کور / ظریفي / درې دريمې نيټې او درې بدلونونه

درې دريمې نيټې او درې بدلونونه

 

 
   

دا زمونږ قسمت دی د وطن دښمنان تل وهو

 یو وهو بيا بل وهو بيا بل وهو

د افغاني روڼ ملي تاریخ په رڼا او مطالعه کې هر وخت ، هر دور

 ، هرپاڅون او هره ودریدنه کې افغانانو په نظامي برخه کې ماتې

 نه ده خوړلې خو د بده مرغه چې په سياسي ډګر کې ئي هيڅکله

 هم بریالیتوب نه دی په برخه شوی مطلب د هر پوځي برياليتوب

ترشا ئي ډیر کړاوونه او  ربړونه پرځان منلې ده او خپل منځي جنګونو دا قوم پرمختګ ته نه دی پرایښی ماته د ارواښاد غلام رحمن جرار صیب یو شعر را په یاد شو .

جرار صیب دا شعر د خيټې د شيطانۍ تر عنوان لاندې ليکلی وُ شعر څه داسې دی :

        خيټې په غوږ کې راته پټه شيطاني کړيده  

                                        تاسو خبر شئ چې دې دا مهرباني کړيده

         خلکو څټونه ګيډې وکړې تا روژه نيولې

                                      دا دې پخپله په خپل ژوند اس دواني کړيده

         ستا د شروار شړومبې ئي ستا غوړي ئي بل خوړلي

                                        ستا په پټي او ستا په پوله بل خاني کړیده

        شمه خوشحاله هغه ورځې چې خبر واورمه

                                       چې ستا لپاره چا په کور کې مهماني کړيده

زما د ياد خبره ده چې کله په ۱۳۴۲ لمريز کال کې سردار محمد داود خان چې د سلطنتي کورنۍ يو مقتدر شخصيت ، د وخت صدراعظم په خپله خوښه استعفی ورکړه ډاکټر محمد يوسف چې په اصل کشميری و د هيواد صدراعظم شو په ۱۳۴۳ لمریز کال کې ئي د هيواد لپاره اساسي قانون تشوید او د لويې جرګې د تائيد څخه وروسته د شاه له خوا توشیح او دغه لسيزه د ديموکراسۍ د لسيزې په نوم یاديږي د ديموکراسۍ د پلي کولو لپاره په همدې کال کې د کابل پوهنتون محصلینو د عقرب په لمړۍ او دویمه ورځ د ولسي جرګې د ودانۍ په مخکې پرلپسې مظاهرې وکړې چې په دويمه ورځ ډاکټر محمد يوسف مظاهرې ته راغی او محصلينو ته ئي خطاب وکړ پخپلو خبرو کې وويل چې دیموکراسي په دې هيواد کې نوی تولد شوې ده د دې د لويدو لپاره وخت ته ضرورت دی زه درته عذر کوم چې دا مظاهرې بس کړئ که نه سبا به بیا وضعه بل شان وي همداسې وشول چې د عقرب په دويمه ورځ پوځيانو په محصلینو ګولۍ وچلولې درې ځوانان شهيدان او څو کسه ټپيان شول او علاوالدين سيمه په وینو سره شوه او دا د حالاتو د بدلون لپاره نوی پيل شو .

د ۱۳۵۸ لمریز کال د کب د مياشتې په دريمه نيټه د سوسيال امپرياليزم د (سرولښکرو) په ضد د يوې ملي اسلامي جزبې او ولولې لاندې د الله اکبر په ملکوتي ازانګو د کابل ښار مجاهد ولس نر ښځې غټ او واړه د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د الله اکبر ازانګو د کابل ښار په رحمتونو کې پټ کړی و خو بدبختانه د کابل ښار په ۱۳۷۱ لمريز کال د مجاهدينو له فتحې وروسته د ځينو مخکنيو پریکړو له مخې چې د افغان مجاهدين په کتاب کې ليکل شوي وو ( کابل باید وران او د جوماتونو قبلې د سره جوړې شي په رښتيا هم کابل وران او ۶۵ زره انسانان شهيدان شول او د جهاد ثمره کورني جنګونه او نننۍ ستونزې دي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب د میاشتې د دريمې نيټې سرې وينې او د لبرال دیموکراسۍ په مقابل کې د یو پاڅون اغاز دی افغانانو ته خپل ملي مقدسات چې پياوړي او عقیدوي مقدست اصل د اسلام سپيڅلی دين دی که موږ دوه نورې دریمې نيټې د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب د دریمې نیټې سره پرتله کړو جوتيږي چې دا يوويشتمه پيړۍ ده د ساینس او ټکنالوژۍ دور دی او ټول هيوادونه نړیوال کیدو خواته روان دی په ۱۳۴۳ کال کې افغانستان خپلواک او د ملي حاکميت خاون و د پرمختګ او دیموکراسۍ لپاره مبارزه کيدله د ۱۳۵۸ کال په پاڅون د ښکيلاک او د الحاد په ضد جهاد وخود ۱۳۹۰ کال د کب پاڅون د ژغورنې پاڅون دی اوس دې هيواد کې درې پوځي قوتونه شتون لري چې ائيساف ، ناټو او ایتلاف دي دا قوتونه د ملګرو ملتونو د سيوري لاندې د القايده او ترهه ګرۍ د ورکولو په نوم راغلي دي او په دې هيواد کې په خپله خوښه د خپلواک خاوندان دي او ديموکراسۍ په نوم خپل سري کوي موږ په دې عقیدې يو چې بهرنۍ قواوې بايد په هر نوم چې وي خو يو تړون کې دي د ننړيوالو نورمونو سره برابر ځای په ځای شي او د دې هيواد د قوانينو تابع دې شي افغاني مقدساتو او کولتور ته په احترام دې خپل ماموريت پرمخ بوځي دا چې په دې هيواد کې د څو لسيزو را په دې خوا د نړيوالې څارګرو شبکو جنګ دی افغانانو ته په کار دی چې خپل منځي اختلافات پريږدي او د ملي ګټو ، ملي ارزښتونو ، ملي حاکميت ، د ځمکې د ملي بشپړښت او ملي يووالي په موخه خپلو کې سره کيني او دا حالات چې روان دي په اتحاد ، اتفاق ، يو د بل په زغملو سره د بلواکۍ څخه هيواد وژغوري که نه نو نور به خاموش اکثريت پخپله پاڅون پرمخه بوځي بيا به خپل سري واکداران د خپلو بادارانو په خواکې هم محفوظ نه شي او د انټرپول په پولیسو به ئي د محاکمې میز ته ودروي .

ټول افغان ولس ته وړاندیز کوم چې د افغانستان او اسلام دښمنان په کمين کې ناست دي بې موخې پاڅون به نورې ستونزې او غميزې وزيږوي او يو بل نسل به مو هم لکه د دوه نورو نسلونو په شان تباه شي .

نړيوالو ته په کار دي چې په خپلو کړنو کې بدلون راولي او د بشري ورورۍ په فضا کې وي خپل هدف ته ځان ورسوي دوه مخی سیاست په افغانستان کې نه چلیږي ځکه وايي چې افغانستان د استعمار قبرستان

 لیک بادام ظریفي ((فقیر))

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …