاسوسي شبکو جنګ دی د ثور اوومه د (کی جي بي) لومړنی ښکاره قدم ؤ چې په دې خاوره کې ئې اوچت کړ خو په مقابل کې افغانانو یو خودرويه پاڅون وکړ د ثور په شلمه د کونړ ولایت د شیګل واقعه د کمونستي رژیم په ضد لومړنی پاڅون ؤ ، بیا د کامدیش واقعه ، د لوې پکتیا د ځدراڼو د ولسونو حرکت ، د ننګرهار د زاوې د خلکو قیام چې په رڼا ورځ ئې د شیرزادو علاقه داري ونیوله ، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند نظامي پاڅون په اتم د ثور ترسره شو په همدې ترتیب د کیراړې قتل عام د درهّ صوف قتل عام دا هغه څه وو چې د هغه وخت شوروي اتحاد یانې روسان دې ته اړ شول چې د جدي په شپږمه نیټه د نړیوالو ټولو نورمونونو خلاف په افغانستان ئې لښکر کشي وکړه او یو لک او شل زره سره پوځونه ئې د ټولو ماډرنو درنو وسلو سره افغانستان ته راواستول دا خپلواک او تاریخي هیواد ئې یو ځل بیا جنج کړ غریبانو او د هغوي جاسوسي شبکې د ایران او پاکستان په شمول د جهاد رهبري په لاس کې واخسته یو خوا په پاکستان کې اووه تنظیمونه جوړ شول چې نیم ئې په ملي اسلامي او نیم ئې په اسلامي نومونو ونومول همداشان په ایران کې هم په همدې ترتیب په نومونو وګمارل شول او ملت چې یوازې د وطن ازادي او د ملي مقدساتو څخه دفاع ئې غوښتنه وه او د بلې خوا په ملت کې سیاسي پوهه نه وه او نشته ځکه چې ملت اکثریت د زده کړو څخه محروم دی او هغه څوک چې په دې خبرو پوهیدل او یا پوهیږي اوس هم بې واکه او بې توانا دي او د دې خاموش اکثریت سره یو ځای ستونزې زغمي .

په هر حال بیا هم د جهاد په برکت روس دې ته اړ شو چې د مذاکراتو میز ته کیني چې په (ژینوا) کې خبرې وشوې او ډیر غلط کار دا ؤ چې د مجاهدینو نماینده ګي پاکستان وکړه په همهغه وخت کې د هیواد دیپلومات او ملي شخصیت ارواښاد عبدالرحمن پژواک دا غږ اوچت کړ چې پاکستان د نمایندګۍ حق نه لري خو هغه غریب بیا په پیښور کط نظر بند او د مرګ تر وخته ئې چا غږ وانه وریده د دې معاهدې پر بنسټ ، روس خپل نظامي حضور په افغانستان کې ختم کړ خو (کی جي بي) اوس هم فعال رول لوبوي ، د ملګرو ملتونو پنځه فقره ایز پلان د وسیع البنیاد حکومت پکې شامل د ډاکټر نجیب الله له خوا ئې تائید شوی ؤ او هغه استعفی ورکړه خو د جبل سراج تړون ګډون والو له خوا سبوتاژ شوه او د سیسټم ملي ټولو ګروپونو په کابل حمله وکړه او د ثور اتمه نیټه بیا هم د افغانانو د بدبختۍ سبب وګرځیده د کابل ښار وران او پنځه شپيته زره د کابل ښار اوسیدونکي شهیدان شول په پيښور کې د نواز شریف له خوا ټاکنې وشوې رئيس جمهور ، صدراعظم او وزیران مقرر شو او د اردو د ماتولو هدایت ئې ورته وکړ چې کورني جنګونه پيل شول او د جهاد مقدس نوم په فساد بدل شو او یوې بلې لوبې ته لاره هواره شوه چې هغه د پاکستان یوه نظامي قطعه د طالب په شکل په افغانستان مسلط شول چې د طالب د نوم په وجود کې یو بل قوت د القائده په نوم راوچت شو چې د سپټمبر واقعه رامنځه شوه او په افغانستان باندط د غربیانو د مداخلې زمینه برابره شوه او د کلونو د انتظار وروسته (سي اي ای) د (اي ایس اي) په ملتیا د دنیا بام پامیر ته ځان را ورساوه دلته یوه خبره راپه یاد شوه چې یو وخت یوه بزه او ګډ (بز و ګوسفند) په یو موټی وښو باندې په جنګ وو چې یو ویل زه ئې خورم او بل ویل زه ئې خورم په دې کې ی اوښ راغی او د دوي دواړو په منځ کې د تنازعې د حل لپاره ئې پریکړه وکړه ، واښه ئې په ونه کې کیښودل وی ویل چې هر یو راواخستل هغه دې وخوري همداشان یو متل دی چې ونه وايی که لاستی زما نه وی نو تبرګي به زما څه کړی وی ، رښتیا هم که چیرې خپله افغانانو چاته دا موقع نه وای ورکړی او د ځان د اقتدار لپاره ئې غلامي نه وی منلی نو بیا کله د دې جاسوسي شبکو لوبې په دې هیواد کې چلیدلی شوې یو سیاست پوه وايي چې د خپل رقیب د مغلوبیت لپاره د شیطان سره دوستي هم په کار ده غلامي او دوستانه فرق لري دوستي د متقابل احترام یو د بل حقوق منل او يو پر بل لورینه ده او غلامي د بل د ګټو لپاره د خپل حیثیت او ملي ارزښتونو څخه تیریدل دي چې که افغانان د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټو سودا نه وای کړی او د یو افغان په صفت ئې خپل افغانیت ته درانه کتلی وای نو نه به مو واک د بل چا سره وی ، خپلواک به مو وی بلواک به نه وی ، سرلوړي به وی ، ټيټ سري به نه وی او اباد به وی ، ناښاد به نه وی

د حضرت خوشحال خان خټک بابا د خولې وینا ده چې :

مرګ د تندې په مذهب زما بهتر دی  ـــــــــــ نه ژوندون د دون همتو په اوبو

وږی تږی پروت په خپله بوریا خوښ یم ـــــــــ نه د تخت د پاسه ناست د بل کړه

اتفاق په پښتنو کې پيدا نه شو ــــــــــــــــ که نه ما به د مغل ګریوان پاره کړ

زه افغانانو باندې غږ کوم چې دا دنیا فاني ده ټول عمر به ژوندي نه یو مونږ شکر مسلمانان یو او په دې باور لرو چې لوي خدای (ج) به راسره حساب او کتاب کوي ځکه لوي خدای (ج) فرمايي چې : زه د هر چانه د هغه د اعمالو پوښتنه کوم او د ذرې ذرې حساب ورسره کوم .

دا ماڼۍ دا بیلډینګونه دا رنګا رنګ موټرونه دا پارکونه دا چکرونه دا اقتدار دا اولادونه دا هر څه پاتې کیږي راځئ چې شهید استاد رباني را په یاد کړو دې څلورو لسیزو کې ئې کوم نعمت ونه لید خو سره د ډیرو شتو سره د دومره مجازي لویوالی همهغه څو کزه کفن ئې د ځان سره یوړه او نور هر څه ترې پاتې شول راځئ یو واحد ملت جوړ کړو هغه ملت چې د ټولو حقوق پکې خوندي وي د ټولو عزت په کې وي او ټل په پت کې وي ، راځئ دا ژبنی ، قومي منطقوي تبعیض څخه لاس واخلو ټول د یو افغان په نوم سره راټول او دې جاسوسي شبکو باندې نفرین ولیږو ټول شکر دی پوهیږو خو صرف د خپل ځان لپاره د شیطان دوستي کوو ، راځئ د خدای (ج) دوستان شو ، د خپل ملت دوستان شو او خادمان شو او په رښتیا سره رښتیا ووايو یو د بل حقوق وپيژنو د حسد او کینې تربګنۍ څخه ځانونه وژغورو تر څو چې مو دین ، دنیا او اخرت ټول ښه شي .

Badamzarifi200@gmail.com

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …