کور / ظریفي / د عامې روغتیا یو نیک قدم اوچتول دي

د عامې روغتیا یو نیک قدم اوچتول دي

  لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

د ۱۳۹۰ لمریز هجري کال د کب د میاشتې په ۲۳ مه نيټه د جلال اباد د ټولو روغتیا (صحت عامه) په روغتون کې د روغتون د چارو د ښه سمبالښت او بیارغونې لپاره د یو ټولنیز بورډ جوړول ضروري ګڼل کیدل .

نو په دې منظور د روغتون رییس ډاکټر شمس الرحمن له خوا يوه غونډه جوړه شوې وه چې د بورډ د اهدافو ، دندو ، صلاحیتونو د ټاکلو په موخه يئ يوه لایحه ترتیب کړې وه  چې :

عمومي معلومات ، اهداف ، د روغتون د ټولنیز بورډ غړي ، د غونډې مهال ویش ، د غونډو لپاره ځای ، د روغتون د ټولنیز بورډ وظایف او مسولیتونه ئي چې لاندې بندونه لري :

الف : د روغتون اداري بخش . ب : همغږي او ارزيابي . ج : د کاري کیفیتونو ښه کول . د : صلاحیتونه . هـ : راپور دهي .

په عمومي معلوماتو کې د سریزې په ډول لیکل شوي دي :

  • · د روغتون د خدمتونو بنسټیزه مجموعي (E.P.H.S) د تطبیق لپاره په یو روغتون کې د روغتون د ټولنیز بورډ موجودیت ته ضرورت دی .
  • · د روغتون د خدمتونو بنسټیزه مجموعي د تطبیق لپاره د ننګرهار د عامې روغتیا په حوزوي روغتون کې چې د ټولنې لپاره د منلو وړ دي .
  • · د دې لپاره چې د ټولنې پوره ونډه د روغتون د چارو په سمبالولو کې قوي کړای شي او همدا رنګه د ټولنې همکارۍ او حمایت د روغتون سره زیات کړای شي نو په دې خاطر د روغتون د ټولنیز بورډ جوړول یو ضرورت دی .
  • · په موجوده حالت کې د ټولنې همکاري او ونډه په روغتون کې کمزوري او نا څیزه ده ځکه چې ټولنه د روغتون په هکله مختلف نظریات او برداشت لري او وايي چې روغتون د حکومت روغتون دی او د موئسسې روغتون نه دا چې د ټولنې روغتون دی .

د روغتون د ټولنیز بورډ غړي :

د روغتون ټولنیز بورډ به ۱۵ کسو پورې غړي ولري چې کم تر کمه نیمايي به ئي د جامعې (ټولنې) نماینده ګان وي ، د روغتون د ټولنیز بورډ په ترکیب کې لاندې غړي شامل دي :

  1. د ټولنې مشران یا ولایتي شورا استازی   ( یو کس )
  2. د مدني ټولنې استازی                         ( یو کس )
  3. د ښځو د مدني ټولنو استازی                 ( یو کس )
  4.  د سیمې د سوداګرو او اصنافو استازی    ( یو کس )
  5. د ښوونې او روزنې استازی                 ( یو کس )
  6. د علمأو د شورا استازی                      ( یو کس )
  7. د کلستورنو استازي                           ( درې کسان )
  8. د ډاکټرانو د اتحادیې استازي                ( یو کس )
  9. د روغتون استازي                             ( ۴ کسان )
  10. د عامې روغتیا د ریاست استازي         ( یو کس )

غونډه د روغتون د رئيس په مشرۍ د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ايئتونو په تلاوت پيل شوه په غونډه کې هر اړخیزې خبرې وشوې او اړين تصمیمونه ونیول شول دا چې زه د مدني ټولنو د یووالي د شورا منشي یم نو د مدني ټولنو د یووالي د شورا په استازیتوب مې په دغه غونډه کې برخه اخستې وه .

اړینه بولم چې د یو سپین ږیري افغان په توګه په دې اړه څه ولیکم او څه وړانديزونه وکړم .

دا چې د جلال اباد ښار د لوي ننګرهار او په لوي ننګرهار کې د میشتو قومونو ( نورستانیانو ، پشه یانو ، ګجرو ، شینوارو ، عربانو ، خوږیاڼو ، مومندو ، ساپیانو او اهل هنودو ) ګډ کور او د څلورو ولایتونو ( کونږ ، لغمان ، نورستان او پيښور ) ګډ مرکز دی او د دې څخه زیات د افغانستان د دروازې حیثیت لري لویه ترانزیټي لاره ده دغه د کم ظرفیت روغتون د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي خو بیا هم د عامې روغتیا روغتون د دې ولایاتونو د ناروغانو لپاره د شته امکاناتو څخه ډیر چوپړ کړي مشکيلات به وي ځینې نیمګرتیا او ستونزې به وي خو اصلاح او اخلاص غواړي د خدمت کولو او خدمت منلو احساس غواړي زه داسې فکر کوم چې د روغتون محترم ريئس صیب دې کار ته مټې را بډ وهلي او د روغتون په کارونو کې د روڼتیا د راوستلو اراده ئي کړې ده او د روغتون د ټولنیز کولو فکر او احساس ورسره دی موږ ئي تایید او ملاتړ کوو او د بریالیتوب دعا ورسره مله کوو او دا څو وړاندیزونه زما په اند اړین ګڼم :

  1. د روغتون د ټولو منسوبينو څخه هیله کوم چې په صداقت سره د انسانیت د خدمت په موخه خپلې دندې د شاید او باید په شکل ونه سپموي .
  2. د روغتون د ټولنیز بورډ د ستونزو د حل او د چوپړ په نیت د اخلاص او همت څخه کار واخلي او ځان د افغانانو د خدمت د شاباس جوګه کړي .
  3. د ننګرهار د ولایتي حکومت او د عامې روغتیا رئيس دې د روغتون په باب ښه نظر ولري او د امکان په صورت کې دې خپلې مرستې د ناروغانو څخه دریغ نه کړي او په ځانګړي ډول سلاکار وزیر او د ننګرهار جلالتماب والي دروند ګل اغا شیرزي څخه په ډیر درناوي هیله کوم چې دغه روغتون ته دې خاصه پاملرنه وکړي ځکه د ناروغانو پوښتنه او پالنه اسلامي حکم دی .
  4. د عامې روغتیا د قدرمنې وزیرې چې د خدمت کولو نیک شهرت لري پام لوي ننګرهار د ولسونو روغتیايي خدمت ته را اړوم ځکه چې د اوسني روغتون ظرفیت کم دی په ولسواليو او نورو ولایتونو کې د روغتونونو د جوړولو سره سره دې په جلال اباد کې د یو لوي کمپلیکس د جوړولو په انکشافي پروژو کار وکړي او د لوي ننګرهار د ولسونو زړونه دې لاسته راوړي .
  5. د دې لپاره چې د دولت او ملت په منځ کې واقع شوی واټن کم شي هغه ادارې چې ټولنیز کارونه کوي د روغتون د بورډ په شان دې شورا ګانې یا بورډونه جوړ کړي تر څو دولت ولسي شي او ولسونه پخپله خپلو سوالونو ته ځوابونه پيدا کړي .
  6. د روغتون محترم رئيس صیب ته دا وړاندیز کوم چې د بسپنې د راټولو لپاره که لازم ګڼل کیږي د روغتون په نوم په کوم بانک کې د مرسته کوونکو د باور د یقیني کلو لپاره بانکي حساب پرانیزي او درې کسه متعمد کسان دې د دې کار لپاره وګمارل شي .
  7. تاسو ټولو ته معلومه ده چې د نړۍ د ټولو هیوادونو دولتي کارونه په مالیاتو ، ټکسونو او بسپنو روان دي خو په دې لحاظ د ټولو ملي سوداګرو سرمایه دارو او مستعیدو کسانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې هم خرما او هم ثواب شي نو خپل خیراتونه ذکاتونه او سرلوړي د خپلو هم نوعو څخه مه سپموئ د روغتون ته ورشي هر څه چې په خپلو ناروغانو خپلو اولادونو او خپل ځان لوروئ روغتون ته ئي ورکړئ که روغتون مجهز وي هر څه يئ پوره وي شکر دی هوښیار او حاذق ډاکټران لرو وسایل نه لرو راځئ دا وسایل ورته برابر کړئ نو زه او ته به دواړه په خپل کور ، خپل وطن او خپلو وسایلو تداوي شو ، خپل ناروغان د نورو ملکونو د ډاکټرانو د احتیاج او ډیرو تاوانونوڅخه په خپل احتیاج وژغورئ .

 

د یو سړي ګيډی شي خو د ډیرو چوکې جوړې شي

ډیر مشکل اسان شي چې په ګډه پرې لاس پورې شي

 

Badamzarifi200@gmail.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …