کور / افغانستان او نړۍ / لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

%d9%be%d9%88%d9%84%db%b1

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت د شهیدانو پول چارې پیل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل، چې دا پول ددې ولايت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د شهیدانو په سیمه کې د کابل پر سیند جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې ددې پول د کار د پرانستلو په مراسمو کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولسي جرګې  او ولایتي شورا غړو د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکیو، د قرغیو ولسوال او د سیمې د قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

ځواک وويل، چې دغه پول چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو د ملي پروګرام ( NRAP ) برنامې له انکشافي بودیجې تمویلېږي یو څلویښت میلیونه، درې سوه دیرش زره او نه سوه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې سل متره اوږدوالی او دواړو غاړو ته د پلیو لارو تر څنګ ۹ متره پراخوالی لري.

د نوموړي په وينا، سربېره پر دې دغه پول دواړو لورو ته ( 0.89 ) کیلومتره د جغل سړک هم لري، چې چارې به یې د نېږدې دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د والي وياند وايي، چې د شهیدانو پول په جوړېدو سره نه یوازې په دغه سیمه کې به د زرګونو کورنیو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي، بلکې په امنیتي برخه کې به پر ځینو سهولتونو سربېره د بادپښ ولسوالي د کابل – جلال اباد د لوی لارې سره د ۱۶ کیلومترو په واټن کې ونښلول شي.

هغه زياتوي، چې ياده ولسوالي دا مهال یاده ولسوالي له مرکز مهترلام څخه د ۴۵ کیلومتره په واټن کې لرې پرته ده او له مرکز نه پر وخت رسیده ګي ورته د لارې د خرابوالي له امله نه شي کېدای.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي پخپلو خبرو کې د پروژې په میعاري او باکیفیته توګه په سرته رسېدو د ټینګار تر څنګ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست ته دنده وسپارله څو د دغې پروژې له چارو په درست ډول قوي نظارت وکړي .

نوموړي ددې پروژې تطبیق کوونکي شرکت ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې پروژې چاري د میعار په نظر کې نیولو سره مخکې له ټاکلې مودې سرته ورسوي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

دامریکا سفیر دغازي وزیراکبر خان مډال ترلاسه کړ

ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د امریکا سفیر مایکل ميکنلي ته د غازي وزیر …