کور / ظریفي / موندلی لیک !!! لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

موندلی لیک !!! لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

قلم او کاغذ ډير لوي او عظیم مقام لري ، ځکه چې د ټولو مخلوقاتو ازل په قلم لیکل شوی او په قلم لوح محفوظ کې محفوظ دی ؛ هغه لوي ذات چې د ټولو مخلوقاتو خالق دی او د هر څه مالک دی او د ټولو کائيناتو رازق او پالونکی دی کله په انځر کله په زیتون کله په بیت المقدس کله د تور په غره (کوه تور) کله په زمانه او کله په قلم قسم یادوي .

قلم ډیر لوړ حیثیت او عضمت لري خو چې په سمه وکارول شي زما د وړوکوالي څخه د قلم او کاغذ سره مینه وه او دا مینه اوس دومره پخه شوې او کلکه شوې ده چې بې کاغذ او بې قلمه راته ځان تش تش ښکاري ، حتی زما په فامیل ئې دومره اثرات غورځولی دی چې زما واړه واړه لمسي که په لاره کې کاغذ مونده کړي د ځان سره ئې کورته راوړي او یو ځل ئې ماته ښايي ؛ یوه وړه غوندې واقعه ده غالباً د ۱۳۴۸ لمریز کال ده چې زه یوه ورځ د دفتر نه کور خواته روان وم د جوزا میاشت وه او په جلال اباد کې په اوړي کې د رخصتۍ وخت ۲ بجې وې زما کور په خانجي چینه (کمپونو) کې و ، د ګنبدي جومات تر څنګ خالي ځای کې به خلکو تش معذرت رفع کولو او دلته په دغه ځای کې بې شمیره کاغذونه پراته وو زه ورګرځیدم چې کاغذونه را ټول کړم او ویالې ته ئې ګذار کړم ، دریشي مې هم په غاړه وه او د (شپو) خولۍ مې هم په سر وه چې څو کسان په لاره تیریدل ماته ئې وکتل څوق څوق ئې وکړل او خپلو منځو کې ئې وویل چې څه ښه ځوان دی او لیونی شوی دی ، ما ورته وویل لیونی نه یم خو دا کاغذونه بې ځایه پراته وو ، هغوي وخندل وی ویل دا دې هم لیونتوب دی ټول ښار د کاغذونو ډک دی نو ته به ټوله ورځ کاغذونه غونډوې نو په خپله به لیونی شی .

په هر حال په هیواد کې د شمال له خوا سور باد راولوت د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا او ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي د شپږمې د سرو لښکرو یرغل د مهاجرتونو پيل او افغاني خود رویه پاڅون چې د ۱۳۵۸ لمریز کال د ثور د اتمې نیټې د افغان ټولنپال ولسواک ګوند نظامي پاڅون د ننګرهار ، مزار او د کابل د بالاحصار او د ریشخورو فوځي قطعاتو ملي حرکت وکړ د پاکستان د (اي ایس اي) د جاسوسې شبکې متوجه کیدل چې شپږ تنظیمونه ئې جوړ او د جهاد رهبري ئې ورته وسپارله او دا ګوند چې په ۱۳۴۴ لمریز کال ئې د هیواد د یو پیاوړي ملي اسلامي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ او غیر منازعه شخصیت ارواښاد دیپلوم اینجینر غلام محمد فرهاد بابا تر مشرۍ لاندې د هیواد د بادرده او بادرکو وطنپالو مشرانو په ملاتړ د ملي او تاریخي اسلامي ارزښتونو ، ملي واکمنۍ ، استقلال او د خاورې د ملي بشپړښت په موخه چې یوه ملي برنامه ئې درلوده او لري ئې ، په رسمیت و نه پيژند چې د ګوند غړو د خپل ملي اسلامي رسالت د پوره کولو لپاره په راجسټر شوي تنظیمونو کې ځانونه تنظیم کړل او ځینې ئې د ګوندي کارونو پر مخ بیولو لپاره په غیر رسمي شکل کارونه پر مخ وړل په خپلو د شخصي سبوسونو ئې د ژوند چارې په مزدورۍ پر مخ وړلې چې یو زه هم د هغې ډلې څخه وم چې قلم او کاغذ مې پرینښود او د کتابونو په پلورلو مې پيل وکړ لمړی مې بورډ بازار او وروسته د هشنغرۍ بازار په یوه څنډه کې چې د دوو سکولونو (ښوونځیو) نمبر اول او نمبر ۲ ، سیټي ګرلزکالج او جو کیواړه نمبر ۱ نمبر ۲ ښوونځیو مخې ته مې د سرک په سر کتابونه خرڅول او په دې ډول هم د کور لپاره نفقه پیدا کول او په ګوندي دفتر کې د کار کول ، د قلم او کاغذ سره د یو ځای اوسیدل مې لومړی هدف ؤ چې دې کار ماته څو ګټې ورسولې .

۱ :ـ د کتابونو بابا په نامه شهرت پيدا کول ، مطلب ماته به دغه شاګردانو چې په یادو شوو ښوونځیو کې وو د کتابونو بابا خطاب کاوه .

۲ :ـ په پښتونخوا کې د فرهنګي خلکو سره بلدیت او د هغوي په ټولو غونډو کې شریکیدل چې د ځینو جرګو او تحریکونو غړیتوب مې حاصل کړی و د مثال په ډول : الف : ترقي پسند مضیفونو چې یو پاکستان شموله تحریک دی غړیتوب حاصلول.

ب : پښتانه لیکوالو ټولنه کې غړیتوب .

ج : د پښتو عالمي کانفرانس چې محترم سلیم راز ئې چیرمین دی غړیتوب او په دویم پښتو نړیوال کنفرانس ۲۰۰۰ میلادي کال د انقعاد انتظامیه غړی .

د : د افغان پښتون جرګې غړی .

هـ : د رحمن بابا ادبي جرګې او د رحمن بابا د خاکروبانو د یونین غړی .

دا ټول د قلم او کاغذ برکت و چې ما په ډیرو سختو وختونو کې پرينښود ، د ژوند قوت لایموت مې غوره کړی ؤ خو چاته مې سر او لاس نه دی ټیټ کړی د وطن او ولس په سر مې چا سره سودا نه ده کړې او همیشه د حق ویلو او اوریدلو او لیکلو حوصله لوي خدای (ج) را په برخه کړې ده .

ماسره چې چا د څخ ویلو په نشر کې مرسته کړې ده هغه پير سفید شاه همدرد او د وحدت ورځپاڼه (اخبار) دی هرڅه چې مالیکلي پير صیب نشر کړي دي د عمر اوږدوالی ئې غواړم خبره مې د مندلي کاغذ کوله خو ډیره رانه اوږده شوه ابله ورځ د عامې روغتیا د روغتون سره نژدې په لار روان وم چې دا کاغذ مې وموند د کاغذ لیکونکی او د شاعر څه خاصه پته نه لږیږي خو یواځې د بیدار نوم په کې دی خو د متن څخه هم داسې بریښي چې دا به د ارواښاد بیدار پاچا اوسي .

لوستونکی کولای شي چې د شعر په باب خپل قضاوت وکړي شعر څه داسې دی چې:

هر سړی مجلس کې کیني یله زار کړي  ــــــ مجلسین او ډانډسیان نه معلومیږي

د هر چرګ ټونګه تیره د جنګ لپـــــاره  ـــــ  خسکیان او کولنګیان نه معلومیږي

همیشه د خـــدایـــه خیر غواړه (بیداره)  ـــــ  توره وریځ او شین اسمان نه معلومیږي

او دا د کاغذ په بل مخ لیکلی شوې دي :

یاره هر سړي په لاس کې ئې نیولی  ــــــ درنه جوړ افغانستان شو ړنګه بنګه

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …